د کابل-هلمند پر لار د مسافر وړونکي بس چپه کېدو له امله ۲۵ کسان مړه شوي

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت تایید کړې چې تېره شپه ناوخته (اګست ۲۷مه) د کابل ښار ته نژدې د ارغندۍ چوک په سیمه کې یو مسافر وړونکی بس چپه شوی، چې له امله یې لږ تر لږه ۲۵ تنه مړه او ۲۷ نور ټپیان شوي دي.

پېښه څنګه شوې؟

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي، دا پېښه د یوه ټرانسپورټي شرکت د بس چلوونکي د ''بې احتیاطۍ'' له امله رامنځته شوې.

نوموړی زیاتوي، پېښه هغه مهال وشوه چې بس له هلمند ولایت څخه کابل ته روان و، لومړی له سړک څخه ووت او وروسته چپه شو.

ښاغلی قانع زیاتوي، پولیس او مرستندویان ''ژرترژره'' سیمې ته رسېدلي، ټپیان یې د میدان ښار او کابل روغتونونو ته انتقال کړي دي.

تر دې دمه نور رسمي جزئیات نه دي خپاره شوي، خو چارواکو ویلي چې "له ارزونې وروسته" به نور معلومات شریک شي.

د لویو لارو خطرناک وضعیت

دا پېښه د کابل-کندهار-هرات پر لویه لاره رامنځته شوې، چې له وړاندې هم د خونړیو ترافیکي پېښو شاهده پاتې شوې.

د ترافیکو ریاست د پلان رئیس عبدالودود خیرخواه وايي، د افغانستان لویې لارې ترانزیتي نه دي او د خونديتابه اصولو پر اساس نه دي جوړې شوې.

نوموړی زیاتوي: "دا اطرافي سړکونه دي، تخنیکي ستونزې لري، معیارونه نه لري، او د پېښو اصلي لاملونه ګڼل کېږي."

د ترافیکي پېښو دوام

تېره ورځ (اګست ۲۶) په بلخ او بدخشان کې د ترافیکي پېښو له امله شپږ تنه وژل شوي او اته نور ټپیان شوي وو.

له دې مخکې د روانې میاشتې (اګست ۱۹مه) په یوه بله خونړۍ پېښه کې د اسلام‌کلا او هرات ترمنځ نږدې ۷۰ تنه وژل شوي وو، چې ډېری یې له ایرانه ستانه شوي کډوال وو.

د پېښو اصلي عوامل

د موټر چلوونکو بې احتیاطي، غیرقانوني سندونه، لوړ سرعت، د مخدره توکو استعمال، او د ګرځنده تیلیفون کارول د پېښو اصلي عوامل بلل شوي.

برسېره پر دې، د سړکونو خراب حالت، د ترافیکي نښو نشتوالی، او د قوانینو نه مراعات هم د پېښو په زیاتوالي کې مهم رول لري.

اندېښنې

د افغانستان د روغتیا وزارت په خپلو تېرو کلنیو رپوټونو کې ویلي، چې تر جګړو وروسته تر ټولو ډېره مرګ‌ژوبله په هېواد کې د ترافیکي پېښو له امله رامنځته کېږي.