شمالي کوریا د لویو وچو ترمنځ واټن وهونکی توغندی توغولی

د عکس سرچینه، Reuters
سویلي کوریا او جاپان وايي، شمالي کوریا نن (پنجشنبه) د لویو وچو ترمنځ واټن وهوونکی توغندی توغولی چې شاوخوا زر کیلومتره هاخوا د ختیزو سواحلو په اوبو کې له غورځېدو مخکې ۸۶ دقیقې په اسمان کې و.
دا تر دې دمه د یوه بالېستیک توغندي تر ټولو اوږده موده اولوت دی چې ثبتېږي.
دا توغندی په نږدې عمودي زاویه له توغول کېدو وروسته تر ۷۰۰۰ کیلومترو ارتفاع ته رسېدلی - په دې مانا چې که په افقي زاویه توغول شوی وای، نو لا ډېر واټن به یې وهلی و.
پیونګ یانګ دا توغندی داسې مهال توغوي چې له خپل سویلي ګاونډي سره یې اړیکي مخ په خرابېدو او د دغه هېواد خلاف یې توندې څرګندونې زیاتې شوې دي.
سیول لا چارشنبه خبرداری ورکړی و چې شمالي کوریا په امریکا کې د نومبر ۵مې ولسمشریزو ټاکنو په رانږدې کېدو سره د لویو وچو ترمنځ واټن وهونکي توغندي توغولو ته چمتووالی نیسي.
د دغه هېواد دفاع وزارت وايي، دا ازموینه د "اوږده واټن او لوړې ارتفاع" وسلو د تولید په موخه شوې.
د شماليکوریا مشر کېمجونګ اون په کمساري ډول پر همدې ورځ د دغه هېواد د دولتي رسنۍ په رپوټ کې دا "مناسب پوځي ګام" بللی او ویلي یې دي چې "دښمن ته زموږ د ځواب ویلو هوډ" ښيي.
هغه زیاته کړې "زه ټینګار کوم چې [شماليکوریا] به هېڅکله د خپلو اټومي ځواکونو د پیاوړې کولو کرښه بدله نه کړي".

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا متحدو ایالتونو د شمالي کوریا دا ګام "د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له بېلابېلو پرېکړهلیکونو څرګنده سرغړونه" بللې ده.
د سپېنې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند شان ساوېت په یوه بیان کې ویلي، دا ګام "یوازې دا ښيي چې [شمالي کوریا] د خپلو خلکو پر هوساینې د پراخې ویجاړۍ غیرقانوني وسلو او بالېستیک توغندیو پروګرام لوړ ګڼلو ته دوام ورکوي".
سویلي کوریا بیا وايي، چې پر پیونګ یانګ به د دې توغونې غبرګون کې تازه بندیزونه ولګوي.
شمالي کوریا وروستی ځل د ۲۰۲۳ کال ډسمبر کې د ملګرو ملتونو د اوږدو او شلونکو بندیزونو مخالفت کې د لویو وچو ترمنځ واټن وهونکی توغندی توغولی و.
هغه توغندي یې په ۷۳ دقیقو کې شاوخوا ۱۰۰۰ کیلومتره واټن وهلی و.
شنونکي پر دې باور دي، چې د پنجشنبې ورځې دا ازموینه د توغندي په وسیله د لا ډېر وزن د انتقال په هدف شوې.
د شمالي کوریا مطالعاتو پوهنتون کې مرستیال استاد کېم ډونګیوپ وايي، پیونګیانګ داسې توغندي جوړوي چې کولی شي "د متحدو ایالتونو خاوره پرې وولي"، که دا توغندی ان ستره، درنه او یا څو سروګې (سرګلولې) هم لېږدوي.
په ګاونډ کې پروت چاپان هم وايي، چې د شمالي کوریا لخوا پنجشنبه توغول شوی توغندی یې څارلی دی.
شمالي کوریا دا توغندی داسې مهال توغولی، چې امریکا او سویلي کوریا پر دغه هېواد د اوکرایین جګړه کې ملاتړ لپاره روسیې ته د ځواکونو استولو تور پورې کړی.

د عکس سرچینه، Reuters
د پنټاګون اټکل دا دی چې د شمالي کوریا شاوخوا ۱۰ زره سرتېري د روسیې په ختیځ کې روزنې لپاره ګومارل شوي.
امریکايي چارواکو روانه اوونۍ وویل، "کوچنی شمېر" ځواکونه د روسیې لوېدیځ کې کورسک سیمې ته هم استول شوي او دا چې زرګونه نور ور روان دي.
روسیه کې د شمالي کوریا د ځواکونو ادعا شوي حضور د پوتین او کېم ترمنځ د نږدې کېدونکو اړیکو په اړه اندېښنې ډېرې کړې.
مسکو او پیونګیانګ دا تورونه نه رد او نه هم تائید کړي دي.











