څېړنه: ټېک‌ ټاک ماشومانو ته جنسي محتوا وړاندیز کوي

ماشومان

د عکس سرچینه، Getty Images

په یوه تازه رپوټ کې چې د بشري حقونو ځینو نړیوالو فعالانو چمتو کړی ویل شوي، د خواله رسنۍ ټېک‌ ټاک الګوریتم ماشومانو ته د فحش (پورن) او خورا جنسي محتوا وړاندیز کوي.

څېړونکو په ټېک ټاک کې د ماشومانو په توګه جعلي حسابونه جوړ کړل او د خونديتوب ټول ترتیبات یې فعال کړي وو، خو په وینا یې سره له دې هم څرګندې جنسي سپارښتنې ترلاسه کړې دي.

د لټون لپاره وړاندیز شوې جملې داسې وې، چې د جنسي محتوا پر لور یې د کاروونکو لارښوونه کوله. په دې کې د جنسي اړیکو په هکله ویډیوګانې هم شاملې وې.

ټېک ټاک مسوولین وايي، د خوندیتو او عمر سره سمې تجربې ته ژمن دي او د ستونزې په هکله یې له خبرېدو سملاسي وروسته اقدام وکړ.

د تېرې جولای په پای او د اګست میاشتې په پیل کې، د ''ګلوبل ویټنس'' په نوم غیر دولتي ډلې څېړونکو په ټېک‌ ټاک کې څلور جعلي حسابونه جوړ کړل او ځانونه یې د ۱۳ کلنو تنکیو ځوانانو په توګه معرفي کړل. دوی د زېږېدو ناسمې نېټې ولیکلې، خو دوی وايي، د هویت تائید لپاره له دوی نور معلومات نه دي غوښتل شوي.

دوی د ټېک‌ ټاک "محدود شوی" حالت هم فعال کړی و، دا هغه حالت دی چې ټېک‌ ټاک وايي، کاروونکي د ''لویانو یا پېچليو موضوعاتو، لکه جنسي محتوا'' له لیدو منع کوي.

څېړونکو پرته له دې چې خپله کوم لټون وکړي، وموندل چې د اپلېکېشن په ''ښايي دا مو خوښ شي'' برخه کې ښکاره جنسي جملې د لټون لپاره وړاندیز کېدې.

دې وړاندیز شویو جملو داسې ویډیوګانو ته د کاروونکو لارښوونه کوله، چې پکې یوې ښځې ځان ارضا کاوه.

په ځینو نورو ویډیوګانو کې بیا ځینې ښځې لیدل کېدې چې په عامه ځایونو کې یې سينې ښکاره کولې.

په تر ټولو سخته بڼه کې دا محتوا څرګند فحش فلمونه وو چې د جنسي اړیکو ښوونه یې کوله.

دغه ویډیوګانې د نورې بې‌ ضرره محتوا په منځ کې ځای پر ځای شوې وې، چې د څارنې له فلټرونو تېرې شي.

آوا لي، چې د ''ګلوبل ویټنس'' ډلې غړې ده، وايي، دا موندنې د څېړونکو لپاره ''ډېرې حیرانونکې'' وې.

دا وايي: ''نه یوازې دا چې ټېک‌ ټاک د نا مناسبې محتوا له لیدو د ماشومانو مخنیوي کې پاتې راغلی، بلکې له دې هم بده دا ده چې له هغه وروسته چې حساب پکې جوړ شي، سملاسي همدغه محتوا ماشومانو ته وړاندیز کوي.''

ګلوبل ویټنس یوه کمپاین کوونکې ډله ده چې معمولاً په دې هکله څېړنې کوي، چې ستر ټېکنالوژۍ شرکتونه څنګه د بشري حقونو، ولسواکۍ او اقلیمي بدلون په اړه پر خبرو اغېز کوي.

څېړونکو دا ستونزه هغه مهال وموندله، چې دوی د ۲۰۲۵ کال اپریل کې یوه بله څېړنه کوله.

ویډیوګانې لېرې کړل شوې

څېړونکو دا موضوع له ټېک‌ ټاک سره شریکه کړه او شرکت وویل چې د ستونزې د حل لپاره یې سملاسي اقدام کړی دی.

خو د سږ کال د جولای په پای او د اګست په میاشت کې د ګلوبال ویټنس ډلې یو ځل بیا همدا ازموینه تکرار کړه، او بیا یې وموندل چې دا اپلېکېشن لا هم جنسي محتوا وړاندیز کوي.

ټېک‌ ټاک وايي، دوی له ۵۰ ډېرې بېلابېلې ځانګړتیاوې جوړې کړي، چې د تنکیو ځوانانو خونديتوب وساتي:

''موږ د یوه خوندي او د عمر له پلوه مناسبې تجربې وړاندې کولو ته بشپړ ژمن یوو.''

دا اپلېکېشن زیاتوي چې له هر لسو ویډیوګانو څخه چې د دوی له لارښونو سرغړونه کوي، ۹ یې تر لیدو مخکې لېرې کېږي.

ټېک‌ ټاک وايي، د ګلوبل ویټنس له راپور وروسته یې اقدام کړی، چې ''هغه محتوا چې زموږ له پالیسۍ سره سمون نه لري'' لېرې شي، او همداراز د ''لټون سپارښتنو ځانګړتیاوې ښه کړي''.

د ماشومانو د خوندیتوب کوډونه

د سږ کال د جولای پر ۲۵مه، د ''ماشومانو د ساتنې کوډونه'' چې د انلاین خوندیتوب له قانون سره تړاو لري، عملي شول او یو نوی قانوني مسوولیت‌ یې رامنځته کړ، چې ماشومان د انټرنېټ په مجازي فضا کې خوندي وساتل شي.

له دې وروسته، د (ټېک‌ ټاک) په ګډون خواله اپلېکشنونه مسوولیت لري، چې د عمر د تائید لپاره ګټورې لارې، چارې وکاروي، چې ماشومان فحش موادو ته لاسرسی ونه لري.

دغه راز، دوی باید خپل الګوریتمونه داسې تنظیم کړي چې ماشومان هغو ویډیوګانو ته ونه رسېږي چې د ځان‌ ځورونې، ځان‌ وژنې یا د خوراکي اختلالاتو هڅونه پکې وي.

ګلوبل ویټنس خپله دویمه څېړنه هم له همدې قانوني بدلون وروسته ترسره کړه.

او د ګلوبال ویټنس غړې آوا لي، وویل:

''ټول خلک یوه خوله دي چې باید ماشومان د انلاین نړۍ له زیانونو وساتل شي... اوس هغه وخت دی چې څارونکې ادارې عملي ګامونه واخلي.''

د دې څېړنو پر مهال، څېړونکو دا هم وڅارله چې نور کاروونکي د هغو جنسي لټون‌ سپارښتنو په اړه څه غبرګون ښيي.

یو کاروونکي لیکلي و:

''کولای شي څوک راته ووايي چې د لټون سپارښتنې مې ولې دومره عجیبې شوې؟''

بل کاروونکي پوښتلي و:

''د دې اپلکېشن ستونزه څه ده؟''