د ۲۰۲۴ کال د کرېکټ شل اوریز نړیوال جام؛ د افغانستان سیالۍ او ګډونوالې لوبډلې

افغان لوبډله

د عکس سرچینه، ACB

    • Author, نورګل شفق
    • دنده, بي‌بي‌سي پښتو ډيجيټل

د ۲۰۲۴ کال د نارینه‌و د کرېکټ شل اوریز نړیوال جام سیالۍ دا ځل د ویسټ انډيز او امریکا په کوربه‌توب کېږي. ټولټال ۵۵ لوبې یا مېچونه به پکې ترسره کېږي.

دا دT20 یا شل اوریزه نړیوالو لوبو جام دی چې له ODI یا د یو ورځنیو پنځوس اوریز جام سره توپير لري چې څه موده مخکې په هند کې ترسره شو.

ټاکل شوې د ۲۰۲۴ د کرېکټ شل اوریز نړیوال جام سیالۍ د راروانې جون میاشتې پر دویمه یعني د غبرګولي پر ۱۳مه پیل او د جون تر ۲۹مې دوام وکړي چې د چنګاښ ۹مه نېټه کېږي. د یادونې ده چې د دغو لوبو د یوه کوربه هېواد امریکا د وخت له مخې د لومړۍ لوبې نېټه د جون لومړۍ کېږي.

د دغو سیالیو پرانېست‌لوبه د جون پر ۲مه د امریکا او کاناډا تر منځ ده او افغانستان پکې خپله لومړۍ لوبه د دې میاشتې پر ۴مه نېټه له یوګانډا سره کوي.

شل لوبډلې

د نارینه‌و کرېکټ شل اوریز نړیوال جام په تاریخ کې دا لومړی ځل دی چې ټولټال شل لوبډلې ګډون پکې کوي.

ټول ټیمونه پر څلورو ګروپونو وېشل شوي او په هره ډله کې پنځه لوبډلې دي.

شل لوبډلې

د عکس سرچینه، Getty Images

  • ګروپ A: کاناډا، هند، ایرلېنډ، پاکستان او امریکا
  • ګروپ B: اسټرالیا، انګلېنډ، نمیبیا، عمان او سکاټلېنډ
  • ګروپ C: افغانستان، نیوزیلنډ، پاپاو نیوګېني، یوګانډا او وېسټ انډيز
  • ګروپ D: بنګله دېش، جنوبي افریقا، شريلنکا، نیپال او نیدرلېنډز

د افغانستان لوبې کله او له چا سره دي؟

د شل اوریزو نړیوالو لوبو د اصولو له مخې د دې لوبو په لومړي پړاو کې هره لوبډله د خپل ګروپ له نورو څلورو لوبډلو سره یوه یوه لوبه کوي.

افغانستان هم په دې پړاو کې له څلورو بېلابېلو لوبډلو سره سیالۍ لري.

لوبې

د عکس سرچینه، Getty Images

  • د افغانستان لومړۍ لوبه د جون میاشتې پر دویمه له یوګانډا سره ده
  • دویمه یې د جون پر اتمه له نيوزیلنډ سره
  • درېیمه پر ۱۴مه نېټه له پاپ اونیوګېني یا پي‌اېن‌جي سره ده
  • او څلورمه لوبه به د جون میاشتې پر ۱۸مه له ویسټ انډيز سره کوي

په دې سیالیو کې له نیوزیلنډ او ویسټ انډیز سره د افغانستان لوبې سختې او ننګونکې بلل کېږي. ځکه چې ویسټ انډيز دوه ځلې دا جام ګټلی او نیوزیلنډ هم پیاوړې لوبډله ده.

افغان ملي لوبډله که په دې پړاو کې درې لوبې وګټي او یا که د ګروپ له نورو لوبډلو سره یو شان لوبې وګټي خو د افغانستان رن رېټ ترې ښه وي نو بل پړاو ته وتلی شي.

غوره اته یا Super 8 لوبډلې

اته غوره لوبډلې

د عکس سرچینه، Getty Images

د ۲۰۲۴ کال د نارینه‌و کرېکټ شل اوریزو نړیوالو لوبو جام د لومړي پړاو د هر ګروپ دوه غوره لوبډلې به بل پړاو ته وځي چې غوره اته یا Super 8 بلل کېږي.

دا اته لوبډلې به بېرته پر دوو ګروپونو وېشل کېږي او سیالۍ به سره کوي. دواړو ګروپونو نه به دوه غوره یعني څلور لوبډلې نیمه پایلوبو ته وځي.

له دوی به بیا د دغه شل اوریز نړیوال جام وروستي پړاو یعني پایلوبې ته دوه غوره لوبډلې لار مومي.

دا دوه لوبډلې به د جون پر ۲۹مه نېټه د ویست انډیز د بارباډوس سیمې په (د اوول) لوبغالي کې د ۲۰۲۴ کال د کرېکټ شل اوریز نړیوال جام اتلولۍ لپاره سیالي سره کوي.

د کرېکټ شل اوریز نړیوال جام پیل

لوبډلې

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د تېر ۲۰۲۲ جام اتلولي انګلنډ خپله کړې چې اوس به یې دفاع کوي.

د نارینه‌و کرېکټ شل اوریز نړیوال جام له ۲۰۰۷ راهیسې پیل شوی او دا یې نهم ځل سیالۍ دي.

د تېر ۲۰۲۲ جام اتلولي انګلنډ خپله کړې چې اوس به یې دفاع کوي.

افغانستان لومړی وار په ۲۰۱۰کال کې ګډون پکې کړی او سږ یې اووم ځل دی.

وکتل شي چې دا ځل افغان لوبډله تر کوم پړاوه مخکې پکې ځي او سږ کال دا جام کوم هېواد ورسره وړي.