افغانستان کې تېر کال پر کانګو ناروغۍ د اخته کسانو شمېر 'درې برابره زیات شوی'

    • Author, ابراهیم امیري
    • دنده, بي بي سي

په افغانستان کې د طالبانو په حکومت کې د عامې روغتیا وزارت وايي په تېر ۱۴۰۲ لمریز کال کې پر کانګو ناروغۍ د اخته کسانو شمېر د وړم کال پرتله درې برابره ډېر و.

د دې وزارت د شمېرو له مخې تېر کال په کانګو ناورغۍ د اخته کسانو شمېر څه باندې ۱۲۰۰ ته رسېدلی و چې څه باندې سل کسان ترې مړه شوي دي.

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت کې د زونوسیس یا هغو ناروغیو چې له څارویو انسانانو ته لېږدي مسوول ډاکټر فخرالدین ستانکزي پژواک خبري اژانس ته ویلي چې د کانګو تبې تر ټولو ډېرې پېښې په کابل، هرات، کندهار، کندوز، ننګرهار، بلخ، بغلان او تخار ولایتونو کې ثبت شوې خو د هېواد په نورو ولایتونو کې هم د دې ناروغۍ مثبتې پېښې وې.

هغه له تېرو دوو کلونو راهیسې پر کانګو ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ته په اشارې ویلي چې ثبت شوې شمېرې ښيي چې تېر کال پر کانګو تبې د اخته کسانو شمېر د وړم کال په پرتله نږدې درې برابره ډېر و او د دې ناروغۍ له امله د مړو شویو کسانو شمېر نږدې نهه برابره ډېر و.

د ډاکټر فخرالدین په وینا تېر کال ټول ټال ۱۲۳۸ کسان په کانګو ناورغۍ اخته شوي وو چې له دې ډلې ۱۱۴ تنه یې مړه شوي دي.

هغه د خلکو بې‌غوري، له دې ناروغۍ سره د مبارزې لپاره د بودیجې نشتوالی، روغتیايي سپارښتنو ته نه پاملرنه پر کانګو تبې د اخته کسانو د شمېر د زیاتېدو اصلي لاملونه وبلل.

د روغتیا پوهان وايي، د کانګو ویروسي وژونکې ناروغي د کنې چیچلو له لارې انسانانو ته لېږدي. سخته تبه، سردردي، د عضلاتو درد، د غاړې شخوالی، د ملا درد، د سترګو سوروالی، له رڼا وېره، زړه‌بدوالی، د نس درد او اسهال د دې ناروغۍ نښې نښانې بلل کېږي چې له څو ورځو وروسته د بې خوبي، نه لېوالتیا، افسردګي او غوسې لامل کېږي.

روغتيا پوهان وايي که څوک وینه بهوونکې تبه یا دغه نورې نښې نښانې ولري باید هرڅومره ژر چې کولای شي ډاکټر ته مراجعه وکړي.

دغه راز د کانګو وژونکې ناورغۍ د مخنیوي لپاره پر دې هم ټینګار کېږي چې د څاروي وینه باید تر خاورو لاندې شي او خامه غوښه و نه خوړل شي.

ډاکتران وايي که د کانګو ناروغي پرمختللې شي پر پوستکي سرې او شنې دانې راخېژي، له وریو او پزې وینه بهېږي، په بولو او کانګو یا استفراغ کې هم د وینې راتلو لامل کېږي.