يوناما: ډېری افغان مېرمنې فکر کوي د طالبانو حکومت په رسميت پېژندل به پر دوی محدوديتونه لا سخت کړي

د عکس سرچینه، Getty Images
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندويه ماموريت یا یوناما وايی د دوی موندنې ښيي چې ډېری افغان مېرمنې فکر کوي د طالبانو د حکومت په رسمیت منل کېدل به پر دوی محدودیتونه لا سخت کړي.
يوناما د جنورۍ له ۲۷مې د فبرورۍ تر اتمې د افغانستان د ۳۴ ولايتونو ۷۴۵ مېرمنې د تېر ۲۰۲۳ کال د وروستيو دريو مياشتو په اوږدود کې د خپلو لومړيتوبونو، له طالبانو سره د نړيوالو د اړیکو او د ښځو د حقونو د تحقق لپاره د دوی پر سپارښتنو پوښتلې دي.
د دغو پوښتل شويو مېرمنو له دريو دوې برخې يا ۶۷ سلنه ويلي، "د طالبانو حکومت په رسميت منل کېدل به د ښځو حقونو ناورين لا ژور کړي او طالبان ښايي خپل محدوديتونه لا پراخ کړي."
د دوی ۳۲ سلنه ويلي چې د طالبانو حکومت بايد يوازې هغه مهال په رسميت ومنل شي چې خپل محدوديتونه بېرته واخلي خو ۲۸ سلنه ويلي چې دوی بايد له لويه سره په "رسميت ونه منل شي."
دا په داسې حال کې ده چې د تېر ۲۰۲۳ کال په جولای کې د ورته پوښتنې په ځواب کې ۹۶ سلنه ښځو ويلي وو چې طالبان دې هغه وخت په رسميت وپېژندل شي چې د ښځو حقونو کې ښه والی راشي.
پوښتل شويو ښځو دا هم ويلي چې په دې وروستيو کې په تېره بيا په پلازمېنه کابل کې د حجاب د عملي کولو له لړۍ سره عمومي ځايونو کې ځورول ډېر شوي دي او دې چارې له کوره وتل ورته لا سخت کړي دي.
له نيمايي ډېرو مېرمنو، ۵۷ سلنه ويلي چې له محرم پرته له کوره وتل ورته خوندي نه ښکاري.

د عکس سرچینه، UNAMA
د تېر کال د جنورۍ پرتله سږ کال د ټولنې په کچه پر پرېکړو د ښځو نفوذ له ۱۷ سلنې يوې سلنې ته راټيټ شوی او د تېرې جنورۍ پرتله د کور په کچه په پرېکړو کې هم د ښځو نفوذ له ۹۰ سلنې د سږکال په جنورۍ کې ۳۲ سلنې ته راټيټ شوی دی.
دغه راپور دا هم موندلي چې د طالبانو محدوديتونو حتی د ماشومانو ټولنيز چلندونه هم بدل کړي او په هلکانو کې د خپلو ميندو او خويندو اطاعت او تر ځان ټيټ ګڼل ډېر شوي.
دا راپور په دوحه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي په کوربتوب پر افغانستان د ځانګړو استازو د غونډې په درشل کې خپرېږي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي وياند سټېفن ډوجارېک خبريالانو ته وويل، د دوحې د کنفرانس مهم تمرکز هم د افغان مېرمنو او نجونو پر حقونو دی.
د يوناما د دغه راپور په سپارښتنو کې د پوښتل شويو ښځو له قوله غوښتنه شوې چې طالبان دې تر هغه په رسميت نه منل کېږی چې پر ښځو او نجونو محدوديتونه يې لېرې کړي نه وي.
دوی د يو شمېر غړو دولتونو له خوا له طالبانو سره د راشې درشې پر هڅو هم خواشيني ښودلې او دا يې د طالبانو له خوا د ښځو د حقونو د بحران له نظره اچول او د طالبانو له خوا د نړيوال قانون او د هغو تړونونو تر پښو لاندې کېدلو ته ناپامي ښودل شوې چې افغانستان په کې دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
د رپورټ په موندنو کې ښکاري چې سږ کال د نورو تېرو ورته مودو پرتله ډېرو ښځو يعنې ۵۲ سلنه غوښتي چې مرستې دې هم د ښځو له حالت سره مشروطې شي.
دا کچه په ۲۰۲۲ کې ۲۶ سلنه او ۲۰۲۳ کې ۴۵ سلنه وه.
طالبانو تراوسه د يوناما دغه تازه راپور ته غبرګون نه دی ښودلی خو له دې وړاندې يې ورته راپورونه رد کړي دي او لوړ پورو چارواکو يې په ورته راپورونو نيوکې هم کړې وې او حتی د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزير خو يې دا هم ويلي وو چې يوناما دې خپل راپورونه له خپرولو وړاندې له دوی سره شریکوي.
له دې ټولو سره جوخت د بښنې نړيوال سازمان په يوه اعلامیه کې کښلي چې د دوحې کنفرانس بايد نور د طالبانو د بشري حقونو تر پښو لاندې کولو ته د پای ټکی کېږدي.
دغه بنسټ په يوه اعلاميه کې کښلي چې دا غونډه په افغانستان کې د بشري حقونو په تېره بيا د ښځو او نجونو د حقونو خوندي کولو لپاره مهم فرصت دی.








