طالبانو افغانستان کې د ټېک ټاک او پبجي ګېم د بندولو پرېکړه کړې

د عکس سرچینه، Getty Images
د طالبانو حکومت په افغانستان کې د ټېک ټاک د اپلیکېشن او د پبجي د ګېم د سملاسي بندولو امر کړی دی. دا پرېکړه د طالبانو د کابینې په وروستۍ ناسته کې شوې، چې بي بي سي یې هم دوه ورځې وړاندې یوه کاپي لیدلې وه.
په دغه پرېکړې کې، چې ظاهراً د طالبانو د کابینې په تېره (دوشنبه، اپرېل ۱۸مه) غونډه کې شوې، راغلي: "د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت ته دنده سپارل کېږي، چې د پبجي ګېم او ټېک ټاک په نوم اپلیکېشن چې د ځوان نسل د بې لارۍ سبب ګرځي بند کړي."
د طالبانو د کابینې په پرېکړه کې چې د سملاسي پلې کېدو غوښتنه یې شوې، د ځینو چنلونو د بندېدو امر هم شوی خو نومونه یې نه دي په ډاګه شوي.
په یاده پرېکړې کې چې د طالبانو د لومړي وزیر ملا محمد حسن اخند لاسلیک پرې شوی، راغلي: " هغه چنلونه چې غیر اخلاقي مواد او برنامې خپروي، د امکان تر کچې مخنیوی وکړي."
افغانستان کې د تېر جمهوري حکومت پرمهال هم د پبجي پر ګېم بندیز لګول شوی و خو دا لومړی ځل دی چې د طالبانو حکومت د ټېک ټاک د بندولو امر کوي.

ټېک ټاک چې یو چینايي اپلېکشن دی، د نړۍ مشهورو خواله رسنیو کې شمېرل کېږي او میلیونونه کاروونکي لري. له لویه سره یې کاروونکي ځوانان دي چې د نورو وېډیوګانو ترڅنګ پکې د ټوکو ټکالو لنډ وېډویي پیغامونه هم خپروي.
په ۲۰۲۰ کال کې هند، چین، امریکا، اندونیزیا، برازیل د نړۍ د هغو هېوادونو په سر سر کې وو چې تر ټولو ډېر ټیک ټاک اپلېکشن پکې ډاونلوډ شوي وو. خو وروسته د هند په ګډون ځینو هېوادونو کې پرې بندیز ولګول شو.
اوس روښانه نه ده چې د طالبانو مالوماتي تکنالوژۍ وزارت به د ټېک ټاک په بندولو کې څومره بریالي شي. خو د دغه وزارت ځینو سرچینو بي بي سي ته ویلي "ډېره شونې نه ښکاري چې پر ټېک ټاک دې د پشپړ بندیز وړتیا وي."
که څه هم د تېر جمهوري حکومت پرمهال هم د پبجي پر ګېم بندیز لګول شوی و، خو له دې سره سره دغه ګېم بیا هم ځینو سیمو کې کارول کېده.





