سي آی اې: هغه اټکلونه ناسم وختل، چې افغانستان به د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د ترهګريزو بریدونو لپاره وکارېږي

له افغانستانه د وروستي امریکايي سرتېري د وتلو د درېیمې کلیزې د پوره کېدو په مناسبت د امریکا د مرکزي استخباراتو د ادارې یا سي آی اې مرستیال ویلي هغه خبرداري ناسم وختل چې افغانستان به د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته په نړۍ کې د ترهګريزو بریدونو لپاره وکارېږي.

د امریکا د مرکزي استخباراتو یا سي آی اې مرستیال ډېوېډ کوهن د پارلمان د ځینو غړو او کارپوهانو هغو خبرداریو ته په اشارې چې له افغانستانه د ټولو امریکايي ځواکونو د ایستلو په اړه د ولسمشر بایډن پرېکړه به په دغه هېواد کې د ترهګرو ډلو راپورته کېدو ته لاره پرانیزي ویلي چې دا اټکلونه سم راونه ختل.

ښاغلي کوهن زیاته کړې چې واشنګټن د خپل ملي امنیت لومړيتوب په وروستیو کلونو کې چین او روسیې ته ګرځولی خو له ترهګرۍ سره مبارزه يې هم داسې ماموریت بللی چې د دغه هېواد استخباراتي ادارې نه غواړي ماتې پکې وخوري او سرچينې يې ورته ګوښې کړې.

هغه په ۲۰۲۲ کال کې په کابل کې د القاعدې د مشر ایمن الظهواري وژل کېدل هم د ترهګرۍ پر ضد د روانو عملیاتو د بري بېلګه بللې. هغه زیاته کړې چې سي آی اې له طالبانو سره په اړیکه کې ده او دغې ډلې ته وریادوي چې افغانستان باید بیا په بهر کې د ترهګریزو بریدونو لپاره ونه کارېږي.

هغه زیاته کړې چې موږ دا ټوله موده له طالبانو سره له بېلو لارو په تماس کې یو او هغوی د القاعدې او داعش خلاف هم ګامونه اوچت کړي. هغه دا هم ویلي چې که څه هم ماموریت لا بشپړ نه دی خو د دغه هېواد په اړه له وړاندې شوي اټکلونه ناسم را وختل.

هغه داعش او د دغې ډلې د افغانستان څانګه یا داعش خراسان د ترهګرۍ تر ټولو مخکښ ګواښ یاد کړی.

بلخوا د امریکا د پارلمان د بهرنیو اړیکو جرګه‌ګۍ مشر مایکل مک‌کال له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو د درېیمې کلیزې په مناسبت اعلامیه کې ویلي چې د اګست په دېرشمه له کابل هوايي ډګره وروستۍ امریکايي الوتنې افغانستان یو وار بیا د ترهګرو لپاره په خوندي ځای بدلېدو ته پرېښود چېرې چې ښځې د طالبانو تر ځپونکي واک لاندې ژوند کوي. هغه دغه راز زیاته کړې چې دغې له ګډوډۍ ډکې وتنې د همېش لپاره د امریکا باور ته زیان واړاوه او چین، روسیه او ایران يې زړور کړل.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ماموریت د ۲۰۲۱ کال د اګست د دېرشمې شپې ناوخته او د یو دېرشمې ورځې سهار وختي پای ته رسېدلی و.

د ۲۰۲۱ کال د اګسټ میاشتې په ۳۰مه نیمه شپه د جنرال کریس دوناهیو په نامه وروستی امریکايي سرتېری سي ۱۷ باري الوتکې ته وخوت او په منځني ختیځ کې د امریکايي ځواکونو مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال فرانک مککینزي یې د عکس په خپرولو په افغانستان کې د خپل حضور پای اعلان کړ.