۲۰۲۴ شل اوریز نړیوال جام؛ د افغان لوبغاړو په اړه څومره پوهېږئ؟

Cricket

د عکس سرچینه، ACB

د عکس تشریح، ۲۰۲۴ نړیوال شل اوریز جام ته اعلان شوې افغان لوبډله
    • Author, راصد ځواک
    • دنده, بي‌بي‌سي

د افغانستان کرېکټ بورډ لخوا راتلونکي شل اوریز نړیوال جام ته په اعلان شوې ۱۵ کسیزه لوبډله کې د لوبډلمشر راشد خان به ګډون ۶ الرونډران،‌ ۴ توپوهونکي او ۵ توپ اچوونکي دي.

لوبډلې سره همدا راز درې احتیاطي لوبغاړي‌ هم مله دي چې دوه پکې کیڼ لاسي توپ وهونکي او یو ښي لاسی چټک توپ‌ اچوونکی دی.

دلته مو د دغو لوبغاړو او په ځانګړې توګه شل اوریز کرېکټ کې د دوی مخینې او تجربو په اړه لنډ مالومات راټول کړي دي.‌

پیل د توپ وهنې له برخې کوو.

۱- توپ وهونکي‌

رحمان الله ګوربز:

ګربز

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، رحمان‌الله ګوربز

۲۲ کلن رحمان‌الله ګوربز د افغانستان ملي لوبډلې ښي لاسی پرانیستونکی (د پیل توپوهونکی) او وېکټ ساتونکی دی.

دی ملي لوبډلې ته له راتګ مخکې اوږده موده له ۱۹ کلنو د کم عمرو لوبډله کې لوبېده. ګوربز د خپلې چټکې او زړورې لوبې او همدا راز د میدان هره خوا د شاټ وهلو وړتیا له کبله مشهور دی. ډېر یې له همدې کبله د سویلي افریقا له پېژندل شوي ستوري "اې‌بي‌ ډې وېلیر" سره پرتله کوي.

دی د افغانستان یوازنی توپ وهونکي دی چې د نړۍ تر ټولو ستر سوداګریز لیګ (ای‌پي‌اېل) ته یې لار کړې او سږکال یې لوبډلې (کلکته نایټرایډرز) د دغه لیګ اتلولي هم وګټله.

رحمان‌الله ګوربز افغانستان لپاره لومړۍ نړیواله شل اوریزه لوبه د ۲۰۱۹ کال سپتمبر په میرپور کې د زمبابوې خلاف کړې ده.

تر اوسه یې افغانستان لپاره په ۵۵ نړیوالو شل اوریزو لوبو کې د یوې سلیزې او ۷ نیمه سلیزو په مټ څه باندې ۱۳۸ سټرایک رېټ سره ۱۳۷۶ منډې کړې دي.‌

نړیوالو شل اوریزو لوبو کې یې د منډو اوسط څه باندې ۲۵ او یوه لوبه کې تر ټولو ډېرې منډې ۱۰۰ دي.

هغه په دغو لوبو کې ۷۹ شپږېزې وهلې، ۲۹ کېچونه یې نیولي او ۴ لوبغاړي یې سټمپډ اوټ کړي دي.

ابراهیم ځدراڼ:

خدران

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ابراهیم ځدراڼ

ابراهیم ځدران ۲۲ کلن او ښي لاسی پرانیستونکی توپ وهونکی دی.

دی هم د افغانستان اوسنۍ لوبډلې د ګڼو نورو لوبغاړو په څېر له کوچني عمره کرېکټ سره بوخت پاتې شوی او ملي لوبډلې ته له راتګ مخکې کلونه کلونه له ۱۹ کلنو د کم عمره ځوانانو په لوبډله کې لوبېدلی دی.

د افغانستان لپاره یې لومړۍ نړیواله شل اوریزه لوبه د ۲۰۱۹ نومبر د هند لکناو کې د وېسټ اېنډیز خلاف کړې ده.

تر اوسه یې ۳۶ سیالیو کې د څه باندې ۲۹ منډو په اوسط او ۱۰۷ سټرایک رېټ سره ۸۷۴ منډې کړې.

ده نړیوالو شل اوریزو لوبو کې شپږ نیمه سلیزې کړې او ۷۲ ناسوځېدلې منډې یې له ټولو ډېرې دي.

ابراهیم ځدراڼ په دغو لوبو کې ۲۰ شپږېزې وهلې او ۱۵ کېچونه یې نیولي دي.

نجیب‌الله ځدراڼ:‌

نجیب

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، نجیب‌الله ځدراڼ

نجیب‌الله ځدراڼ ۳۱ کلن او د مېډل ارډر چټک کیڼ لاسی توپ وهونکی دی. دی په ښي لاس اف‌بریک توپ اچونه هم کولی شي.

نجیب‌الله ځدراڼ د افغانستان ملي لوبډلې لپاره د ډېرو لوبېدلو لوبغاړو له ډلې دي.‌

لومړۍ نړیواله شل اوریزه لوبه یې د ۲۰۱۲ کال سپتمبر کولمبو کې د هند خلاف کړې - له هغې راوروسته تر اوسه په ۱۰۲ نړیوالو شل اوریزو لوبو کې لوبېدلی او په ۹۱ پاڼیو کې یې توپ وهنه کړې ده.‌

ده د څه باندې دېرش منډو په اوسط او له ۱۳۸ لوړ سټرایک رېټ سره ۱۸۰۸ منډې جوړې کړې.

نجیب‌الله ځدراڼ نړیوال شل اوریز کرېکټ کې ۸ نیمه سلیزې کړې او ۷۳ یې یوه لوبه کې تر ټولو ډېرې منډې دي.

نوموړي په دغو سیالیو کې ۹۵ شپږېزې وهلې او ۴۳ کېچونه یې نیولي دي.‌

محمد اسحاق شېرزاد:

شیرزاد

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، محمد اسحاق

دی ۱۹ کلن او همدا روان کال د افغانستان ملي لوبډلې سره یو ځای شوی دی.‌

محمد اسحاق په بېلابېلو کورنیو لیګونو او له ۱۹ کلنو د کم عمره ځوانانو په لوبډله کې هم لوبېدلی.

دی پر ښي لاس توپوهنې سربېره د وېکټ ساتنې رول هم ترسره کوي.

لومړۍ نړیواله شل اوریزه لوبه یې د روان ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ ۲۱مه دمبولا کې د کوربه شري‌لنکا خلاف وکړه.

تر دې دمه یې ټولې څلور نړیوالې شل اوریزې لوبې کړې او د نږدې ۲۳ منډو په اوسط یې ۷۵ منډې جوړې کړې دي.

۲- الرونډران

محمد نبي:

نبي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، محمد نبي عیسی‌خېل

د کرېکټ نړۍ کې پر ولسمشر (پرزېډېنټ) مشهور محمد نبي عیسی‌خېل نړیوال جام لپاره د افغانستان په اعلان شوې لوبډله کې تر ټولو باتجربه او ډېر لوبېدلی دی.

دی د ای‌پي‌اېل او بېګ‌باش په ګډون د نړۍ بېلابېلو سترو سوداګریزو لیګونو او کلبونو کې د لوبېدو تجربه او ټوله نړۍ کې ګڼ منیوال لري. نوموړی له تېرو څو کلونو راهیسې د کرېکټ نړیوالې شورا (ای‌سي‌سي) لخوا د نړۍ د غوره الرونډرانو د اعلانېدونکي نوملړ د سر په لوبغاړو کې راځي.

محمد نبي ۳۹ کلن او د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې له لومړنیو لوبغاړو دی. نوموړي د دوه زره لسم، دوه زره دولسم او شپاړسم کال نړیوال شل اوریز جام ته د افغان لوبډلې په رسولو کې پام وړ ونډه او رول درلود.

دی د افغانستان ملي لوبډلې کپتان هم پاتې شوی. په ښي لاس بریدګره توپوهنه او اف‌برېک توپ اچونه کوي.

افغانستان لپاره یې د ۱۲۱ نړیوالو شل اوریزو لوبو په ۱۱۳ پاڼیو کې د ۶ نیمه سلیزو په مټ ۲۱۰۹ منډې کړې او ۹۳ لوبغاړي یې سوځولي‌ دي.

۸۹ یې په یوه سیالۍ کې تر ټولو ډېرې منډې او د لسو منډو بدل کې د څلورو لوبغاړو سوځول یې د بالېنګ تر ټولو غوره لاسته راوړنه ده.

محمد نبي لومړنۍ نړیواله شل اوریزه لوبه د ۲۰۱۰ کال د فبرورۍ په لومړۍ نېټه کولمبو کې د اېرلنډ خلاف کړې ده.

هغه نړیوالو شل اوریزو لوبو کې ۶۴ کېچونه نیولي‌ او ۱۰۷ شپږېزې وهلې دي.

راشد خان:

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، راشد خان

د ۲۰۲۴ کال نړیوال شل اوریز جام کې د افغانستان ملي لوبډلې لوبډلمشر راشد خان د کرېکټ او په ځانګړې توګه د شل اوریز کرېکټ د نړۍ ځلانده ستوری او پېژندل شوی نوم دی.

دی اوس ۲۵ کلن دی، خو د ۲۰۱۵ کال اکتوبر کې لا ۱۷کلن تنکی زلمی و چې افغانستان لپاره یې د زمبابوې خلاف لومړنۍ نړیواله شل اوریزه لوبه وکړه.

راشد خان په ډېر کم عمر او لنډه موده کې د خپلې کم‌سارې وړتیا له کبله د نړۍ لروبر وپېژندل شو.

دی پر نړیوال کرېکټ ورهاخوا په بېلابېلو سترو سوداګریزو لیګونو کې لوبېدلی او په وار وار یې خپلې لوبډلې بریا ته رسولې دي.

نوموړی د خپل دقیق او خطرناک ګوګلي بال له کبله پېژندل کېږي.

راشد خان تر دې دمه افغانستان لپاره ۸۵ نړیوالې شل اوریزې لوبې کړې او ۱۳۸ لوبغاړي یې سوځولي دي.

د ۳ منډو بدل کې د ۵ لوبغاړو سوځول یې تر ټولو پام وړ لاسته راوړنه ده. هغه ۴۸ لوبو کې توپوهنه کړې او ۴۰۳ منډې یې کړې، چې ۴۸ پکې له ټولو ډېرې دي.

تر ټولو کمو (۵۳) نړیوالو شل اوریزو لوبو کې سلو وېکټو ته د ځان رسولو په ګډون ځینې ریکاډونه هم د راشد خان په نوم ثبت دي.

کریم جنت:

کریم جنت

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، کریم جنت

کریم جنت ښي لاسی بالېنګ الرونډر دی. په ښي لاس بټنګ هم کوي. دی ۲۶ کلنۍ ته په نږدې کېدو دی.

افغانستان لپاره یې ۵۹ نړیوالې شل اوریزې لوبې کړې، په ۴۸ سیالیو کې یې توپ اچونه کړې او ۴۲ لوبغاړي یې سوځولي دي.

د ۱۱ منډو بدل کې یې د ۵ لوبغاړو سوځول تر دې دمه له ټولو ښه لاسته راوړنه ده.

په ۴۲ لوبو کې یې بټنګ کړی او د ۳ نیمه سلیزو په مټ یې ۵۹۴ منډې کړې.

نوموړي لومړۍ نړیواله شل اوریزه لوبه د ۲۰۱۶ کال د ډسمبر ۱۴مه دوبۍ کې د متحدو عربي اماراتو خلاف کړې.

کریم جنت د کرېکټ په بېلابېلو کورنیو او بهرنیو لیګونو کې هم لوبېدلی او په وار وار ښه ځلېدلی دی.

همدا تېره میاشت یې د افغانستان د قوش‌تپي ملي شل اوریز جام پایلوبه کې خپلې لوبډلې (بند امیر) لپاره په توپ وهنه کې سلیزه وکړه او په توپ اچونه کې یې د مس عینک زون ۴ لوبغاړي وسوځول.

ګلبدین نایب:

کرېکټ‌

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ګلبدین نایب پر کرېکټ سربېره د بدن جوړو سپورت هم کوي‌

دی د همدغه جون پر ۴مه چې شل اوریز نړیوال جام کې د افغانستان لومړۍ لوبه ده، ۳۳ کلن کېږي.

کلبدین نایب ۲۰۰۸ کال کې د پنځم ډوېژن سیالیو ګټلو پر مهال د افغانستان ملي لوبډله کې تر ټولو ځوان لوبغاړی و.

نوموړی په لوبډله کې د بټنګ الرونډور رول لوبوي.‌ په ښي لاس توپوهنه او توپ اچونه کوي.

ده افغانستان لپاره لومړۍ نړیواله شل اوریزه لوبه د ۲۰۱۲ کال د مارچ پر ۱۴مه دوبۍ کې د نیدرلنډز خلاف کړې.

له هغې راوروسته په ۶۵ نړیوالو شل اوریزو لوبو کې لوبېدلی دی. ۵۴ سیالیو کې یې توپوهنه کړې او د دریو نیمه سلیزو په مټ یې له نږدې ۱۲۵ سټرایک رېټ سره ۸۰۷ منډې کړې دي.

۴۰ سیالیو کې یې بالېنګ کړی او ۲۶ لوبغاړی یې سوځولي‌ دي.

د ۲۸ منډو بدل کې د ۳ لوبغاړو سوځول یې بالېنګ کې تر ټولو ښه لاسته راوړنه ده.

ګلبدین نایب پر کرېکټ سربېره د بدن جوړولو ورزش (باډي بېلډنګ) هم کوي.

عظمت الله عمرزی:

عمرزی

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، عظمت‌آلله عمرزی

دی ۲۴ کلن دی. ښي‌لاسی بټسمن دی او په ښی لاس میډیم فسټ بال غورځوي.‌ د افغانستان پر ملي لوبډله سربېره له نوولس کلنو د کم عمره ځوانانو او همدا راز بېلابېلو کورنیو او نړیوالو سوداګریزو لیګونو کې د لوبېدو مخینه او تجربه لري.

عظمت‌الله عمرزی تر دې دمه افغانستان لپاره په ۳۶ نړیوالو شل اوریزو سیالیو کې لوبېدلی.

لومړۍ نړیواله شل اوریزه لوبه یې د ۲۰۲۲ کال د مارچ پر درېیمه میرپور کې د بنګله دېش خلاف وه.

په ۲۶ لوبو کې یې توپوهنه کړې او له نږدې ۱۱۴ سټرایک رېټ سره یې ټولټال ۲۸۸ منډې جوړې کړې، چې ۳۳ ناسوځېدلې پکې له ټولو ډېرې دی.

عمرزي په ۳۳ نړیوالو شل اوریزو سیالیو کې افغانستان لپاره بالېنګ کړی او ۲۶ لوبغاړي‌ یې سوځولي‌ دي.

د ۹ منډو بدل کې د ۴ لوبغاړو سوځول یې تر دې دمه له ټولو ښه لاسته راوړنه ده.

ننګیال خروټي:

خروټي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ننګیالی خروټی

ننګیال خروټی ۲۰ کلن،‌ کیڼ لاسی سوکه توپ اچوونکی او کیڼ لاسی توپ وهونکی دی.

ده د روان ۲۰۲۴ کال په مارچ کې د افغانستان ملي لوبډلې لپاره لومړۍ لوبه د ایرلنډ خلاف وکړه.

ننګیال خروټی مخکې کلونه کلونه له نوولس کلنو د کم‌عمرو افغان لوبډله او همدا راز بېلابېلو کورنیو لیګونو کې لوبېدلی دی.

افغانستان لپاره یې ټولټال ۳ نړیوالې شل اوریزې لوبې کړې او ۵ لوبغاړي یې پکې سوځولي دي.

۳- توپ اچوونکي‌

مجیب‌الرحمن ځدراڼ:

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، مجیب‌الرحمان ځدراڼ

۲۳ کلن مجیب الرحمن په ښي لاس اف‌برېک توپ اچوونه کوي. ده هم د راشد خان په څېر کم عمر کې ډېر نوم ایستلی او پر نړیوال کرېکټ سربېره د اې‌پي‌اېل او بېګ‌باش په ګډون بېلابېلو مخکښو لیګونو کې لوبېدلی دی.

دی په ۲۰۱۷ کال کې لا ۱۶ کلن و چې د افغانستان له نوولس کلنو د کم عمره زلمیو لوبډلې سره یې د اسیا جام اتلولي وګټله.‌

مجیب الرحمن د دغه جام پایلوبه کې چې د پاکستان خلاف وه، ۵ لوبغاړي‌ سوځول او د ټورنمنټ غوره لوبغاړی اعلان شو.‌

د دوی لوبډله پسې راتلونکی کال د ۱۹ کلونو نړیوال جام کې نیمه پایلوبې ته هم ورسېده.

مجیب د افغانستان ملي لوبډلې لپاره لومړنۍ نړیواله شل اوریزه لوبه د ۲۰۱۸ کال فبرورۍ په شارجه کې د زمبابوې خلاف وکړه.‌

د هغه یوه ځانګړنه دا ده چې په نوي توپ او د پیل په اورونو کې ډېره ښه لوبه کولی شي.‌

ده تر اوسه ټولټال ۴۵ نړیوالې شل اوریزې لوبې کړي او ۵۸ لوبغاړي یې سوځولي دي.

(پر مجیب الرحمن سربېره رحمان الله ګوربز، ابراهیم ځدراڼ، نوین الحق او عظمت‌الله عمرزی هم چې اوس ۲۰۲۴ شل اوریز نړیوال جام لپاره لوبډله کې اخیستل شوي، له ۱۹ کلنو د کم عمره ځوانانو هغې لوبډلې برخه وو چې اسیا جام یې ګټلی و.)

نوین الحق:

کرېک

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، نوین الحق

نوین الحق په ښي لاس میډیم فسټ بال کوي. دی ۲۴ کلن او د افغانستان له نولس کلنو د کم عمره ځوانانو لوبډلې پخوانی کپتان دی.‌

نوین هم د افغانستان د هغو لوبغاړو له ډلې دی، چې په بېلابېلو نړیوالو لیګونو کې لوبېدلي دي.

هغه افغانستان لپاره لومړۍ نړیواله شل اوریزه لوبه د ۲۰۱۹ کال سپتمبر چاټوګرام کې د کوربه بنګله دېش خلاف کړې.‌

له هغې راوروسته افغانستان لپاره په ۳۷ نړیوالو شل اوریزو لوبو کې لوبېدلی او ۴۶ وېکټې یې اخیستې دي.‌

د ۲۰ منډو بدل کې د ۴ لوبغاړو سوځول یې په نړیوال شل اوریز کرېکټ کې تر ټولو ښه لاسته راوړنه ده.

نور احمد لکڼوال:

نور احمد

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، نور احمد لکڼوال

دی ۱۹ کلن او کیڼ لاسی سوکه توپ اچوونکی دی. لکڼوال هم په ای‌پي‌اېل،‌ بېګ‌باش، پي‌اېس‌اېل او د کرېکټ نورو سترو لیګونو کې د لوبېدو مخینه لري.

افغانستان لپاره یې لومړۍ نړیواله شل اوریزه لوبه د ۲۰۲۲ کال جون په هرارې کې د زمبابوې خلاف کړې.

له هغې را وروسته په ۷ نړیوالو شل اوریزو لوبو کې لوبېدلی او ۶ لوبغاړي یې سوځولي دي.

د لسو منډو بدل کې د څلورو لوبغاړو سوځول یې تر ټولو ښه لاسته راوړنه ده.

دی اوږده موده د افغانستان له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې لپاره هم لوبیدلی دی.

فضل‌الحق فاروقي:

کرېکټ‌

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، فضل‌الحق فاروقي

فضل‌الحق فاروقي ۲۳ کلن او کیڼ لاسی چټک توپ غورځوونکی دی.

نوموړي د افغانستان له ملي او له ۱۹ کلنو د کم‌عمره ځوانانو پر لوبډلو سربېره بېلابېلو کورنیو او د ای‌پي‌اېل په ګډون نړیوالو لیګونو کې هم لوبېدلی دی.

هغه افغانستان لپاره لومړۍ نړیواله شل اوریزه لوبه د ۲۰۲۱ کال مارچ کې په دوبۍ کې د زمبابوې خلاف کړې ده.

فضل‌الحق فاروقي له هغې راوروسته افغانستان لپاره ټولې ۳۴ نړیوالې شل اوریزې لوبې کړې او ۳۷ لوبغاړي یې سوځولي دي.

د ۱۱ منډو بدل کې د ۳ لوبغاړو سوځول یې غوره لاسته راوړنه ده.‌

فرید احمد ملک:

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، فرید احمد ملک

فرید احمد ملک ۲۹ کلن او کیڼ لاسی چټک توپ اچوونکی دی.

دی له شاوخوا ۸ کلونو راهیسې بېلابېلو سیالیو کې د افغانستان له ملي لوبډلې سره د لوبېدو مخینه لري.

فرید احمد ملک لومړۍ نړیواله شل اوریزه لوبه د ۲۰۱۶ کال ډسمبر په دوبۍ کې د متحدو عربي اماراتو خلاف کړې.

له هغې راهیسې یې افغانستان لپاره په ۳۰ نړیوالو شل اوریزو لوبو کې برخه اخیستې او په ۲۹ پاڼیو کې یې ۳۹ لوبغاړي سوځولي دي.

د ۱۴ منډو مقابل کې یې د ۳ لوبغاړو سوځول تر اوسه له ټولو ښه لاسته راوړنه ده.

احتياطي لوبغاړي

د ۲۰۲۴ کال شل اوریز نړیوال جام لپاره د افغانستان په اعلان شوې لوبډله کې درې احتیاطي لوبغاړي اخیستل شوي دي.‌

حضرت‌الله ځاځی:

حضرت

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، حضرت‌الله ځاځي‌

حضرت‌الله ځاځی د افغانستان د کرېکټ‌ ملي لوبډلې کیڼ لاسی پرانیستونکی بټسمن دی.

دی د خپلې چټکې لوبې او اوږدو شپږیزو له کبله مشهور دی. په خپلو وروستیو نړیوالو لوبو کې ډېر ښه نه دی ځلېدلی او ظاهرا همدا لامل دی چې سږکال نړیوال جام کې له لوبډلې سره د احتیاطي لوبغاړي په توګه ملتیا کوي.‌

ده خپله لومړۍ نړیواله شل اوریزه لوبه د ۲۰۱۶ کال ډسمبر دوبۍ کې د متحدو عربي‌اماراتو خلاف وکړه.‌

حضرت‌الله ځاځي تر دې دمه په ۴۳ نړیوالو شل اوریزو لوبو کې د څه باندې ۲۸ منډو په اوسط او ۱۳۳ سټرایک رېټ سره ۱۱۳۸ منډې کړې دي.‌

په دې کې یوه سلیزه او ۳ نیمه سلیزې شاملې دي. د ۲۰۱۹ کال د فبرورۍ پر ۲۳مه یې دېهرادون کې د اېرلنډ خلاف په ۶۲ توپونو ۱۶۲ منډې نه هېرېدونکی ریکارډ دی.

دا د استرالیا د ارون فېنچ له ۱۷۲ منډو را وروسته په نړیوال شل اوریز کرېکټ کې د یوه لوبغاړي لخوا یوه پاڼۍ کې تر ټولو ډېرې منډې دي.‌

حضرت‌الله ځاځي په دغه ورځ ۱۶ شپږېزې او ۱۱ څلوریزې وهلې وې چې ۱۴۰ منډې کېږي.‌

په یوه نړیواله شل اوریزه لوبه کې په شپږیزو او څلوریزو د دومره ډېرو منډو ریکارډ هم د ده په نوم ثبت دی.‌

نوموړي د افغانستان کرېکټ په غوره لیګ (اې‌پي‌اېل) کې پر بل افغان لوبغاړي 'عبدالله مزاري' یوه اوور کې شپږ شپږیزې وهلې وې.

صدیق‌الله اتل:

اتل

د عکس سرچینه، ACB Media

د عکس تشریح، صدیق‌الله اتل (منځ کې) له حضرت‌الله ځاځي او محمد اسحاق شیرزاد سره

۲۲ کلن صدیق‌الله اتل هم کیڼ‌ لاسی پرانیستونکی توپ وهونکی دی.

دی د افغانستان له ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو په لوبډله او کورنیو لیګونو کې د لوبېدو مخینه او تجربه هم لري.

ده افغانستان لپاره لومړۍ نړیواله شل اوریزه لوبه تېر کال (۲۰۲۳ کال د مارچ ۲۷مه) شارجه کې د پاکستان خلاف وکړه.‌

له هغې را وروسته یې ۵ نورې نړیوالې شل اوریزې لوبې کړې او ټولټال یې ۷۵ منډې پکې جوړې کړې دی.

دی روان کال د افغانستان د قوش‌تپې په ملي شل اوریز لیګ کې د بند امیر لوبډلې لپاره لوبېده چې اتلولي یې وګټله.

صدیق‌الله اتل د دغه لیګ له ۵ په دریو لوبو کې نیمه سلیزې وکړې.

محمد سلیم ساپی:

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، محمد سلیم ساپی

دی ۲۲ کلن او ښي لاسی چټک توپ اچوونکی دی.

سلیم ساپی تازه له ملي لوبډلې سره یو ځای شوی او تر دې مخکې یې د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ ۱۷مه بېګلورو کې د هند خلاف یوازې یوه نړیواله شل اوریزه لوبه کړې ده.‌

نوموړی په قوش تپي ملي شل اوریز جام کې امو زون لپاره لوبېده.