طالبان: تېره یوه میاشت کې نژدې ۹۰ زره کډوال افغانستان ته ستانه شوي، له ډلې یې ۳۴ زره په زور ایستل شوي

د عکس سرچینه، Getty Images
د طالبانو د حکومت د کډوالو چارو وزارت وايي، چې په تېره یوه میاشت کې نېژدې ۹۰ زره افغان کډوال له ایران او پاکستانه افغانستان ته ور ستانه شوي دي.
د دغه وزارت ویاند ویلي چې په دوی کې ۳۴زره په زوره افغانستان ته ور اړول شوي دي.
دا خبر په داسې وخت کې راغلی، چې په تېرو څو میاشتو کې په ایران او پاکستان کې له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند د ډېرېدو رپوټونه ورکړ شوي دي.
په داسې حال کې چې یو لور له افغانستانه د کډوالۍ لړۍ پراخه شوې، بل لوری په تېرو څو میاشتو کې له ایران او پاکستانه افغانستان ته د ستنېدونکو کډوالو شمېر کې هم پاموړ زیاتوالی راغلی. ځینې دا کډوال د اقتصادي او یو شمېر نورو ستونزو له کبله بېرته افغانستان ته ستانه شوي، خو ځینې بیا د کوربه هېواد لخوا له نیول کېدو وروسته افغانستان ته استول کېږي.
د طالبانو حکومت کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، تېره یوه میاشت کې له ایران او پاکستانه ۸۸ زره کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي. د دې وزارت ویاند عبدالطیف حقاني پژواک خبري اژانس ته ویلي، له دې ډلې نژدې ۷۸ زره یې له ایران او پاتې نور له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي دي.
د نوموړي په خبره له دې ډلې نژدې ۳۴ زره کډوال هغه دي چې په زور افغانستان ته شړل شوي دي. لسیزې کېږي چې ایران او افغانستان د میلیونونو افغان کډوال کوربانه دي او په دا وروستیو میاشتو کې په دې هېوادونو کې له افغان کډوالو سره د ناسم چلن رپوټونه ورکړل شوي دي.
دایران په شیراز کې پر شاه چراغ زیارت له برید وروسته ایراني چارواکو ویلي، د دې زیارت په ساحه کې هېڅ یوه بهرني وګړي ته د تګ، راتګ اجازه نه شته.
په تېرو څو میاشتو کې په پاکستان کې هم د ښځو او ماشومانو په ګډون سلګونه افغان کډوال نیول شوي، چې ځینې یې خوشي شوي، خو ځینې نور بیا تر اوسه په توقیف کې دي.
بریتانیا کې د کډوالو شمېر ډېرېدل

د عکس سرچینه، Getty Images
په برتانیا کې د هغو کډوالو شمېر پاموړ ډېر شوی چې د پناغوښتنو په تړاو د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت پرېکړو ته په تمه دي.
د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د سږکال د جون میاشتې تر پایه دغه شمېر یو لک او پینځه اویا زرو ته رسېدلی دی. زرګونه افغانان هم پکې دي، چې ډېر پکې آن د طالبانو له بیا واکمنېدو مخکې لا پر ناقانونه لارو برتانیا ته راغلي او لا هم د پناغوښتنو اړوندو پرېکړو ته په تمه دي.
له دې سره هممهال د سمندر له لارې برتانیا ته د راتلونکو کډوالو شمېر په چټکۍ ډېر شوی دی. د کورنیو چارو وزارت په وینا، د روان کال له پیله څلور-څلوېښت زره کډوال له دې لارې برتانیا ته راغلي، چې نېژدې نیم پکې د البانیا او افغانستان وګړي دي.











