تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ایا ایران د اټومبم له جوړولو یوازې څو میاشتې لرې و؟
- Author, ډېوېډ ګرېټن
- دنده, بي بي سي نیوز
اسرائیل د ایران په بېلابېلو سیمو کې لسګونه اهداف په نښه کړي، چې پکې د نطنز د یورانیمو غني کولو بټۍ ته زیان رسېدلی او په تهران کې یې د ایران لوړ پوړي پوځي قوماندانان او اتومي ساینسپوهان یې وژلي دي.
د پنجشنبې په شپه د بریدونو له لومړۍ څپې وروسته، د ایران د بهرنیو چارو وزیر د اسرائیل بریدونه "بېپروا" وبلل او ویې ویل چې دا بریدونه د ایران پر "سوله ییزو اتومي تاسیساتو" شوي دي. له هغه وروسته، ایران د اسرائیل پر ضد ځوابي هوايي بریدونه پیل کړي دي.
عباس عراقچي وویل چې د نطنز تأسیسات د نړیوالې اتومي انرژۍ د ادارې (IAEA) تر نظارت لاندې فعالیت کوي او دا بریدونه د "رادیولوژیکي ناورین" خطر رامنځته کوي.
خو د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو اعلان وکړ چې دغه عملیات اړین وو چې "د ایران له خوا د اسرائیل د ګواښ شاتګ ته اړ کړای شي".
ده وویل چې اسرائیل ځکه اقدام وکړ، "چې که ایران ونه درول شي، نو ډېر ژر کېدای شي اتومي وسله جوړه کړي".
هغه خبرداری ورکړ: "کېدای شي یو کال وخت ونیسي، یا حتا یوازې څو میاشتې."
که څه هم اسرائیل دا نه تائیدوي او نه ردوي، خو په پراخه توګه باور کېږي چې دغه هېواد اتومي وسلې لري.
ایا شواهد شته چې ایران د اتومبم په جوړولو کار کاوه؟
د اسرائیلو پوځ ادعا وکړه دوی داسې استخباراتي معلومات ترلاسه کړي چې ښيي د ایران رژیم د اتومبم لپاره د ځانګړو وسلو برخو په جوړولو کې "ملموس پرمختګ" کړی، لکه د یورانیم فلزي هستې جوړول او د نیوټرون سرچینې پیل کوونکی، چې د اتومي چاودنې د فعالولو لپاره کارول کېږي.
خو کیلسي ډېوېنپورټ، چې د وسلو د نهخپرېدو د سیاست مدیره ده په (ارمز کنټرول اسوسېشن) کې وویل، د اسرائیل لومړي وزیر "هېڅ روښانه یا قانع کوونکی ثبوت" نه دی وړاندې کړی چې وښيي ایران د وسلې لرلو په درشل کې دی.
هغې بیبيسي ته وویل: "ایران له څو میاشتو راهیسې تقریباً صفر پړاو ته نژدې شوی دی، هغې هغه وخت ته اشاره وکړه چې ایران به یې د یو بم لپاره کافي چاودونکو موادو ترلاسه کولو لپاره واخلي که دا کار غوره کړي.
هغې زیاته کړه: "دغه ارزونه چې ایران کولای شي یوه ساده اتومي وسله په څو میاشتو کې جوړه کړي، نوې نه ده."
هغې وویل، که څه هم د ایران ځینې اتومي فعالیتونه د وسلې جوړولو لپاره کارېدلی شي، خو د امریکا استخباراتي ادارو ارزونه دا ده چې ایران لاهم په هغو برخو کې کار نه کوي چې د وسلې جوړولو لپاره مهم دي.
د سږکال مارچ میاشت کې، د امریکا د ملي استخباراتو رئیسې تلسي ګبارډ کانګرس ته وویل چې د ایران د غني شويو یورانیمو زېره "تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې" او دا حالت "د یوه داسې هېواد لپاره بېساری دی چې اتومي وسلې نه لري".
خو هغې همدا راز وویل چې د امریکا استخباراتي ټولنه لاهم دا ارزوي چې ایران د اتومي وسلې په جوړولو بوخت نه دی او د ایران ستر مشر [آیتالله علي خامنهيي] هغه اتومي وسلو پروګرام نه دی بېرته فعال کړی چې نوموړي په ۲۰۰۳ کال کې درولی و.
مېرمن ډېوېنپورټ زیاته کړه: "که نتنیاهو یوازې د ایران د وسلو خپراوي له ګواښ سره اندېښمن وای، نو اسرائیل به دا استخباراتي معلومات له امریکا سره شریک کړي وای او لومړنی برید به د ایران د ټولو مهمو اتومي بنسټونو پر ضد شوی وای."
تېره اونۍ، IAE په خپل تازه درې میاشتني راپور کې وویل، ایران تر ۶۰٪ پاکوالي پورې دومره یورانیم غني کړی چې له تخنیکي اړخه یوازې یو ګام له ۹۰٪ وسلوالې کچې سره واټن لري او دا اندازه دومره ده چې ښايي نهه اتومي بمونه ترې جوړ شي. دغې ادارې دا "د سختې اندېښنې وړ موضوع" وبلله، ځکه دا د وسلو خپراوي جدي خطرونه لري.
ادارې همدا راز وویل دوی دا تضمین نهشي ورکولای چې د ایران اتومي پروګرام یوازې سوله ییز اهداف لري، ځکه ایران د هغو انسان-جوړو یورانیمو ذرو په اړه د تحقیقاتو سره همکاري نه کوي، چې د IAEA مفتشینو په درېیو نامعلومو (نااعلان شوو) اتومي سایټونو کې موندلې وې.
د ایران د اتومي پروګرام په اړه څومره پوهېږو؟
ایران تل ویلي چې د هغه اتومي پروګرام په بشپړ ډول سوله ییز دی او دا چې دوی هېڅکله د اتومي وسلې جوړولو هڅه نه ده کړې.
خو د اتومي انرژۍ نړیوالې ادارېله خوا د شاوخوا یوې لسیزې اوږدې پلټنې پر بنسټ شواهد وموندل شول چې ایران د ۱۹۸۰مو کلونو له وروستیو تر ۲۰۰۳ پورې یو لړ فعالیتونه کړي چې د اتومي چاودېدونکي وسلې د جوړولو لپاره اړوند ګڼل کېږي. دا فعالیتونه د "عماد پروژې" په نامه روان وو، خو بیا بند کړل شول.
د ادارې په وینا، ایران دغه ډول ځینې فعالیتونه تر ۲۰۰۹ پورې روان وساتل، یعنې تر هغو چې لوېدیځو قدرتونو د فوردو تر ځمکې لاندې د یورانیمو د غني کولو بټۍ افشا کړه، خو له هغه وروسته، د وسلو د پراختیا لپاره "هېڅ باور وړ نښې نښانې" نه دي لیدل شوې.
په ۲۰۱۵ کال کې، ایران له شپږو نړیوالو قدرتونو سره داسې تړون لاسلیک کړ چې له مخې یې اتومي فعالیتونه محدود کړل او د IAEA له خوا یې د سخت نظارت منلو ته غاړه کېښوده. په بدل کې، پرې لګول شوي درانه اقتصادي بندیزونه لېرې کړل شول.
د دې تړون مهمې برخې دا وې چې ایران ته د غني شوي یورانیمو تولید محدودیتونه وضع کړل شول؛ دا یورانیم د اټومي بټۍ د سونتوکي لپاره کارول کېدای شي، خو د اتومي وسلو لپاره هم استعمالېدلی شي.
خو په ۲۰۱۸ کې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له دې تړون ووت، ویې ویل چې دغه تړون د ایران د بم ته رسېدو مخه په کافي اندازه نه نیسي،.
خو د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په ۲۰۱۸ کال کې د خپلې لومړۍ دورې په جریان کې له دې تړون ووت، ویې ویل چې دې د بم د لارې د بندولو لپاره ډېر لږ کار وکړ او او بیا یې پر ایران بندیزونه بېرته ولګول.
ایران د بندیزونو په زیاتېدونکې سرغړونې غچ واخیست - په ځانګړي توګه هغه چې د غني کولو پورې اړوند دي.
د تړون له مخې، ایران ته تر ۱۵ کلونو پورې په فوردو مرکز کې د یورانیمو غني کولو اجازه نه وه ورکړل شوې، خو ایران په ۲۰۲۱ کال کې هلته د یورانیمو د ۲۰٪ پاکوالي کچې ته غني کول بېرته پیل کړل.
د پنجشنبې په ورځ، د IAEA د ۳۵ هېوادونو د ادارې اجرائیه بورډ په تېرو شلو کلونو کې لومړی ځل دا رسماً اعلان کړ چې ایران د اتومي وسلو د نهخپرېدو له ژمنو سرغړونه کړې ده.
ایران اعلان وکړ چې د دې پرېکړې په ځواب کې به یو نوی د یورانیمو د غني کولو مرکز په یوه خوندي ځای کې جوړ کړي او همداراز به د فوردو په مرکز کې لومړۍ نسل سانتریفیوژ ماشينونه د شپږم نسل پر پرمختللو ماشینونو بدل کړي.
اسرائیل د ایران اتومي بټیو ته کوم زیان رسولی؟
د اسرائیل پوځ د جمعې په ورځ وویل، د دوی هوايي بریدونو په لومړۍ څپه کې، په نطنز کې د سانتریفیوژ ماشینونو تر ځمکې لاندې تالار ته زیان رسولی او همداراز هغه مهمې زېربناوې تخریب شوې چې د دغه مرکز د فعالیت لپاره ضروري وې.
د اتومي انرژۍ نړیوالې ادارې (IAEA) عمومي مشر رافایل ګروسي د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وویل چې په نطنز کې د یورانیمو د غني کولو د پیل فابریکه (PFEP)، چې د ځمکې پر سر جوړه وه، بشپړه ویجاړه شوې او همداراز برېښنايي زېربناوې هم له منځه تللې دي.
هغه زیاته کړه داسې کومه نښه نه ده لیدل شوې چې تر ځمکې لاندې تالار باندې مستقیم فزیکي برید شوی وي، خو دا احتمال شته چې د برېښنا پرېکېدنې له امله د تالار دننه سانتریفیوژ ماشینونه زیانمن شوي وي.
امریکا مېشت د ساینس او نړیوال امنیت انسټیټیوټ وویل چې د PFEP فابریکې ویجاړېدل د پام وړ زیان دی، ځکه دغه مرکز د ۶۰٪ پاکوالي یورانیمو د تولید لپاره کارېده او همداراز پکې پرمختللي سانتریفیوژ ماشینونه ازمویل کېدل.
مېرمن ډېوېنپورټ هم وویل پر نطنز بریدونه به د ایران اټومي تېښتې وخت (یعنې بم ته رسېدو شونتیا وخت) اوږد کړي، خو دا لا وختي دی چې د بریدونو بشپړ اغېز و ارزوو.
هغې وویل: "موږ به تر هغو یو روښانه انځور ونه لرو چې وګورو ایران څومره ژر کولای شي عملیات بېرته پیل کړي، یا دا چې ایا ایران توانېدلی یورانیم بل ځای ته ولېږدوي، چې IAEA یاد مرکز ته لاسرسی ونه لري."
په جمعه ناوخته، ایران IAEA ته خبر ورکړ چې اسرائیل د فوردو د غني کولو فابریکه او د اصفهان د اتومي ټکنالوژۍ مرکز باندې برید کړی دی.
د اسرائیل پوځ وویل چې په اصفهان کې په یوه هوایي برید کې د فلزي یورانیمو د تولید یو مرکز، د غني شوي یورانیمو د بېرته بدلون زېربنا، لابراتوارونه او نور مهم تاسیسات ویجاړ شوي دي.
مېرمن ډېوېنپورټ وویل: "تر هغه چې د فوردو مرکز فعال وي، ایران لا هم د لنډمهاله اتومي پراختیا خطر لري. تهران دا توان لري چې په دغه ځای کې یورانیم تر وسلوالې کچې پورې غني کړي، یا دا مواد پټو ځایونو ته انتقال کړي."
د اسرائیل لومړي وزیر وویل چې عملیات به دومره دوام وکړي "څومره چې د دې ګواښ د له منځه وړلو لپاره اړتیا وي".
خو مېرمن ډېوېنپورټ دا هدف "غیرواقعي" وباله.
هغې زیاته کړه: "هوایي بریدونه کولای شي تاسیسات ویجاړ کړي او ساینسپوهان هدف وګرځوي، خو د ایران اتومي پوهه له منځه نه شي وړی. ایران دا وړتیا لري چې بیا له سره تاسیسات جوړ کړي – او دا ځل ډېر ژر، ځکه چې اوس یې د یورانیمو د غني کولو په برخه کې ډېر پرمختګ کړی دی."