کالفورنیا: د ماشوم کلیزې مېلمستیا کې د ډزو له کبله څلور کسان وژل شوي

د امریکا کالفورنیا کې د یوه ماشوم کلیزې په مېلمستیا کې د ډزو له کبله څلور کسان وژل شوي دي.

دغه پېښه د ایالت شمالي ښار سټاکڼ په یوه رستورانت کې د شنبې پر ماښام شوې. پېښه کې لس کسان ټپیان شوي دي.

ویل کېږي، مشکوک بریدګر تر اوسه فراري دی او ځايي پولیس وايي، کېدای شي دا پېښه ''هدفي برید'' وي.

د ځايي پولیسو په وینا په وژل شویو کې لویان او ماشومان شامل دي.

د ټپيانو روغتیايي وضعیت په هکله تر اوسه څه نه دي ویل شوي.

د سان هوکن کاونټي پولیسو په خبره پېښه له ځايي مهال سره سم ماښام له شپږ بجو یو څه مخکې رامنځته شوې ده.

د پولیسو له لوري ویل شوي، چې د پېښې په هکله پلټنې راونې دي او تر اوسه پورې ډېر معلومات په لاس کې نه شته.

د پولیسو په خبره لومړنۍ پلټنو کې داسې اشارې موندل شوې، چې ښيي کېدای شي دا هدفي برید وي، خو په پلټنو کې پر ټولو احتمالاتو غور کېږي.

ځايي پولیس زیاتوي، دوی هڅه کوي د پېښې لاملونه معلوم کړي.

د سټاکټن مرستیال ښاروال جېسن لي پر خواله رسنیو یوه پوسټ کې ویلي، د یوه ماشوم په کلیزه کې د ډزو پېښې خواشینی کړی دی.

په پیغام کې ویل شوي: ''د کلیزې مراسم باید داسې ځای کې نه وي، چې خلک پکې ژوند ته خطر محسوس کړي.''