ټېلېګرام به له چارواکو سره د کاروونکو ځينې معلومات شریکوي

د عکس سرچینه، Getty Images
د ټېلېګرام پیغام رسونې شبکې اعلان کړی، چې له دې وروسته به د خپلو کاروونکو د ټلیفون شمېره او انټرنټي پته (ای پي) د محکمې حکم یا نورو معتبرو قانوني غوښتنو په صورت کې له چارواکو سره شریکوي.
د ټېلېګرام شبکې بنسټ اېښودونکي او مدير پاول دوروف ويلی چې دشبکې په خدمتونو او د محرميت تګلاره کې دا بدلون ښايي مجرمې ډلې د ټېلېګرام له کارونې زړه تورې کړي.
نوموړي پر خپل ټېلېګرام چېنل ليکلي، "په داسې حال کې چې د دې شبکې ۹۹.۹۹ سلنه کاروونکي له جرم سره هېڅ تړاو نه لري خو ۰.۰۱ سنله کاروونکي يې په جرمي فعاليتونو کې ښکېل دي چې د ټېلېګرام رنګه يې بده کړې ده او د نژدې يو میليارد کاروونکو ګټې يې له ګواښ سره مخامخ کړې دي دي."
دا د ټېلېګرام په تګلارو کې جدي بدلون دی او له هغه وروسته راځي چې د دې پيغام رسوونکې شبکې روسي توکمی مشر تېره مياشت په فرانسه کې ونيول شو.
د ده پر شبکه کې د ماشومانو په اړه د ناوړه محتوا خپرولو، رسولو او تنظيمولو تورونه پورې شوې دي.
همداراز د مخدره توکو په چمتو کولو، ساتلو او لېږد رالېږد کې د ښکېلتيا تورونه هم پرې لګول شوي دي.
د فرانسې د پوليسو يوه وياند رويټرز خبري اژانس ته ويلي، له پاول دوروف څخه چارواکي په دې تړاو پلټنې کوي چې په وينا يې په ټېلېګرام کې د مالي او سايبري جرمونو په تړاو څېړنو کې يې همکاري نه ده کړې.
ښاغلي دوروف د دوشنبې په ورځ ويلي چې په خپله ټولنيزه شبکه کې د منځګړيتوب يوه ځانګړې ډله ګوماري چې د مصنوعي ځيرکتيا په مرسته په ټېلېګرام کې د نامناسبې منځپانګې د خپرېدو مخه ونيسي.











