کارګر ګوند د بریتانیا په ټولټاکنو کې بریالی شو؛ ریشي سوناک ماته منلې

ښاغلی سټارمر به څو ساعته وروسته رسماً د ریشي سوناک ځایناستی شي.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، ښاغلی سټارمر به څو ساعته وروسته رسماً د ریشي سوناک ځایناستی شي.

د بریتانیا لومړي وزیر ریشي سوناک ومنله چې د سر کېیر سټارمر په مشرۍ د بریتانیا کارګر ګوند د دې هېواد په پارلماني ټاکنو کې بریا موندلې.

ښاغلي سټارمر چې څو ساعته وروسته به رسماً د بریتانیا لومړي وزیر مقام ترلاسه کړي، د خپلو پلویانو په غونډه کې وویل، ''بدلون له همدا اوسه پیلېږي.''

په ټولټاکنو کې د رایو ورکولو بهیر له پای ته رسېدو اووه ساعته وروسته کارګر ګوند د حکومت تشکیلولو لپاره د پارلمان ۳۲۶ اړینې څوکۍ ترلاسه کړې دي او داسې انتظار کېږي، چې د رایو شمېرنې له پای ته رسېدو وروسته به کارګر ګوند د ټولو ۶۵۰ څوکیو له ډلې تر ۴۰۰ زیاتې څوکۍ ترلاسه کړي او ۱۴ کاله وروسته به بیا واک ته ورسېږي.

د دفاع وزیر ګرانټ شپس، عدلیې وزیر الیکس چاک او په پارلماني چارو کې د دولت مرستیال پني موردانت په ګډون د کابینې یو شمېر غړو هم په دې ټاکنو کې خپلې پارلماني څوکۍ له لاسه ورکړې دي.

په تېر ځل ټاکنو کې چې په ۲۰۱۹ کال وشوې، د بوریس جانسن په مشرۍ محافظه کار ګوند ۳۶۵ څوکۍ ګټلې وې او کارګر ګوند کاندیدانو پر ۲۰۳ څوکیو بریا خپله کړې وه، چې دا په ټاکنو کې له ۱۹۳۵ وروسته د یاد ګوند تر ټولو ستره ماتې بلل شوې وه.

که د ټاکنو پایلو له نهايي رسمي اعلان وروسته محافظه کار ګوند و نه توانېږي، چې د پارلمان پر ۱۵۶ څوکیو بریا ته ورسېږي، دا به د ۱۹ زېږدیزې پېړۍ په لومړیو کې د یاد ګوند تر ټولو ستره ټاکنیزه ماته وي.

مخکینۍ لومړۍ وزیرې لیز ټرس هم خپله پارلماني څوکۍ د کارګر ګوند کاندید ته بایللې ده.

د عکس سرچینه، PA Media

د عکس تشریح، مخکینۍ لومړۍ وزیرې لیز ټرس هم خپله پارلماني څوکۍ د کارګر ګوند کاندید ته بایللې ده.

دا نظر پوښتنه ښيي، چې د نایجل فراژ په مشرۍ ښيي اړخه اصلاح بریتانیا ګوند هم په دې ټاکنو کې ۱۳ څوکۍ ګټي. دغه ګوند چې مخکې د برګزیټ ګوند په نامه یادېده، غواړي بریتانیا ته د راتلونکو کډوالو شمېر صفر ته راټیټ شي.

د اېس این پي په نامه ګوند چې له بریتانیا د سکاټلنډ د بېلتون غوښتنه کوي او په تېرو ټاکنو کې یې ۴۸ څوکۍ درلودې، ښايي په اوسنیو ټاکنو کې یې یوازې ۱۰ استازي وتوانېږي پارلمان ته لار ومومي.

د بریتانیا پارلماني ټاکنو لپاره نن جولای څلورمه له ځايي وخت سره سم ګهیځ اووه بجې د رایې ورکولو مرکزونه پرانیستل شول

او د انګلنډ، ولز، سکاټلنډ او شمالي ایرلنډ د ۶۵۰ ټاکنیزو حوضو په نژدې ۴۰ زره رایې مرکزونو کې د شپې تر لسو بجو پورې د میلیونونو بریتانویانو لپاره د رایې ورکولو بهیر دوام وکړ.

سټارمر

د عکس سرچینه، PA Media

په بریتانیا کې وروستی ځل پارلماني ټولټاکنې د ۲۰۱۹ کال په دسمبر کې وشوې. د قانون له مخې هر ګوند چې د بریتانوي پارلمان په دارالعوام یا ولسي جرګه کې اکثریت څوکۍ وګټي هماغه ګوند حکومت تشکیلوي.

نننۍ ټاکنې له وخته مخکې وشوې، ځکه له معمول سره سم باید سږنۍ ټاکنې په مني کې شوې وای. په بریتانیا کې یوه سیاسي دوره پنځه کاله دوام کوي او له دې کبله چې د ۲۰۱۹ کال ټولټاکنې محافظه کار ګوند ګټلې وې، له قانون سره سم باید دا ځل ټاکنې د ۲۰۲۵ کال تر جنورۍ پورې شوې وای.

بریتانیا ۶۵۰ ټاکنیزې حوزې لري او د دې ټولو حوزو هر رایې ورکوونکی باید د ځايي اوسېدونکو په استازیتوب یو کاندید دارالعوام یا استازو جرګې ته وټاکي.

د ټاکنو ډېری کاندیدان د بېلابېلو سیاسي ګوندونو اړوند دي، خو ځینو یې په خپلواکه توګه هم د پارلمان غړیتوب لپاره په ټاکنو کې برخه درلوده.

ریشي سوناک به رسماً د لومړي وزیر له مقامه استعفا وکړي.

د عکس سرچینه، PA Media

د عکس تشریح، ریشي سوناک به رسماً د لومړي وزیر له مقامه استعفا وکړي.

له دې وروسته به څه کېږي؟

اوس چې کارګر ګوند د حکومت تشکیل لپاره د بریتانیا په پارلمان کې اړینې څوکۍ ترلاسه کړې، بریتانیا به تر ۱۴ کلونو پورې د محافظه کار ګوند حکومت له درلودلو وروسته د کارګر ګوند حکومت ولري.

ریشي سوناک به د بریتانیا پاچا ته ورځي او له خپل مقامه به استعفا کوي. دا لیدنه معمولاً په بکینګهم ماڼۍ کې کېږي.

له هغه وروسته به د بریتانیا پاچا چارلس درېیم د کارګر ګوند له مشره چې پارلمان کې یې اکثریت ګټلی غواړي چې لومړی وزیر شي او حکومت جوړ کړي.

له هغه وروسته معمولاً نوی لومړی وزیر له باکینګهم ماڼۍ د لندن پر ډاونینګ واټ خپل دفتر ته ځي چې د دولت د مشر په توګه وینا وکړي.

د هغه ګوند مشر چې د پارلماني څوکیو شمېر یې په دویم ځای کې وي، چې ټاکنو اعلان شویو پایلو له مخې ښايي محافظه کار ګوند وي، د اپوزېسیون ګوند مشر کېږي.

که په ټاکنو کې هېڅ یو ګوند و نه توانېږي، چې په یوازې سر د حکومت جوړولو لپاره اکثریت ترلاسه کړي، معلق پارلمان رامنځته کېږي او تر ټولو د ډېر شمېر څوکیو لرونکی ګوند له بل یا نورو ګوندونو سره ائتلاف کوي، خو په دې ټاکنو کې اوس د داسې وضعیت رامنځته کېدو امکان نه ښکاري.