پاکستان کې د ایم پاکس یا 'بیزو چیچک' ناروغۍ لومړنۍ پېښه تائید شوه

د عکس سرچینه، Reuters
له هغه وروسته چې د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو ایچ او) ایم پاکس یا د بیزو چیچک نومې ناروغي په نړیواله کچه د عامې روغتیا لپاره یو خطر وبلله، پاکستان کې د عامې روغتیا مسوولینو پر دې ناروغۍ د یوه کس اخته کېدل تائید کړي دي.
د پاکستان عامې روغتیا فدرالي ادارې یوه ویندوی ویلي، هغه کس چې روانه اونۍ یې ایم پاکس ناروغي تائید شوې، د خیبر پښتونخوا د مردان اوسېدونکی دی، چې له خلیجي هېوادونو بېرته پاکستان ته ستون شوی و.
خو تر اوسه معلومه نه ده، چې یاد ناروغ د ایم پاکس په کوم ډول اخته شوی او ایا دا هغه بڼه ده، چې پرون پنجشنبه لومړی ځل له افریقا بهر په سویډن کې پرې د یوه کس اخته کېدل تائید شول.
د پاکستان عامې روغتیا وزارت ویندوی په دې هکله وویل: ''د هغو کسانو لټون پیل شوی، چې له ناروغ سره یې اړیکه درلوده او د نورو خلکو روغتیايي معاینات هم ترلاسه کېږي.''
په خیبر پښتونخوا کې د عامې روغتیا مشر ارشاد روغانی وايي، په صوبه کې داسې درې ناروغان تائید شوي، چې په ایم پوکس اخته دي، خو په خبره یې دوه کسان داسې دي، چې له مخکې په دې ناروغۍ اخته وو او روانه اونۍ یوازې د یوه کس د ناروغۍ تائید شوی دی.
ښاغلی روغانی وايي، پر دې ناروغۍ د اخته کسانو لپاره په روغتون کې ځانګړې برخه چمتو کېږي. د یادونې ده، چې پاکستان کې مخکې هم په دې ناروغۍ اخته کسان په روغتونونو کې بستري شوي وو.
د پنجشنبې پر ورځ د پاکستان عامې روغتیا وزارت د دې ناروغۍ په هکله د مشورو یو بیان هم خپور کړ، چې پکې ویل شوي وو ''په هوايي ډګرونو کې او د لویو لارو په سرونو به د سکریننګ یا معایناتو نظام نور هم زیات فعال کړل شي.''
د عامې روغتیا په چارو کې د پاکستاني لومړي وزیر لپاره د همغږۍ سلاکار ډاکتر مختار احمد بھرتھ وايي، فدرالي روغتونونو ته د چمتوالي تدبیرونو زیاتولو لارښوونه شوې او د عامې روغتیا وزارت او د پولو په اوږدو کې د روغتیايي خدمتونو ادارې د هر ډول وضعیت لپاره د تیارسئ په حال کې دي.
د یادونې ده، چې د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو ایچ او) د افریقا په ځینو برخو کې د ایم پاکس وبا په نړیواله کچه د اندېښنې وړ او د عامې روغتیا لپاره یو خطر بللی دی.
له افریقا بهر د لومړني ناروغ ثبت کېدل

د عکس سرچینه، REUTERS/Arlette Bashizi
له دې مخکې پرون پنجشنبه په سویډن کې د عامې روغتیا چارواکو وویل، په دغه هېواد کې یې پر ایمپاکس نومې ناروغۍ د اخته لومړني کس نوم او معلومات ثبت کړي.
دا د ایمپاکس پر خطرناکه بڼه لومړنی اخته کس دی، چې له افریقا بهر موندل کېږي.
دا اداره وايي، هغه کس چې پر دې ناروغۍ اخته شوی، د افریقا په یوه داسې سیمه کې اوسېدلی، چې اوسمهال پکې د ایم پاکس کلېډ-۱ په نامه دا ناروغي په وبايي بڼه خپره شوې ده.
په سویډن کې د ایم پاکس دا مثبته پېښه له هغه ایله څو ساعته وروسته مخې ته راځي، چې د روغتیا نړیوال سازمان وویل، په افریقا کې دا خپره شوې ناروغي اوس په نړیواله کچه د روغتیا بېړنۍ اندېښنه ده.
د ایمپاکس له کبله په کانګو دیموکراتیک جمهوریت کې نژدې ۴۵۰ کسان مړه شوي او دا ناروغي د افریقا مرکزي او ختیزو برخو ته هم رسېدلې ده.
دا ناروغي چې مخکې د منکيپاکس نوم هم ورکړل شوی و، خورا په چټکۍ سره خپرېږي او ایمپوکس بیا د منکي پوکس ویروس له کبله پیدا کېږي.
دا ویروس د (کوي) ویروسونو له ډلې دی، چې د پخوانیو بڼو پرتله لږ خطرناک بلل کېږي.
دغه ډول ویروس لومړی ځل له څارویو انسانانو ته لېږدېدلی و، خو اوس له یوه انسانه بل ته هم انتقالېږي.
دا ویروس د جنسي اړیکې، له یوه بل سره د بدن پوټکي لګېدو او یا له ډېر نژدې د خبرو کولو او ساه اخیستلو له کبله د انسانانو تر منځ له یوه بل کس ته تلی شي.
د والګي غوندې نښې او پر پوټکي دانې د دې ناروغۍ نښې شوې، چې ځینو ناروغانو ته خورا سختېدای هم شي او د متخصصانو په وینا په ۱۰۰ ناروغانو کې یې د مړینې کچه څلورو تنو ته رسېدلای شي.
د لوېدیزې او مرکزي افریقا په لمدو ځنګلي سیمو کې دا ناروغي ډېره معمول ده او هر کال پرې زرګونه کسان اخته کېږي.
همدا اوس په بېلابېلو سیمو کې د دې ناروغۍ وبايي بڼه خپره ده، چې ډېره جدي یې د کلېډ-۱بي په نامه هغه ده، چې د تېر کال په سپتمبر کې وپېژندل شوه.
د کلېډ- ۲ په نامه د دې ناروغۍ بله بڼه په ۲۰۲۲ کال هم سویډن کې په وبايي بڼه خپره شوې وه، خو هغه بڼه یې په نسبي توګه نرمه وه او په سویډن کې پرې ۳۰۰ کسان اخته شوي وو.

د عکس سرچینه، Getty Images
د سویډن عامې روغتیا ادارې مسوولین وايي، کلېډ- ۱ معمولاً په کورونو کې د کورنۍ غړو تر منځ خپرېږي، چې ماشومان یې ژر ښکار کېدای شي.
خو نرمه بڼه یې بیا په عام ډول د جنسي اړیکو له لارې له یوه انسانه بل ته لېږدي.
بل لور د ملګرو ملتونو روغتیا سازمان چارواکي هیله من دي، چې په نړیواله کچه د روغتیايي اندېښنې په توګه د دې ناروغۍ اعلانول به له هغو سیمو سره زیاته مرسته وکړي، چې له دې ناروغۍ ډېرې اغېزمنې شوې دي.
که څه هم د هغو کسانو لپاره چې د اغېزمن کېدو احتمالي خطر یې زیات وي، یا له اغېزمن کس سره نژدې اړیکه کې وي، د دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره واکسین شته، خو ډېری ماهرین اندېښمن دي، چې دغه واکسین لږ دي او تر هغو کسانو پورې یې د رسولو لپاره کافي پانګه هم نشته، چې تر هر چا زیاته اړتیا ورته لري.











