تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ټرمپ به د سوداګریزې جګړې 'ډېره خطر لرونکې' لوبه کې د شي جینپېنګ پر وړاندې بریالی شي؟
- Author, بیني لو
- دنده, بي بي سي نیوز چینایي
- رپوټ له:, هانګکانګ
- Author, د نړیوال ژورنالیزم ټیم
- دنده, نړیوال سروېس
سپینې ماڼۍ تایید کړه چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ به د اکتوبر پر ۳۰مه د اسیا-پاسفیک اقتصادي همکارۍ سرمشریزې (APEC) په څنډه کې له خپل چینایي سیال شي جینپېنګ سره وویني.
د مشرانو ترمنځ اوږدمهاله پلان شوې ناسته نژدې د نړۍ د دوو تر ټولو لویو اقتصادونو ترمنځ د سوداګریزې جګړې د وروستۍ ترینګلتیا له امله تقریبا له خپل مسیره ووتله.
د روانې میاشتې پیل کې، چین د ملي امنیت په دلیل پر کمیابو ځمکو د صادراتو نوي پراخ محدودیتونه اعلان کړل. چین د هغو معدني توکو نژدې انحصار لري چې د ډېرو پرمختللو ټېکنالوژیکي محصولاتو په تولید کې حیاتي اهمیت لري. د ځواب په توګه، ټرمپ اعلان وکړ چې له نومبر میاشتې به د ټولو چینایي محصولاتو تعرفه ۱۰۰٪ لوړه کړي.
وروسته، امریکا او چین داسې ښکاره کړه چې خپل دریځونه یې یو څه نرم کړي او د خبرو اترو لپاره ځای شته. خو دواړه هېوادونه لا هم یو بل په وروستۍ ترینګلتیا او بازار کې د ګډوډۍ په رامنځته کولو تورنوي.
ټرمپ ویلي، له چین سره به په هر څه معامله وکړي، له تعرفو نیولې تر کمیابو ځمکو پورې - خو ښايي د چین د ټینګار اندازه یې کمه اټکل کړې وي، ځکه چین د ټرمپ د نړیوالې تعرفوي جګړې پر وړاندې تر ټولو قوي غبرګون ښودلی دی.
د امریکا د اتلانټیک شورا د چین چارو کارپوه وین-تي سونګ، وايي: "دواړه خواوې داسې ښکاري چې د خطرناکې لوبې په لوبولو بوختې دي".
د سینګاپور ملي پوهنتون د سیاسي علومو مرستیال پروفیسور چونګ جا ایان هم موافق دی: "دواړه هېوادونه باور لري چې کولای شي له بل هېواده ډېر درد زغمي. ښايي دا د خبرو اترو برخه وي".
ښاغلی سونګ وايي، د ټرمپ له ستراتیژیو یوه د "برلاسۍ ازموینه" ده او که چین د وېرې له لارې تسلیم شي، نو دا به د راتلونکو میاشتو لپاره د امریکا-چین اړیکو لپاره چوکاټ وټاکي.
خو بېجینګ لږ احتمال لري چې تسلیم شي: "دا د شي جینپېنګ په واک کې پرله پسې ۱۳م کال دی او هغه لازمي نه ګڼي چې له ټرمپ سره د ځان ثابتولو لپاره دوه اړخیزه سرمشریزه وکړي."
پر نایابو ځمکو سربېره، چین د امریکا د سویابین سکتور هم په نښه کړی دی - او بزګران د ټرمپ مهم ملاتړي ګڼل کېږي.
په سپتمبر میاشت کې، د ۲۰۱۸ له نومبر وروسته چین ته د امریکا د سویابین د صادراتو کچه لومړی ځل صفر ته ورسېده، په داسې حال کې چې د برازیل او ارجنټاین واردات زیات شوي. چین د نړۍ تر ټولو لوی سویابین واردوونکی دی، ځکه دغه حبوبات په عمده ډول د څارویو د تغذيې لپاره کاروي.
په ورته وخت کې، د کیپیټل اکانومیکس د چین اقتصاد د څانګې مشر جولیان ایوانز-پریچارد لیکي، د امریکا تعرفې د تمې خلاف، د چین صادرات "ډېر ثابت" پاتې شوي او چین په سپتمبر میاشت کې د ناخالص داخلي تولید (GDP) ۰.۳٪ له لاسه ورکړ.
چین د امریکا د ځوابي ګامونو مقابله کولی شي؟
چین ښايي اوس داسې ښکاره شي چې غوره دریځ لري، خو ځوابي برید یې په اوږد مهال کې موقف کمزوری کولی شي، ځکه د امریکا واردوونکي به د بدیلو سرچینو او د عرضه لړۍ په موندلو کې بیړه وکړي.
د بېلګې په توګه، اپل سږ کال اعلان وکړ چې غواړي د امریکا لپاره پلورل کېدونکي ایفونونه له چین نه هند ته ولېږدوي. په جون میاشت کې، نایک وویل د خپل تولید یوه برخې له چین څخه انتقالوي.
ښاغلي ایوانز-پریچارد په ګوته کوي چې د دې فکر کول "ناحکیمانه" دی چې چین د امریکا تعرفو پر وړاندې "دوامداره مقاومت" ترلاسه کړی، ځکه چې رنمینبي د امریکا ډالر پرته له نورو بهرنیو اسعارو په مقابل کې ضعیف شوی، چې د چین صادراتو ته د سیالۍ وړتیا ورکوي.
صادرات لا هم د چین د اقتصادي ودې اصلي څرخ دی، ځکه چې دغه هېواد هڅه کوي داخلي لګښت ډېر کړي او د ملکیت بازارونو له وروستي کموالي ځان راوباسي.
ځینې کارپوهان خبرداری ورکوي چې بیجینګ ښايي د ټرمپ د چلند غلط اټکل وکړي او خپل دریځ پیاوړی کړي. د امریکا د سټیمسن مرکز سن یون نیویارک ټایمز ته وویل، چین د امریکا د غبرګون د ارادې او وړتیا د کمې ارزونې "یو خطرناک نوی عادت" رامنځته کړی دی.
د استرالیا د اډیت کوین پوهنتون د نړیوالې سوداګرۍ ښوونکي نایوس مکډوناګ بي بي سي ته وویل، امریکا کولی شي پر چین د ټېکنالوژۍ سکتور د پرمختګ مخنیوي لپاره نور سوداګریز محدودیتونه هم ولګوي.
خو پروفیسور مکډوناګ زیاتوي، که څه هم د بیجېنګ د ټېکنالوژۍ سکتور په نښه کول چین ورو کوي، خو "دا به یې بشپړ ونه دروي".
څوک لومړی تسلیمېږي؟
ځینې شنونکي وايي، د بازار غبرګون ټرمپ اړ کړ چې خپل دریځ نرم کړي. د اکتوبر پر لسمه د چین د نایابو ځمکو د اقدام پر وړاندې د ټرمپ له قاطع ځواب وروسته، د امریکا د ونډو بازارونو دوه ټرېلیونه ډالر له لاسه ورکړل.
په ورته وخت کې، د چین سوداګریز سیاستونه تر ډېره د بازار د احساساتو لخوا اغېزمن شوي نه دي. د دې هېواد د پرېکړو میکانیزم ډېر مرکزیت لري او شي د څو لسیزو تر ټولو پیاوړی چینایي مشر ګڼل کېږي.
د چین واکمن کمونېسټ ګوند هم پر دولتي شرکتونو کلک کنټرول لري، چې د مرکزي حکومت لخوا ټاکل شوې لارښوونې عملي کړي.
ځینې شنونکي باور لري چې بیجېنګ د ټرمپ دويمې واکمنۍ لپاره ښه چمتو دی او د اوږد مهاله مشاهداتو پر اساس یوه سخته لوبه کوي.
د امریکا بروکینګز موسسې لوړپوړی همکار ریان هاس په یوه راپور کې پایله وړاندې کوي چې چین له "زدکوونکي" نه "ښوونکي" ته وده کړې ده.
هغه وايي، له هغه راهیسې چې شي واک ته رسېدلی، چین له "غبرګون لرونکي ټینګار" څخه - یوازې د ګواښ په صورت کې د ځواب ورکولو - "فرصت پېژندونکي فعاليت" ته اوښتی او په فعاله توګه د خپل نفوذ پراخولو موکې لټوي.
هغه استدلال کوي چې دا د چین د نسبي ځواک له ودې سره تړاو لري. د ټرمپ په لومړۍ دوره کې د امریکا-چین سوداګریزه جګړه پیل شوه، چې د شي د اجنډا او د چین د "خپلواک" کېدو هدف یې چټک کړ.
له هغه وروسته، د چین مشرتابه د امریکا-چین سوداګریزې جګړې څخه ګټه پورته کړې چې کورنی مليتوب پیاوړی کړي او پر امریکایي بازار لږ تکیه وکړي.
دې هم بیجېنګ ته زړورتیا ورکړې چې د عرضې لړۍ خپل کنټرول وسلې ته وګرځوي، لکه هغه چې له نایابو ځمکو سره تړاو لري.
خو د امریکا د پاسیفیک فورم کارپوهه الیزابت لاروس وايي، د چین مشران ښايي د ټرمپ له ځانغوښتنې او کمزوریو خبر وي، خو د غلط اټکل خطر هم لري.
هغې زیاته کړه: "ټرمپ له پیاوړو نارینه مشرانو سره ښه چلند کوي چې د هغه زغم وانه ازمویل شي او بیا یې په قاطع ډول ځواب ورکوي. د چین مشران باید له دې ځانګړتیا خبر وي."
خو ان که د APEC سرمشریزه کې د ټرمپ او شي تر منځ معامله وشي، امکان نه لري چې دوی خپل بنسټیز اختلافونه ژر حل کړي.
اضافي راپور ورکول او سمون: ګریس تسوي او الکسانډرا فوشې.