کرېکټ نړیوال جام: له عمان سره د افغانستان لومړنۍ تمریناتي لوبه بې پایلې ختمه شوه

د عکس سرچینه، afghanistan cricket board
- Author, نور محمد سعید
- دنده, بي بي سي
د افغانستان او عمان تر منځ د ټرینیډاد او توباګو په پورټ اف سپېن لوبغالي کې د کرېکټ شل اوریزو نړیوال جام لومړنۍ تمریناتي لوبه د باران له کبله بې پایلې لغو شوه.
د نننۍ لوبې پچه افغانستان وګټله او عمان ته یې د توپ وهنې یا بېټینګ بلنه ورکړه. عمان لوبډلې د ټولو ۲۰ اورونو له لوبې وروسته درې وېکټې له لاسه ورکړې، ۱۵۴ منډې یې وکړې او افغان لوبډلې ته یې د ۱۵۵ منډو هدف وټاکه.
کاشیپ پراجاپاتي د اومان لومړنی لوبغاړی و، چې د ۳۵ منډو له جوړولو وروسته رن اوټ وسوځېد. پراتیک اتهاوالي دویم لوبغاړی و، چې د ۱۵ منډو له جوړولو وروسته یې وېکټه عظمت الله عمرزي ترلاسه کړه.
د عمان لوبډلمشر عاقب الیاس تر ټولو ډېرې ۶۶ ناسوځېدلې منډې وکړې. ذیشان مقصود هم ۳۵ منډې وکړې او د نوین الحق په توپ ایل، بي، ډبلیو وسوځېد.
د پرلپسې باران له کبله افغان لوبډله و نه توانېده خپله پاڼۍ پیل کړي او لوبه بې پایلې لغو اعلان شوه.
عظمت الله عمرزی، ګلبدین نائب، فضل حق فاروقي، ابراهیم ځدراڼ، کریم جنت، محمد اسحاق، محمد نبي، نجیب الله ځدراڼ، ننګیال خروټی، نور احمد، نوین الحق او فرید احمد نن د افغانستان لپاره د راشد خان په مشرتابه لوبه کوله.

د عکس سرچینه، afghanistan cricket board
مهران خان، محمد اسحاق، محمد ندیم، ایان خان، رفیع الله، شکیل احمد، خالد کیل، فیاض بټ، نسیم خوشي، کاشیپ پراجاپاتي، پراتیک اتهاوالي، ذیشان مقصود بیا د عاقب الیاس په مشرتابه د عمان سلطنت لپاره لوبه کوله.
نننۍ لوبه د افغانستان لپاره لومړنۍ تمریناتي لوبه وه. افغانستان به له سکاټلنډ سره خپله دویمه تمریناتي لوبه د مې پر ۳۱مه په همدې پورټ اف سپېن کې کوي او افغانستان به په ګروپ سیالیو کې د جون میاشتې پر څلورمه نېټه له یوګانډا سره خپله لومړنۍ لوبه په پروویډنس یا ګیانا ملي لوبغالي کې کوي.











