هند وایی پر پاکستان او تر ولکې لاندې کشمیر یې بریدونه کړي

هند ویلي، پاکستان او د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې یې نهه سیمې په نښه کړي دي.

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف جیو نیوز ټلویزوني شبکې ته ویلي هند د پاکستان او کشمېر پر درې ولسي سیمو توغندیز بریدونه کړي. نوموړي هغه رپوټونه رد کړي چې هند ویلي د ' ترهګرو مرکزونه' یې په نښه کړي دي.

د پاکستان پوځ ویلي، د هند په بریدونه کې ووه ولسي کسان د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر او یو ماشوم د پاکستان په بهاولپور کې وژل شوي دي.

د پاکستان د پوځ ویاند وايي ۱۲ نور ولسي کسان په دغو بریدونو کې ټپیان شوي دي.

د پاکستان د پوځ ویاند له جیو نیوز سره خبرو کې ویلي، یو ماشوم د یوه نړیدلي کور ویجاړیو کې بند پاتې دی.

لږ وړاندې د هند پوځ وویل، پاکستان د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې په ځینو سیمو ډزې کړي.

ځايي اوسېدونکو ویلي څو ځایه یې د چاودنو غږونه اورېدلي.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف یوه وینا پاڼه کې ویلي: "خاین دوښمن په پاکستان کې په پنځو ځایونو باندې بزدلانه بریدونه کړي دي. د تیري دا ناوړه عمل به یې بې سزا پاتې نشي.

هغه زیاته کړې"پاکستان د هند د دې بې دلیله برید پر وړاندې د پرېکنده ځواب ورکولو بشپړ حق لر. "

هندي چارواکو د بریدونو په اړه ډېر جزیات نه دي خپاره کړي.

دا ګزارونه د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د اپرېل پر ۲۲مه د هغه برید ځواب کې کېږي چې ۲۶ تنه په کې ووژل شول. وژل شویو کې ډېر ګرځندویان وو.

پاکستان دغه برید کې لاس لرل رد کړي خو هند له هغه وروسته د پاکستان او پر وړاندې یو لړ اقدامات کړي او ګواښنه یې کړي چې د دغه برید غچ به اخلي.

ملګرو ملتونو پر دواړو خواوو د کرارۍ غږ کړی.