"موږ به‌یې ووژنو": د هغو سوریايي علوي کورنیو په اړه د بي‌بي‌سي راپور چې د روسیې هوايي اډه کې یې پنا اخیستې

    • Author, فراس کیلاني
    • دنده, بي‌بي‌سي عربي - د سوریې لوېدیځ

خبر داری: دا راپور د تاوتریخوالي جزییات او داسې انځورونه لري چې ممکن ځینې لوستونکي وځوروي.

دلال مهنا، له اوښکو په ډکو سترګو وایي: "زما یوازېنی زوی، یوازې ۲۵ کلن و. هغوی ورسره بوت او راته وویل "موږ به‌یې ووژنو او ستا زړه به پرې مات کړو".

دا وروستی ځل و چې دلال خپل زوی ولید. هغه وایي، هغو وسله‌والو کسانو چې زوی یې وتښتاوه، وروسته یې په ډزو وواژه.

دلال مهنا د سوریې د علوي لږکیو غړې ده؛ هغه ډله چې له تېرې اونۍ راهیسې د فرقه‌ییزو بریدونو له څپې سره مخ ده.

هغې زیاته کړه: "ټولو ته معلومه وه چې هغه د شکر او وینې کمښت ناروغي لرله او یوازې دا یې غوښتل چې خپل ژوند ته دوام ورکړي".

موږ دلال هغه مهال وموندله چې د زرګونو نورو کسانو ترڅنګ د سوریې لوېدیځې ساحلي سیمه کې د روسیې یوې لیرې پرتې هوايي اډې ته یې پناه وړې وه.

د جګړې د څار یوه ډله وایي چې د مارچ له ۶مې راهیسې په لاذقیه، طرطوس، حما او حمص ولایتونو کې تر ۱۴۰۰ زیات ملکي وګړي وژل شوي، چې ډېری یې علويان دي.

دلال له هغو لږو کسانو ده چې لهموږ سره د یوې بشپړې وېروونکې اونۍ په اړه خبرې کولو ته چمتو ده.

"سارايي اعدامونه"

امنیتي ځواکونو تېره اونۍ په دې سیمه کې عملیات پیل کړل. دا اقدام د هغو جګړه‌مارانو د زیاتېدونکو پاڅونونو په غبرګون کې ترسره شو چې لخ واکه لیرې شوي د سوریې ولسمشر بشار اسد ته وفادار دي. اسد پخپله یو علوي دی او حکومت یې د دې فرقې د غړو تر ولکې لاندې و.

وروسته له هغه چې په ساحلي ښار جبله کې وسله‌والو د کمین په برید کې ۱۳ امنیتي ځواکونه ووژل، تاوتریخوالی لا زیات شو.

وسله‌وال کسان، چې سُني اسلامپال دولت ته وفادار ګڼل شوي، تورن شوي چې لخ دې برید وروسته یې د غچ اخیستو په توګه په هغو سیمو کې عام وژنې کړې چې ډېری اوسېدونکي یې علویان دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر د راپور له مخې، له برید څلور ورځې وروسته، د ځینو کورنیو ټول غړي، چې ښځې او ماشومان هم پکې وو، وژل شوي دي.

د دغه دفتر ویاند د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې ملګرو ملتونو تر اوسه د ۱۱۱ ملکي کسانو وژل تأیید کړي، خو اټکل کېږي چې د قربانیانو حقیقي شمېره تر دې ډېره لوړه وي.

هغه زیاته کړه چې د ډېرو وژنو بڼه سارايي اعدامونه وو.

په لویه لاره کې مو یو موټر ولید چې په مرمیو سوری سوری دی.

دا نه ده معلومه چې پکې څو کسان وژل شوي یا پر کومې ډلې او فرقې پورې اړه لري.

خو دا تصور کول ګران دي چې څوک به ترې ژوندی وتلی وي.

د نړیوالې لارې امنیت تأمین شوی او د هغه برید نښې پاکې شوې چې د پخواني رژیم د پاتې شونو ځواکونو پورې تړاو ورکړل شوی. له دې وروسته، د علوي فرقې پر غړو د انتقام برید وشول.

خو لا هم لسګونه جسدونه د بوټو ترمنځ او ډله‌ییزو قبرونو کې پراته دي؛ دا هغه صحنې وې چې موږ د سوریې د دفاع وزارت له اړوندو ځواکونو سره د سیمې د ګزمې پر مهال ولیدې.

په غرونو کې پناه اخیستل

امنیتي سرچینو بي‌بي‌سي ته ویلي، د جبله په برید کې ټول هغه کسان نه دي وژل شوي چې اسد ته وفادار وو.

کله چې امنیتي ځواکونو له ټول هېواده اضافي سرتېري راوغوښتل، د اسد پلویانو وکولی شول چې شاوخوا غرونو ته شاتګ وکړي.

محمود الحایک، چې د نوي حکومت د دفاع وزارت سرتېری دی او د لاذقیې شاوخوا بانیاس کې ځای پر ځای شوی، وایي: "هغوی ټول د همدې کلیو اوسېدونکي دي."

هغه زیاته کړه: "هر څوک چې پر دې پله ولاړ و او هر څوک چې په دې پېښو کې لاس یې درلود، د همدې سیمو اوسېدونکي وو. خو اوس هغوی ټول له دې ځایه وتلي دي."

له هغه مې وپوښتل: "خو په لومړني برید کې، هغوی وتوانېدل د بانیاس یوه لویه برخه ونیسي، سمه ده؟"

هغه ځواب راکړ: "دوه لومړنۍ ورځې حالات بیخي ګډوډ وو. سیمه په مطلقه توګه په ګډوډۍ کې وه. خو د خدای شکر دی، موږ بېرته کنټرول ترلاسه کړ. خلک خپلو کورونو ته ستنېدل پیل کړل او اوس ډېر کسان غواړي چې نورو ته هم د بېرته راستنېدو اجازه ورکړل شي."

په دې سیمه کې د ځینو کلیو یوه لنډه ګزمه ښیي چې ډېری کورونه پرېښودل شوي دي.

ددې ځای استوګن چې د فرقه‌ییزو وژنو له وېرې غرونو ته تښتېدلي، یوه اونۍ کېږي چې تر شنه اسمان لاندې ویدېږي.

په بانیاس شاوخوا یو کلي کې، موږ له څو کسانو سره مخ شوو چې په احتیاط خپلو کورونو او دوکانونو ته راستانه شوي وو چې وضعیت وګوري.

وفیق اسماعیل، چې یو علوي دی او په ډېر احتیاط خبرې کوي، وایي هغه په برید کې هلته و، خو حاضر نه دی چې نور جزئیات ورکړي.

هغه وایي: "رښتیا خبره خو دا ده، زه نه پوهېږم چې څه ووایم. زه له دې پېښې سره هېڅ تړاو نه لرم، هېڅ تړاو. قسم په الله... زه دخیل نه وم او هېڅکله به نه یم."

زه هغه ته توضیح ورکوم: "زما هدف دا نه و. د هغه چا په توګه چې دلته وئ، یوازې پوښتم چې څه مو ولیدل؟"

د هغه ځواب د هغه وېرې ښکارندویي کوي: "وروره، ریښتیا دا ده چې زه په هېڅ نه پوهېږم. همدومره... الله دې موږ له شره وساتي."

"نړیواله ساتنه"

په لاذقیه شاوخوا کې، د سوریې امنیتي ځواکونو کنټرول پای ته رسېږي او د روسیې د حمیمم هوايي اډې حدود پیلېږي.

موږ پرته له دې چې له روسانو سره همغږي وکړو، چې د سوریې ۱۳ کلنې کورنۍ جګړې په جریان کې یې د اسد ځواکونو ملاتړ کړی، د هوايي اډې بهرنۍ برخې ته ننوتلو ته بریالي شو.

زموږ معلومات ښيي چې زرګونه علوي کورنیو دې هوايي اډې ته پناه وړې چې د مختلفو سوریایي ډلو له بریدونو خوندي پاتې شي. هغوی په ډېرو سختو شرایطو کې ژوند کوي.

همدلته دلال وایي چې د هغې زوی وژل شوی دی.

دا ځای له وحشتناکو کیسو ډک دی.

ډېرې دې کورنیو خپل عزیزان له لاسه ورکړي دي: یوې زوی، یوې خپل عزیز یوې یې ګاونډی.

یوه بله علوي ښځه موږ ته وایي: "موږ د هغه څه لپاره چې دلته پېښېږي نړیوال ملاتړ ته اړتیا لرو. موږ خپل کورونه پرېښودل، هر څه مو پرېښودل، خپل ژوند مو پرېښود او دلته راغلو."

د تېرې پنجشنبې د ورځې برید او د هغه د فرقه‌ییزو شدت لرونکو پایلو په اړه لږ جزییات خپاره شوي دي.

خو د سوریې موقتي ولسمشر احمد شرع دغه پایلې تایید کړې دي. هغه په تېر دسمبر کې د هغو یاغیانو مشري کوله چې د بشار اسد حکومت یې نسکور کړ.

شرع ژمنه کړې چې د دې بریدونو عاملان، ان که د هغه متحدان هم وي، تعقیب کړي او ویې ویل: "موږ اجازه نه ورکوو چې هېڅ وینه په ناحقه توی شي".

که څه هم، لږ کسان باور لري چې هغه ټپونه چې دې پېښو د سوریې په ټپي شوې څېرې کې پرېښي دي، په دومره ساده توګه به ورغول شي.