د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د ټېسټ څلورمه ورځ؛ د افغانستان منډې له ۵۰۰ واوښتې

د زمبابوې بولاوایو کې د دغه هېواد او افغانستان کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ټېسټ سیالۍ د څلورمې ورځې لوبه چې افغان لوبډله پکې توپوهنې کوي، د باران له کبله درېدلې ده.

د څلورمې ورځې د لوبې د پیل په لومړیو کې د افغانستان تکړه توپوهونکی رحمت‌شاه زرمتی په ۲۳۴ منډو وسوځېد.

بلخوا لوبډلمشر حشمت‌الله شهیدي بیا خپلې منډې له ۱۷۰ اړولې او غبرګې سلیزې ته نږدې شوی دی.

له هغه سره افسر ځاځی ملګرتیا ته راوتلی چې د غرمنۍ تر وقفې یې ۴۶ منډې کړې.‌

د افغان لوبډلې مجموعي‌ منډې له ۵۱۵ ته رسېدلې او یوازې ۳ لوبغاړي یې سوځېدلي دي.‌

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د زمبابوې پر وړاندې د روانې ټېسټ یا پنځه ورځنۍ سیالې د درېیمې ورځې د لوبې تر پایه خپلې منډې ۴۲۵ ته ورسولې او یوازې دوه لوبغاړي‌ یې سوځېدلي وو.

د افغانستان له اړخه تکړه توپوهونکي رحمت شاه زرمتي،‌ چې مرستیال لوبډلمشر هم دی، غبرګه سلیزه وکړه.

دا په ټېسټ سیالیو کې د نوموړي لومړنۍ غبرګه سلیزه ده. تر ده مخکې حشمت‌الله شهیدي یوازنی افغان لوبغاړی و چې په پنځه ورځنۍ ټېسټ لوبه کې یې غبرګه سلیزه کړې وه.‌

یادونې ده چې زمبابوې د توپوهنې په لومړۍ پاڼۍ کې ۵۸۶ منډې کړې وې چې افغان لوبډله ترې لا ۷۱ منډې شاته ده.

د افغان لوبډلې د توپوهنې لومړۍ پاڼۍ کې تر دې دمه د پیل دواړه توپوهونکي صدیق‌الله اتل او عبدالمالک او همدا راز رحمت‌شاه زرمتی سوځېدلي دي.

دا د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې لپاره د اتل لومړنۍ ټېسټ لوبه ده.

همدا راز عظمت‌الله عمرزي او الله‌محمد غضنفر هم تر دې مخکې د افغانستان ملي لوبډلې لپاره ټېست لوبه نه وه کړې.

د یادونې ده چې د افغانستان او زمبابوې کرېکټ ملي لوبډلې تر دې سیالۍ وروسته د جنورۍ له دویمې تر شپږمې یوه بله ټېسټ یا پنځه ورځنۍ لوبه هم لري.

زمبابوې او افغانستان تر دې مخکې په دوو ټېسټ لوبو کې سره مخامخ شوي او دواړه لوبډلو یوه - یوه ګټلې ده.

افغان لوبډلې د ټېسټ لوبو تر دې لړۍ وړاندې له زمبابوې سره د یو ورځنیو او شل اووریزو لوبو لړۍ هم درلودې او په دواړو کې یې کوربه لوبډله ماته کړې وه.