تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د افغانستان او زمبابوې ټېسټ لوبه بې پايلې ختمه شوه
د زمبابوې په بولاوایو ښار کې د دغه هېواد او افغانستان کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ ټېسټ لوبه بې نتيجې پایته ورسېده.
زمبابوې د پچې له ګټلو سره لومړی د منډو جوړولو پرېکړه کړې وه او په خپله لومړنۍ پاڼۍ کې يې ۵۸۶ منډې وکړې. په ځواب کې افغانستان بيا ۶۹۹ منډې جوړې کړې چې په هغو کې د رحمت شاه او حشمت الله شهيدي غبرګې سليزې او د افسر ځاځي سليزه هم شامله وه.
په دویمه پاڼۍ کې زمبابوې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۲ منډې جوړې کړې او له دې سره د ټېسټ لوبې پنځمه ورځ پايته ورسېده او لوبه بې نتيجې شوه.
افغان لوبډلې په پنځمه ورځ د توپوهنې لومړۍ پاڼې ته دوام ورکړ او د ټولو لوبغاړو له سوځېدو سره یې خپلې مجموعي منډې ۶۹۹ ته ورسولې.
افغانستان د توپوهنې په لومړۍ پاڼۍ کې له زمبابوې ۱۱۳ زیاتې منډې وکړې.
کوربه لوبډلې چې د دې لوبې پچه یا ټاس یې ګټلی و، په خپله لومړۍ پاڼۍ توپوهنه کې ۵۸۶ منډې کړې وې.
نن لوبه له دې کبله نیم ساعت مخکې پیل شوه، چې د تېرې ورځې تر نیمايي ډېره لوبه د باران له کبله نه وه شوې.
افغان لوبډلمشر حشمتالله شهیدي د لوبې پر وروستۍ ورځ غبرګه سلیزه بشپړه کړه او په ۲۴۶ منډو وسوځېد.
تر هغه افسر ځاځي، چې پرون د رحمتشاه زرمتي له سوځېدو وروسته توپوهنې ته راوتلی و، نن سلیزه بشپړه کړه او په ۱۱۳ منډو سوځېدلی و.
د لوبډلسمشر حشمتالله شهیدي او افسر ځاځي له سوځېدو وروسته نورو افغان لوبغاړو اوږده ملګرتیا ونه شوه کړای او ژر یو په بل پسې وسوځېدل.
د افغانستان لوبډله به اوس هڅه کوي چې د زمبابوې ټول لوبغاړي د وروستۍ ورځې د پاتې وخت له پای ته رسېدو مخکې وسوځوي.
خو دا چې نن د لوبې وروستۍ ورځ ده او د دواړو لوبډلو د توپوهنې یوه - یوه پاڼۍ لا پاتې ده نو د دې امکان ډېر دی چې دا سیالي دې بې پایلې پاتې شي.