مسکو هوايي ډګر کې پر افغان ماشوم زړه بوږنوونکي برید ته غبرګونونه

د عکس سرچینه، Social Media
د مسکو په شیرمیتیوو هوايي ډکر کې پر یوه افغان ماشوم له تاوتریخوالي ډک برید وروسته، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت بي بي سي ته وویل چې په روسیه کې افغان ډیپلوماټان د دغه ماشوم لیدو ته روغتون ته ورغلي وو. سرچینې زیاته کړې چې اوس د دغه ماشوم روغتیايي حالت له اندېښنې راوتلی. پولیسو پر دغه ماشوم بریدکوونکی نیولی دی.
د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د دې جرمي قضیې په اړه څېړنې روانې دي، خو د اوس لپاره یې ادعا کړې چې د ماشوم له کورنۍ سره یې نغدي مرسته هم کړې ده.
د روسي رنیو په وینا، بریدکوونکی۳۱ کلن بیلاروسی وګړی دی. له برید وروسته دا دوه کلن ماشوم سخت ژوبل شوی. ډاکټرانو ویلي دي چې د ماشوم جمجمه ماته شوې او مغزي او نخاعي زیانونه هم ورته اوښتي.
په امنیتي کامرو کې دا پېښه ثبت شوې چې پکې لیدل کېږي برید کوونکی د افغان ماشوم خواته ورنږدې کېږي، شاوخوا یې ګرځي او ځیر ګوري، ورسته یې ناڅاپي پورته کوي او په زور سره یې له ځمکې سره وهي. رسنیو ویلي چې پېښه هغه وخت رامنځته شوه چې کله د همدې ماشوم مېندواره مور د هوايي ډګر په کوچنۍ لاس ګاډۍ پسې ولاړه او یوازې د څو شېبو لپاره له خپل زوی لرې شوه.
ار، ټي ټلویزیون ریپوټ ورکړی چې بریدګر له قاهرې مسکو ته تللی و، او هلته یې یوه میاشت په یوه ودانیز ځای کې د فلز کار په توګه کار کاوه. د هغه مېرمن او ماشوم په مینسک کې ژوند کوي او دی هلته ور روان و.
د ار، ټي پر وینا، سړي پولیسو ته وویل چې هغه په قاهره کې چرس څکولي وو. د نیول شوي کس په وینا، هغه نشه يي توکي په یوه سیمهایز بازار کې اخیستي وو او ظاهرا یې مسکو ته له الوتنې مخکې یوه هټۍ کې ویسکي درې بوتلونه اخیستي او څښلي وو.
دی د ناقانونه نشهيي توکو د ساتلو تاریخچه هم لري او په ښکاره یې د دې کار انګېزه نه ده روښانه.
د روسیې د پلټنو کمېټې د دغه سړي پر ضد د "وژنې د هڅې" قضیه پرانیسې ده او څېړنې یې روانې دي چې ښايي لږ ترلږه پر ۱۵ کاله بند محکوم شي.

روسي ټلویزیون (ار، ټي) راپور ورکړی چې د ماشوم کورنۍ روسي پاسپورټونه لري او پر ایران د اسرائیلو له بریدونو په تېښته د افغانستان له لارې روسیې ته تللې وه. ماشوم له دغه برید سم لاسي وروسته کوما ته ولاړ او اوس مهال په یوه روغتون کې تر جدي درملنې لاندې دی.
ایزویسټیا چې یوه مشهوره او ډېره خپرېدونکې روسۍ ورځپاڼه ده، په مسکو کې یې د ماشومانو د حقونو د کمېشنر "کیسنیا میشونووا" له قوله ویلي چې د ماشوم عمومي وضعیت اوس ښه دی او د مغزو اوږد مهاله زیان نښې په کې نه لیدل کېږي. په ورته وخت کې د ماشومانو د تخصصي روغتیايي مرکز مشرې "تاتیانا شاپوالنکو" ویلي چې د همدې ماشوم د جمجمې خلاص هډکي مات شوي، د مغزې پردې لاندې وینه بهېدنه لري او جدي مغزي زیان ورته اوښتی چې روغتیایي بهیر به یې لږ تر لږه یوه میاشت وخت ونیسي.
د ریپوټونو له مخې اوس دا ماشوم په بېهوشۍ او مصنوعي خوب کې ساتل کېږي او د ډاکټرانو تر بشپړې پاملرنې لاندې دی.
په ورته وخت کې د افغانستان د سیاسي استازولیو او قونسلګریو د همغږۍ شورا د یوې خپرپاڼې په خپرولو سره پر افغان ماشوم دا برید "وحشي او غیر انساني" بللی دی او له روسي چارواکو یې غوښتي چې دا پېښه په رڼه او هر اړخیزه توګه وڅېړي. دغې شورا پر اېکس/ ټویټر په یوه بیان کې ټینګار کړی چې دا پېښه د افغان کډوالو د وضعیت په اړه جدي خبرداری دی چې د کډوالۍ پر لاره په تېره په درېیم هېواد کې له فزیکي ا رواني ګواښونو سره مخامخ دي.
ار-ټي ټلویزیون رپوټ ورکړی چې د دغه ماشوم مور "سحر حاجيزاده ویلي چې کورنۍ یې په ایران کې د اسرائیلو له بریدونو وروسته اړ شوه چې هغه هېواد پرېږدي او روسیې ته لاړ شي.
دې ترخې پېښې پراخ غبرګونونه راپارولي دي او یو ځل بیا یې د افغان کډوالو، په ځانګړې توګه د ماشومانو پر وړاندې ګواښونو، زیانونو او بې وسۍ ته د خلکو پام اړولی دی.
په جلاوطنۍ کې د افغانستان د سیاسي استازولیو د همغږۍ شورا او د کډوالو ځینو فعالانو له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د داسې غمیزو د بیا تکرارېدو مخنیوي لپاره دې سم لاسي او اغېزمن ګامونه واخلي او د کډوالو د ژوند او کرامت لپاره دې جدي پام وکړي.












