امریکا کې ټېک ټاک بند شو: ټرمپ ویلي ښايي د ۹۰ ورځو نور وخت ورکړي

امریکا

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، امریکا کې د ټېک ټاک د نن ورځې پیغام: "له بخښنې سره ټېک ټاک دمګړۍ نشته."

امریکا کې پر ټېک ټاک د رسمي بندیز له لګېدو پخواني اعلان څو ساعته مخکې دغې ټولنیزې رسنۍ کار پرېښود او نن یکشنبه ورته خلک لاسرسی نه لري.

د ټېک ټاک خلاصولو پر مهال هغوی چې غواړي دغه اپلېکشن پرانېزي ورته لیکل کېږي "له بخښنې سره ټېک ټاک دمګړۍ نشته."

د ټيک ټاک پر پاڼه دغه پیغام کې دا وضاحت هم ورکړل شوی چې " له بده مرغه د قانوني بندیز له مخې ټېک ټاک د لاسري وړ نه دی، دا په دې مانا چې تاسې اوس مهال ټېک ټاک نشی کارولی."

دا ویډیويي اپلېکشن له چینايي حکومت سره د اړیکو لرلو او له دوی سره د معلوماتو شریکولو له اندیښنو او نیوکو سره مخ و اوس امریکا کې له قانوني پړاونو تېرولو وروسته بند شوی دی.

د دغې چینايي خواله رسنۍ جوړونکو ته نن د جنورۍ ۱۹مه وروستۍ نېټه ورکړل شوې وه چې که په امریکايي پانګه والو یې وپلوري خو خپله د ټېک ټاک مسولینو دغې چارې ته زړه نه دی ښه کړی.

د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي دا موضوع به خپل ځایناستي ډونلډ ټرمپ ته پرېږدي چې په اړه یې اقدام وکړي.

په همدې مهال د دویمې دورې لپاره ټاکل شوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ چې ټاکل شوې سبا د جنورۍ پر شلمه به د خپلې دویمې رسمي دورې لوړه وکړي ویلي " ټېک ټاک ته به د ۹۰ ورځو نور فرصت ورکړي."

امریکا

د عکس سرچینه، Getty Images

له دې مخکې خبرداری ورکړل شوی و چې که د امریکا ستره محکمه د ټېک ټاک د چینايي بنسټګر وروستۍ غوښتنه ونه ومني نو پلان ده چې دا ټولنیزه رسنۍ به سر له یکشنبې (جنورۍ ۱۹مې) امریکا کې تړل کېږي.

له دې سره پوښتنه دا ده چې که د امریکا ستره محکمه هم لکه د نورو محکمو او کانګرېس دا تائید کړي چې دا ټولنیزه رسنۍ رښتیا د امریکا ملي امنیت ته ګواښ دی نو ایا دا به امریکایان په ټوله مانا د ټېک ټاک له کارولو بند کړي؟

او ایا ټاکل شوی ولسمشر ډونلډ ټرمپ به داسې کومه لار ومومي چې هغه قانون چې دی یې په ښکاره مخالف دی ودروي؟

د ټېک ټاک مشر شوزي چېو هم همداسې کوم څرک ته په تمه دی.

د بي‌بي‌سي امریکايي شریک سي‌بي‌اېس د رپوټ له مخې نوموړی به د نړۍ د ولسمشرانو او با نفوذه کسانو تر څنګ د جنورۍ پر شلمه د امریکا د ټاکل شوي ولسمشر د لوړې په مراسمو کې هم ګډون وکړي.

ایا د ټېک ټاک له رسمي بندېدو سره به بیا هم امریکا کې څوک ټېک ټاک کارولی شي؟

ټيک ټاک

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، که ټيک ټاک پر وخت تازه نشي دا به هېکرانو ته داسې موکه ورکړي چې میلیونونه موبایل او نور ځيرک وسایل هدف وګرځوي.

تر ټولو ښه لار چې فکر کېږي امریکا به یې په ټېک ټاک د بندیز لپاره غوره کړي دا ده چې په ځيرکو وسایلو کې له ډاونلوډ کوونکو اپلکشېنونو (اپ سټور او ګوګل پلې سټور) وغواړي چې امریکا کې ټيک ټاک د ډاونلوډولو له پاڼې لېرې او چا ته یې د ښکته کولو اجازه ورنکړي.

دا په دې مانا چې خلک به نور د ټېک ټاک کارونې قانوني کارنځای ته لاسرسی نه لري خو هغوی چې وار له مخه یې ټېک ټاک په خپلو ځیرکو ټيلفونونو او وسایلو کې شته لا به هم د ټېک ټاک اپلکشن ولري خو ټيک ټاک به نور عام او د تازه کېدو (اپډېټ) وړ نه وي. دا چاره به خپله نور اپلکشن له کارولو واچوي.

بله وېره دا ده چې که ټېک ټاک پر وخت تازه نشي دا به هېکرانو ته داسې موقع ورکړي چې میلیونونه موبایل او نور ځيرک وسایل هدف وګرځوي.

شک نشته چې د داسې بې ساري بندیز پر وړاندې لارې چارې هم وړاندېزېږي.

امریکا کې پر ټېک ټاک د بندیز له ګواښونو سره داسې ویډیوګانې مخ په ډېرېدو دي چې خلکو ته ښیې څنګه له وي پي اېن استفاده کولی شي.

له لېرې د شخصي نېټ ورک دا اپلکېشن په ځينو اپلکېشنونو لګېدلي بندیزونه ماتوي.

بله لار دا ښودل کېږي چې په موبایل کې د ټېک ټاک ډاونلوډولو پر مهال که (اپ سټور) کې موقعیت بدل شي چې په ځينو ځيرکو وسایلو کې ممکنه ده هم ټيک ټاک ته د رسېدو سبب کېږي، دا لاره شوني ده چې د ځینو نورو ستونزو سبب شي ځکه په ښکاره د ټیک ټاک د خدمتونو له هوکړې سرغړونه بلل کېږي.

د کاپي رایټ قانون له ماتولو سره د ځينو نورو لارو یادونه هم کېږي چې که څوک وغواړي ټيک ټاک ته لاسرسی مومي خو دا بیا خپلې ننګونې او قانوني سرغړونې لري.

له دې سره د امریکا حکومت هم خپل پلانونه لري او هڅه کوي که بندیز لګېږي بیا ټېک ټاک ته د لاسرسي ټولې لارې هم بندې کړي، ځکه نو چارواکي د انټرنټ په ورکوونکو چوپړونو هم داسې بندیز لګوي چې له یوې مخې د ټېک ټاک اپلکشن ته لاسرسی بند وي.

ویل کېږي چې که په ټېک ټاک بندیز داسې وي لکه اوس چې پلان دی شوني ده د ټېک ټاک ځينې کاروونکي بیا هم دغې چینایي ټولنیزې رسنۍ ته څه لاسرسی ولري خو دا به داسې تجربه نه وي لکه څنګه چې دوی ورسره بلد او خوښ دي.

ایا ټرمپ اوس هم مداخله کولی شي؟

امریکا

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ټرمپ د ټېک ټاک سره د پخواني مخالفت تاریخچه لري خو اوس له دې مخالفته په شاه شوی

ټرمپ یو مهال د ټېک ټاک د بندېدو پلوی و خو اوس په ښکاره پر ټېک ټاک د بندیز د قانون مخالف دی او د امریکا له سترې محکمې یې غوښتي چې د ټېک ټاک د بندولو چاره تر هغې وځنډوي تر څو دی ورته کومه سیاسي حل لاره ومومي.

د هغه د ملي امنیت راتلونکي سلاکار مایک ولټز د فاکس نیوز شبکې ته ویلي چې ټاکل شوی ولسمشر هڅه کوي چې ټېک ټاک خوندي وساتي او په ټکو یې دغې ټولنیزې شبکې ته به د امریکایانو له لاسرسي دفاع کوي.

د ټرمپ لپاره بل غوراوی ممکن دا وي چې محکمه خپله پرېکړه وکړي خو وروسته له عدلیې وزارته وغواړي چې پلي کوي دې یې نه.

په دې صورت کې به حکومت د اپل او ګوګل شرکتونو ته ممکن ووايي چې دوی ته به د امریکایانو لخوا د ټېک ټاک ډاونلوډولو او کارولو په سر جزا نه ورکول کېږي، دا په دې مانا چې قانون به پخپل ځای وي خو اصلا به ناکاره وي.

ایا کوم نوی پېرودونکی د ټېک ټاک خپلولو موقع لري؟

ټيک ټاک

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، امریکا کې څو میلیاردرانو د ټېک ټاک خپلولو ته لېوالتا ښودلې

د ټېک ټاک چینايي مسول بایټډانس په دې خبره ټينګار کوي چې تر اوسه د امریکا په کوم مېز د ټيک ټاک د خپلولو قیمت نه دی وړاندې شوی.

ویل کېږي دا وضعیت هر وخت بدلېدلی شي په تېره هم هغه مهال چې په ټېک ټاک رسمي بندیز عملي او یا ډونلډ ټرمپ سپینې ماڼۍ ته ستون شي.

د بلومبرګ د یوه نوي رپوټ پر بنسټ چې د تېرې سې شنبې په ورځ خپور شو ویل کېږي چې ميلياردر ایلان مسک هم یو له هغو کسانو دی چې د ټېک ټاک پر خپلولو یې نظر دی خو خپله ټېک ټاک دا یو خیال بللی.

د ټرمپ د خزانې پخوانی وزیر سټېون او د فرانک مککارټ په نوم یو بل میلیاردر هم د هغو کسانو له ډلې دي چې د ټېک ټاک اخېستلو ته یې لېوالتیا ښودلې.

د لاس انجلس د بېسبال لوبډلې پخواني څښتن ښاغلي مککارټ ویلي، "هغه د شل ملیاردو ډالرو لومړۍ بولی ورکړې" او هیله یې ښودلي چې په دې برخه کې لا پانګونه وکړي.

د ټېک ټاک پر ځای څه کارول کېدی شي؟

ټیک ټاک

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، افغانستان کې طالبانو او ځینو نورو هېوادونو کې هم حکومتونو په ټيک ټاک بندیز لګولی دی

ټېک ټاک ویلي دوی په امریکا کې ۱۷۰ میلیونه کاروونکي لري چې په منځني ډول یې په ۲۰۲۴م کال کې يې د ورځې لږ تر لږه ۵۱ دقیقې ټېک ټاک کارولی.

د ټکنالوجۍ یوه کارپوهه جسېماین اېنبرګ وايي پر ټيک ټاک له یوې مخې بندیز او یا لږ کارول به د دغې ټولنیزې رسنۍ سیالانو ته د سیالۍ لویه موقع ورکړي.

نوموړې وايي سملاسي، "د میټا شرکت انسټګرام، ریلونه او د یوټیوب وړې وېډيوګانې د ټيک ټاک له طبیعت سره برابرې ښکاري چې کاروونکو او اعلانونو ته ورته موقع ورکوي."

له داسې چانس فېسبوک هم ګټه اخېستلی شي او د اغلې اینبرګ په وینا پر ټېک ټاک بندیز به سیالو نورو ټولنیزو رسنیو ته د لویو اقتصادي ګټو او سوداګریزو اعلانونو ور ماتولو سبب شي.

" لویو سوداګریزو شرکتونو وار له مخه ټينګار کړی چې که له دوی په ټېک ټاک د سوداګریزو اعلانونو فرصت او ټېک ټاک کارول اخېستل کېږي دوی به مېټا او ګوګل ته واوړي."

د رپوټونو پر بنسټ " په هند کې په ۲۰۲۰م کال کې پر ټېک ټاک له بندیز وروسته هم ورته څه پېښ شول."

ویل کېږي لېمون۸ چې دا هم د بایټډانس ملکیت دی پر ټېک ټاک له بندیز وروسته به خلکو کې ځای پیدا کړي خو د قانون له مخې په دې هم بندیز لګېدلی شي، دا په دې مانا چې له ټېک ټاک سره د چین د بایټډانس لېمون۸ هم امریکا کې د خلکو له منځه ورک شي.

د دې تر څنګ د نورو چینايي اپلکېشنونو د بېلګې په ډول ټوېچ، چیاهونګشو چې په رېډ نوټ مشهور دی په امریکا او بریتانیا کې یې کارونه مخ په ډېرېدو ده.

له دې ټولو سره ویل کېږي تر اوسه هېڅ اپلکشن د ټېک ټاک ځای نشي نیولی په ځانګړي ډول د ټيک ټاک شاپ چې کاروونکو ته له ویډیوګانو د پېر موقع ورکوي او دا چاره امریکایانو ته د پیسې ګټلو یو ښه ادرس دی.

د ډيجېټل سوداګری یو مسول کرېنګ اټکېنسون هم وايي، "دا مهال د ټېک ټاک داسې کوم سیال نشته چې خلک دې سملاسي ور واوړي."