ګوتېرش: په افغانستان کې امنیتي پېښې ډېرې شوې دي

ګوتېرش

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, سمیع الله موسی زی
    • دنده, بي بي سي

ملګرو ملتونو د افغانستان په اړه هغه رپوټ خپور کړی چې د دغه سازمان عمومي منشي انتونیو ګوتېریش د امنیت شورا ته وړاندې کړی.

افغانستان کې د امنیتي وضعیت په اړه د رپوټ یوه برخه کې راغلي چې د تېر کال د نومبر میاشتې له لومړۍ نېټې د تېرې جنورۍ میاشتې تر لسمې، د تېر کال د همدې مودې پرتله ۳۸ سلنه امنیتي پېښې ډېرې شوې دي.

دا رپوټ چې دوحه کې دافغانستان په اړه له غونډې وروسته امنیت شورا ته وړاندې شوی، ښيي چې په یاده موده کې یو زر او اته سوه او پنځه امنیتي پېښې ثبت شوې، خو تېر کال همدې موده کې یو زر او نوي پېښې ثبت شوې وې.

رپوټ زیاتوي چې یاده موده کې تر ټولو ډېرې یعني ۲۶۳ پېښې مرکزي ولایتونو کې شوې، ور پسې په شمال خیتځو ولایتونو کې ډېرې یعني ۲۴۷ پېښې شوې دي.

د ملګرو ملتونو موندنې ښيي چې ډېر زیاتوالي د نشه يي توکو د کر او تولید پرضد عملیاتو پرمهال نښتو کې ثبت شوی، او له ۱۰۲ نه ۲۶۳ امنیتي پېښو ته لوړ شوی، او د دې عملیاتو په ترڅ کې د نیول شویو کسانو اکثره یې د نشه يي توکو واړه کاروباریان وو.

رپوټ کې د طالبانو وسله والو مخالفینو له خوا بریدونو ته هم اشاره شوې او زیاتوي چې د تېر کال وروستیو درې میاشتو کې شپېته وسله والې نښتې ثبت شوي او د تېر کال دهمدې مودې پرتله یوه کمه ده. خو رپوټ زیاتوي د طالبانو وسله وال مخالفین پر سیمو د کنټرول برخه کې خطر نه شي پېښولی.

د ازادۍ جبهې په اړه ویل شوي چې یاده موده کې یې ۲۴ بریدونه کړي او له کلیوالو سیمو یې د بریدونو او ترورونو لړۍ ښارونو ته غزولې ده. پلخمري، کابل، ایبک او یوه – یوه پېښه په کندهار ا و مزار شریف ښارونو کې ثبت شوې ده.

په دغه ۱۶ مخیز راپور کې دا هم ویل شوي، د طالبانو حکومت هڅه کړې سیاسي، امنیتي او اقتصادي ډګرونه پیاوړي کړي، خو د حکومتولۍ په اساسي مسئلو کې له زیاتېدونکو داخلي اختلافاتو سره مخ دي.

رپوټ کې ټينګار شوی، د طالبانو واک ته له رسېدو دوه نیم کاله وروسته هم د تصمیم نیوونکو ادارو ټول ګډوني کولو کې کوم پرمختګ نه دی شوی. د ښځو حقونه ډیر محدود شوي، د حجاب په تړاو د ښځو نيول ډېر شوي او د افغانستان نږدې نيمايي وګړي په ځانګړې توګه ښځې او ماشومان په بې وزلۍ کې ژوند کوي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي په دې رپوټ کې د نجونو پرمخ د ښوونځیو د دروازو تړلو په اړه اندېښنه ښودل شوې او ویل شوي دې موده داسې هیڅ نښه نه ده لیدل شوې چې د نجونو پر زدکړه لګول شوی بندیز دې لرې شي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي رپوټ کې د خبریالانو او مدني فعالانو د کار پر وړاندې د خطر او ننګونو یادونه شوې. رپوټ زیاتوي په دایکندي ولایت کې د دسبمر پر یوولسمه د نسیم راډیو مشر د لومړۍ محکمې له خوا په یوه کال بند محکوم شو. پر ده تور وو چې د طالبانو د حکومت ضد څه یې خپاره کړي دي. رپوټ کې د هغو درې فعالو مېرمنو د خوشې کولو یادونه هم شوې چې طالبانو له څه مودې بند وروسته خوشې کړې دي.

امنیت شورا

د عکس سرچینه، un

د عکس تشریح، دغه ۱۶ مخیز رپوټ د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وړاندې شوی دی.

رپوټ کې راغلي چې که څه هم طالبانو د دوی له خوا پر اعلان شوې بښنې ټينګار کړی، خو ملګرو ملتونو لږ تر لږه د مخکینی حکومت پنځو کارکوونکو او امنیتي کسانو د ناقانونه وژنې او د اووه نورو د نیولو پېښې ثبت کړي دي.

دغه راز ویل شوي چې یاده موده کې د ملي مقاومت او داعش ډلو سره د تړاو په تور له قانوني اجرائاتو پرته د ۱۹ کسانو د نیولو، ربړولو او ددوه نورو د وژلو پېښې ثبت کړې دي.

هڅه مو وکړه چې د یادو مواردو په اړه د طالبانو د کورنیو چارو وزارت نظر هم ولرو. که څه هم هغوی د رپوټ تر چمتو کېدو په دې اړه څه و نه ویل خو له دې وړاندې یې ناقانونه وژنې، نیول، او ربړول رد کړي دي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي د نشه يې توکو پر وړاندې د طالبانو حکومت لاسته راوړنو ته په اشارې ویلي پر کوکنارو له بندیزو وروسته اړتیا ده چې له افغان بزګرو سره د بدیل کښت موندلو کې سملاسي مرسته وشي.