د قطر لومړی وزیر: د دی وخت را رسېدلی چې نړۍ اسرائیلو ته د کړیو جرمونو سزا ورکړي

د قطر لومړی وزير محمد بن عبدالرحمن ال ثانی

د عکس سرچینه، Anadolu via Getty Images

د قطر لومړي وزير پر نړيواله ټولنه غږ کړی چې "دوه ګونی چلند" پایته ورسوي او اسرائیلو ته "د ټولو کړيو جرمونو سزا ورکړي."

د قطر لومړي وزير محمد بن عبدالرحمن ال ثاني دا څرګندونې يکشنبې د سپټمبر ۱۴ د عربي او اسلامي مشرانو د بېړنۍ سرمشريزې د چمتووالي په غونډه کې وکړې.

ټاکل شوې دا ناسته چې د قطر په نوښت په دوحه کې د حماس پر مشرانو د اسرائیلو له بريد وروسته رابلل شوې د دوشنبې په ورځ ترسره شي.

د عربي هېوادونو د مشرانو تر څنګ به د ايران ولسمشر مسعود پزشکیان او شمېر نور مشران او لوړپوړي چارواکی په دې غونډه کې ګډون وکړي.

د ترکیې د رسنيو له مخې د دغه هېواد ولسمشر رجب طيب اردوغان به هم د دې سرمشريزې برخه وي.

د سعودي د وليعهد محمد بن سلمان د ګډون په اړه لا تراوسه معلومات نشته خو نوموړي پر قطر د اسرائيلو له بريدو وروسته دغه هېواد ته سفر کړی و.

د قطر لومړي وزير ټينګار وکړ، "د دې وخت را رسېدلی چې نړیواله ټولنه دوه ګونی چلند پرېږدي او اسرائیلو ته د ټولو کړيو جرمونو سزا ورکړي. اسرائیل باید پوه شي چې زموږ له وروڼو، فلسطينيانو سره د دوی ويجاړونکې جګړه کې چې موخه یې د دوی له خاورې ايستل دي، بريالي به نشي".

د قطر د بهرنيو چارو وزارت وياند مجید انصاري ويلي، د دوشنبې ورځې په غونډه کې به عرب او د اسلامي هېوادونو مشران "پر قطر د اسرائيلو د بريد" په اړه د پرېکړه لیک پر مسوده بيا غور وکړي.

په سیمه کې د امریکا تر ټولو لویه پوځي اډه په قطر کې ده او دغه هېواد د امریکا او مصر تر څنګ د اسرائيلو او حماس تر منځ د منځګړيتوب په برخه کې مهم رول لوبوي.

د حماس د سياسي دفتر غړي باسم نعیم وايي، دوی هيله من دي چې د دغه غونډې پايله به "کلک او متحد عربي-اسلامي دريځ" او د اسرائيلو په اړه "و اضح او کوټلي" ګامونه وي.

د تېرې شنبې په ورځ (۹ سپټمبر) د اسرائیلو پوځ د قطر پلازمېنه دوحه کې د حماس پر مشرانو ناڅاپي عمليات وکړل.

د قطر د بهرنيو چارو وزارت تېره ورځ وویل چې له دې برید وروسته د تيارسي په حال کې دي او د اسرائيلو د تازه بریدونو په ګډون هر ډول حالت ته چمتو دي.

د ملګرو ملتونو امنيت شورا ټولو غړو د اسرائيلو له نوم اخيستلو پرته پر قطر برید غندلی دی.

د امريکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبيو چې د اسرائیلو په سفر دی په قطر کې د حماس پر مشرانو د بريد په اړه خپله ناخوښي څرګنده کړې خو ويلي يې دي چې دا به د امریکا او اسرائیلو قوي اړيکو ته زيان ونه رسوي.

نوموړي اسرائيلو ته له سفر وړاندې په امریکا کې د قطر له لومړي وزیر سره ليدلي وو.

همدا ډول د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم تېره ورځ د قطر له لومړي وزير شیخ محمد بن عبدالرحمان ال ثاني سره ليده کاته درلودل.