سپینه ماڼۍ: که د شمالي کوریا سرتېري د اوکرایین جګړه کې ګډون وکړي، مشروع هدف به وګڼل شي

اوکرایین

د عکس سرچینه، Getty Images

امریکا وايي د مسکو نږدې ملاتړي شمالي کوریا شاوخوا درې زره سرتیري د روزنې په نوم روسیې ته استولي دي.

د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټین، دا احتمال نه دی رد کړی چې دغه سرتېري دې، د اوکرایین په جګړه کې برخه واخلي.

خو هغه خبرداری ورکړی که د شمالي کوریا سرتیري د اوکرایین جګړه کې برخه واخلي، نو هېواد به یې د دغه ګام بیه پرې کوي.

له دې وړاندې ویل شوي وو، چې شمالي کوریا له مسکو سره د اوکرایین جګړې لپاره د وسلو او تجهیزاتو مرسته کوي.

د امریکا د دفاع وزیر له دغو څرګندونو وروسته د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي وویل که دغه سرتیري د روسیې په ننګه د اوکرایین جګړه کې برخه واخلي، نو د یوه مشروع هدف په سترګه به ورته وکتل شي.

هغه وویل: "واقعیت دا دی چې موږ نه پوهیږو چې له دغو سرتیرو به د څه لپاره کار واخېستل شي؟ چېرته به ځای پر ځای کړل شي او که ځای پر ځای کیږي نو د څه لپاره؟"

نوموړي زیاته کړه "خو یو څه ویلی شم او هغه دا چې که دغه سرتیري د اوکرایین پر ضد وکارول شي نو دوی به مشروع هدف وي او اوکراییني سرتیري به د دوی پر وړاندې هغسې له خپله ځانه دفاع وکړي لکه د روسیې ځواکونو پر وړاندې یې چې کوي."

د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند وايي، په دې توګه د شمالي کوریا سرتیرو ته هم د مرګ ژوبلې اوښتو احتمال یو واقعیت دی.

په لومړي ځل د روانې اکتوبر میاشتې نیمايي کې د اوکرایین یوې استخباراتي سرچېنې بي‌بي‌سي ته ویلي و چې د روسیې پوځ د شمالي کوریا د یوه درې زره کسیزې قطعې پر تشکیل بوخت دی.

اوکرایین

د عکس سرچینه، Reuters

تر هغې وروسته د اکتوبر ۲۱مه د سویلي کوریا بهرنیو چارو وزارت دغه هېواد لپاره د روسیې سفیر احضار کړ او له هغه یې وغوښتل چې د شمالي کوریا هغه ځواکونه په سملاسي توګه وباسي، چې د دغه هېواد په وینا اوکرایین کې د جګړې لپاره روزل کېږي.

د سویلي کوریا استخبارتو ویلي وو، چې د شمالي کوریا د ځانګړو ځواکونو په ګډون نږدې ۱۵۰۰ سرتېري وار له مخه روسیې ته رسېدلي‌ دي.

سیول کې د روسیې سفیر دغو اندېښنو ته په ځواب کې ویلي وو چې د پیونګ یانګ او مسکو ترمنځ "همکارۍ د نړیوال قانون په چوکاټ کې دي."

پر روسیې سربېره شمالي کوریا هم په دې تړاو رپوټونه او ادعاوې رد کړي دي.

تازه د بېلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشنکا هم چې د پوتین ډېر نږدې متحد بلل کیږي ، بي‌بي‌سي سره مرکه کې د اوکرایین جګړې ته د شمالي کوریا سرتیرو د استولو خبرونه رد کړي دي.

هغه ویلي دا رپوټونه بې معنی دی.

نوموړي په دې مرکه کې زیات کړې، د جګړې لومړۍ کرښه کې به د شمالي کوریا د ځواکونو ښکېلول جګړه لا سخته کړي او شونې ده چې مخالف لوری وهڅوي چې ناټو هم حق لري اوکرایین ته سرتیري واستوي.

اوکرایین
د عکس تشریح، لوکاشینکو اوکرایین ته د شمالي کوریا سرتېرو د استلو رپوټونه بې مانا بللي

له دغو رپوټونو ورهاخوا د امریکا ولسمشر جوبایډن له اوکرایین سره د شل میلیارد ډالرو نوې مرستې اعلان کړی.

نوموړي ویلي دا پور به د روسیې د کنګل شوې پانګې له ګټې امریکا ته بېرته ورکړل شي.

له دغو پیسو لس میلیارده اقتصادي او نیمې نورې د پوځې موخو لپاره پام کې نیول شوې، خو کانګرس یې باید تایید کړي.

تر دې یوه ورځ مخکې د بریتانیا حکومت هم ویلي و، چې اوکرایین سره ۲ اعشاریه ۹۳ میلیارد ډالر اضافه کوي چې په اروپا کې د روسیې د کنګل شویو شتمنیو له ګټې ترلاسه شوي دي.