د دوحې سرمشریزه به له غندنو ورها خوا څه ولري؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, نسرین حاطوم
- دنده, بي بي سي، دوحه
د حماس پر مشرانو د اسرائیلو له برید شاوخوا یوه اونۍ وروسته، د قطر پلازمېنه دوحه د دوشنبې په ورځ د عربو او اسلامي هېوادونو د یوې بېړنۍ سرمشریزې کوربتوب کوي.
سرمشریزې ته د چمتووالي په موخه به د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه د یکشنبې په ورځ جوړه شي، او د دوشنبې پر ورځ به د هېوادونو مشران ناسته ولري. کتونکي وايي، د دوحې سرمشریزه ښايي د اسرائیلو د وروستیو خوځښتونو پر وړاندې یوازې له لفظي غندنې هاخوا د یوې ګډې اعلامیې د تیاري لپاره یوه تاریخي موکه وي. ځینې کارپوهان وايي، د قطر سترګې د سیمې نورو هېوادونو ته دي چې له اسرائیلو سره د مقابلې لپاره کوم انتخابونه مخې ته کوي. د قطر 'الشرق' ورځپاڼې مشر مدیر جابر الحرمي وايي چې دې غونډې پورې ډېرې هیلې تړلې دي او که چېرې په کې د اسرائیلو پر وړاندې کوم عملي څه ونه لیدل شي، نو دا به یوه بې معنا غونډه وي.

د عکس سرچینه، Getty Images
بي بي سي سره د خبرو پر مهال، هغه وویل چې دا کنفرانس باید یوازې تر لفظي غندنې محدود نه وي، نړۍ ته باید وښودل شي چې د اسرائیلو له لوري راولاړو ننګونو سره د مقابلې لپاره په سیمه کې یو نوی فکر راټوکېدلی دی.
هغه وویل چې له اسرائیلي برید وروسته د عرب ملتپالنې احساس راپارېدلی، او دا برید یوازې پر قطر نه، پر ټولو عرب هېوادونو یو برید بلل کېږي.
جابر الحرمي وايي چې ان په اسلامي شورا کې د اسرائیلو متحدینو هم د دغه برید له غندلو ډډه نه ده کړې. نو ځکه، دا عربي سرمشریزه ښايي په نړیواله کچه د اسرائیلو ضد دریځ په پیاوړتیا کې مرسته وکړي.
'عرب هېوادونه دې له تاریخي فرصت څخه ګټه واخلي'
الحرمي وویل چې عرب او اسلامي هېوادونه دې له دې 'تاریخي فرصته' ګټه واخلي، که داسې ونه شي بیا به دا ډول موکه ورته په لاس ورنشي.
په دې سرمشریزه کې به د تېرې سې شنبې پر ورځ د اسرائیلو د برید په اړه د یوه پرېکړه لیک پر مسودې خبرې وشي، چې د یکشنبې پر ورځ د عرب او اسلامي بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې وروستۍ شوې ده.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند ماجد الانصاري په یوه ویناپاڼه کې ټینګار وکړ چې په اوس د عربو او اسلامي هېوادونو سرمشریزې رابلل څو بېلابېلې معناوې او مفهومونه لري، ځکه چې دا غونډه له قطر سره د عربو او اسلامي هېوادونو یووالی ښيي.
هغه وویل، دا غونډه به "د اسرائیلو د تیریو ډکو اقداماتو" پر وړاندې یو ګډ غږ وي.
لبنانی لیکوال او سیاسي څېړونکی محمود علوش پر دې باور دی چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر د اوومې نېټې له برید وروسته اسرائیلو د سیمه ییزې سولې او امنیت لپاره یو لوی ګواښ ګرځېدلی دی.
له بي بي سي سره په خبرو کې هغه وویل چې دا حقیقت د عرب هېوادونو پر وړاندې هم پروت دی، نو دوی باید یوه داسې ډله ییزه تګلاره تیاره کړي چې پر اسرائیلو د فشار راوړلو وړتیا ولري.
هغه تمه وښوده چې سرمشریزه به له یوه پیاوړي سیاسي دریځ سره رامخې ته شي چې له قطر سره به یووالی څرګند کړي او اسرائیل به وغندي. خو، هغه ټینګار وکړ چې یوازې ډله ییزه اعلامیه به د اسرائیلو له خوا مطرح شویو ننګونو سره د مقابلې لپاره کافي نه وي.

د عکس سرچینه، Getty Images
له عربو هېوادونو سره د فشار کومې وسیلې شته؟
هغه وویل چې ډېر داسې اقدامات شته چې عرب او د اسلامي نړۍ هېوادونه یې پورته کولای شي او دا اسرائیلو ته یو 'سخت پیغام' ورکولی شي. د هغه په وینا، هغه هېوادونه چې له اسرائیل سره یې ډیپلوماتیکې او اقتصادي اړیکې ټینګې کړي دي، ښايي پر دغو اړیکو کې د بیا کتنې او غور خبرداری ورکړي.
د محمود علوش په وینا، سیمه په یوه مهم تاریخي پړاو کې ده چې له اسرائیلو راپورته شوې ننګونې باید له منځه یوړل شي.
'عربانو سره انتخابونه شته' الحرمي ټینګار وکړ چې عربان غوراوي لري، خو دوی کلک هوډ ته اړتیا لري.
هغه وویل چې عرب هېوادونه کولی شي له اسرائیلو سره پر خپلو اقتصادي او سیاسي اړیکو له سره کتنه وکړي او پر لوېدیځو متحدینو او شریکانو یې فشار راوړي، چې خپل اهمیت ثابت کړي. د خلیج هېوادونه د نړۍ ۴۰ سلنه تېل تولیدوي، او دا موضوع هم هغوی ځانګړي کوي.
الحرمي وویل چې د نړیوالو محکمو او سازمانونو له لارې پر اسرائیلو د 'حلقې تنګولو' ستراتیژي هم ګټوره تمامېدلی شي.
د حماس او اسرائیلو ترمنځ له منځګړیتوبه د قطر د پر شا کېدو د انتخاب په اړه د پوښتنې په ځواب کې، الحرمي وویل چې دا د قطر د تګلارې او اساسي قانون یوه ثابته برخه ده. هغه وویل چې دوحه به د منځګړیتوب د پای ته رسولو پر ځای، په غزه کې د جګړې د ختمولو او د بشري مرستو رسولو لپاره خپلې ډیپلوماټیکې هڅې روانې وساتي.
د دوحې غونډه په واشنګټن کې د قطر د لومړي وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن بن جاسم الثاني، د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د هغه د ادارې د یو شمېر لوړپوړو چارواکو ترمنځ له ملاقات وروسته وشي. دا ملاقات 'مثبت' بلل شوی و چې په کې په سیمه کې د منځګړي په توګه د دوحې د راتلونکي رول تر څنګ، د قطر او امریکا تر منځ پر دفاعي همکاریو هم خبرې وشوې.








