سمیع الدین صدیقي لومړنی افغان شو چې د نړۍ تر ټولو لوړ غره ایوریسټ ته وخوت

صدیقي

د عکس سرچینه، Sam Siqidi

    • Author, نورګل شفق
    • دنده, بي بي سي

"دا د چهارشنبې سهار او د ۲۰۲۳ کال د مئ میاشتې اوولسمه نېټه وه چې زه د ایوریسټ غره څوکې ته وختلم"

دا د سمیع الدین صدیقي خبرې دي، هغه لومړنی افغان چې د نړۍ تر ټولو لوړ غره ایوریسټ ته په ختلو بریالی شو.

له ستړي سفره تازه راکوز او لا هم د دغه نوموتي غره څښتن هېواد نیپال کې و چې له بي بي سي سره ځانګړې مرکې ته چمتو شو.

ښاغلی صدیقي وايي، د غرختونکو له پنډغالي یا کمپ تر ایوریسټ څوکې پورې ختل او کوزېدل شپږ ورځې وخت نیسي، "خو له څلورم کمپ ها خوا مو اوږده او سخته ورځ لرله، دا پنډغالی څلور زره مېتره په لوړ کې دی او د مرګ سيمه یادېږي. ځکه چې هلته د اکسيجن کچه بیخي‌ کمه وي. د شپې دوه بجې مو له دغه پنډغالي حرکت وکړ. تر څوکې رسېدو او بېرته کمپ ته راکوزېدو دوولس نیم ساعت وخت رانه ونیو. دویم کمپ ته په څلورو ساعتونو کې راکوز شوو چې ۱۵ سوه مېتره تر هغه ښکته دی. ټولټال ۱۶-۱۷ ساعته راباندې تېر شول"

ایوریسټ د ډېرو غرختونکو هدیره هم ده

ایوریسټ غر د خپل لوړوالي له کبله د نړۍ په کچه د غرختونکو د پام وړ ځای دی او هر کال ګڼ کسان دې څوکې ته د ورختلو هڅه کوي.

ډېر مسلکي‌ غر ختونکي هم له څو ځله هڅو سره سره بیا هم دغه خطرناک غره ته په ختلو کې پاتې راځي، ځينې یې آن ژوند بایلي، خو سمیع الدین صدیقي په لومړۍ هڅه کې بریالی شو.

Sam Sidiqi

د عکس سرچینه، Sam Sidiqi

دی وايي، "دا زما لومړنۍ هڅه وه. مهم چې خطرناک غر دی خو ما ځان ډېر ښه ورته روزلی و. له تېرو شپږو میاشتو راهیسې مې فزیکي تمرینونه کول او دا درې میاشتې مې د غر ختنې ځانګړی ټرېنېنګ وکړ. خو دا کافي نه وو، ځکه چې زه مسلکي نه یم نو بیا مې یو لارښود شرکت پیدا کړ، هغوی ډېر واضح پلان او د بهرنیو مسلکيانو تر څنګ ډېر قوي شېرپا غرختونکي لارښودان هم لرل. دوی ځان ډاډمن کړ چې زه هلته د خلتو لپاره کافي اکسيجن باید ولرم او خوښ یم چې هر څه سم ترسره شول او زه هلته ورسېدلم."

ښاغلی صدیقي وايي، خوښ دی او د ویاړ احساس کوي چې د لومړني افغان په توګه دغه مشهور غره ته خېږي او زیاتوي، "ما د یوه مسولیت احساس هم کاوه چې څنګه دا فرصت د خپلو افغانانو لپاره په ګټه تمام کړای شم. زه اوس هم په همدې فکر یم چې له دې سترې لاس ته راوړنې څنګه په افغانستان کې هغو خلکو ته خیر ورسوم شم چې مرستې ته اړتیا لري.‌"

د نړۍ تر ټولو لوړ غره ته د ختلو په دغه سفر کې له دغه افغان سره د شېرپا تر څنګ امریکايي او اسټرالیايي لارښودان هم ورسره وو، همدا راز د غرختونکو په ډله کې یوه ښځه له پاکستان، څو سړي له کاناډا، ایران، فرانسې، ایرلېنډ،‌ سویس، المان او اینډورا هېواد نه هم ورسره مله وو.

د غرختنې پرمهال خطرونه، ناروغي او د اکسیجن کمښت

سمیع الدین صدیقي مې وپوښت چې دغه غره ته د ختلو پر مهال له څه وړ ستونزو سره مخ شو؟

ده ویل، "ایوریسټ غره ته د ختلو یو تر ټولو خطرناک وخت هغه دی چې په لومړۍ شپه باید د (کمبو آیس فال) په نوم سيمې نه تېر شې. هلته یوازې واوره نه درپسې ښوېږي بلکې ځای ځای د یخ مینارونه او کمر ولاړ دي چې شېبه په شېبه خوځېږي او غورځي. پر همدغو یخ نه جوړو کمرو باندې به خېژې، ځای ځای لویې لویې کندې دي، له هغوی به ټوپ اچوې، که پام ونه کړې شاید کوز ورولوېږې، تر منځ یې نرۍ نرۍ لارې، پیچومي او کګلېچونه دي، نو د فزیکي‌ستړیا او غر ختنې تر څنګ به ډېر ذهني تشویش هم درسره وي."

sidiqi

د عکس سرچینه، Sam Sidiqi

غره ته ختل د ډېرې ستړیا لامل کېږي او په لوړه کې د اکسيجن د کمښت له کبله د انسان وجود لا ډېر اوبو ته اړتیا احساسوي خو ښاغلی صدیقي وايي چې د دغه خطرناک سفر پر مهال سخت ناروغ شو، "قی مې وکړ او اوبه مې لا نه شوې هضمولی. په غرونو کې که ته اوبه ونه څښې، نو بدن دې اوبه کموي او دا لوی خطر دی. ملګرو راته ویل، داسې ښکارېدلم لکه مړی، په وجود کې مې د اکسیجن کچه تر شپېتو ښکته شوې وه. ځینو راته ویل چې باید بېرته کوز شې، خو ما ویل خپله هڅه کوم، که وختلم ښه، کنه ښکته به شم. خو الحمدالله، زه ښه شوم.‌"

خو د دغو ټولو ستونزو تر څنګ ښاغلي صدیقي ته د نړۍ تر ټولو لوړې څوکې د لمر لویدو ننداره په زړه پورې وه چې وايي، ډېره ښکلې ښکارېدله او دی یې د عکسونو په اخیستو نه مړېده.

د ویډیو تشریح، سمیع الدین صدیقي لومړنی افغان شو چې د نړۍ تر ټولو لوړ غره ایوریسټ ته وخوت

"د افغانستان نوشاک غره ته به خېږم"

دغه افغان غرختونکی تر دې مخکې هم د نړۍ بېلابېلو مشهورو غرونو ته ختلی دی، په ۲۰۱۳ کې په لویدیځه اروپا کې د ماونټ بلانک په نوم تر ټولو لوړې څوکې ته وخوت. څو کاله وروسته په سویس کې "ده مېټر هارن" او بیا په شمالي امریکا کې تر ټولو لوړ غره ډينالي ته وخوت.

خو دی وايي چې، "افغانستان کې مې یو څه غرونو کې مزل کړی او سکي مې هم پکې کړې خو کوم لوړ غره ته تر اوسه نه یم ختلی. خو له زړه غواړم چې یوه ورځ نوشاک غره ته وخېژم"

د دې تر څنګ چې ایوریسټ غره ته ختل خطرناک دي، نو هماغومره لګښتي هم دي. بېلا بېل لارښود شرکتونه مختلفه اندازه پیسې اخلي او ښاغلی صدیقي وايي چې له ۵۰ زره امریکايي ډالرو رانیولې تر ۱۲۰ زره ډالرو پورې مصرف پرې راځي.

سمیع الدین صدیقي وايي چې په ۱۹۷۷ کې په افغان پلازمېنه کابل کې زېږېدلی دی خو "مور مې امریکايۍ ده او چې کله افغانستان کې کمونیستانو کودتا وکړه، له بده بخته موږ په ۱۹۷۸ کې له وطنه امریکا ته راغلو."

په وچه کې ایسار افغانستان او ګرځندوی صنعت

sidiqi

د عکس سرچینه، Sam sidiqi

ده په بېلابېلو برخو کې زدکړې او د امریکا، سویس، کوېت، عربي اماراتو، افغانستان او هند په ګډون یې مختلفو هېوادونو کې کار کړی دی.

ښاغلی صدیقي وايي چې اوس په افغانستان کې دوه پروژې لري چې یوه د کانونو او بله هم د "افغان پييکس" په نوم د هېواد د غرونو پرمختیا لپاره د کار کولو په برخه کې ده.

دی په وچه کې د ایسار افغانستان ځانګړنې ته په مثبت نظر ګوري او وايي‌ چې له غرونو یې د ګرځندوی صنعت په برخه کې خورا اقتصادي ګټنه کېدای شي.

د "افغان پييکس" په نوم د ده د پروژې پام په غرونو کې سپورت کولو، امنیت او د طبعي سرچینو خوندیتوب باندې ورټول دی او صدیقي یې په اړه وايي، "د سپورټ په برخه کې د موټر سایکل ځغلول دي او سکي ده چې موږ یې له تېرو درو کلونو راهیسې په بامیان کې سیالۍ ترسروو. همدا راز کلونه کېږي‌ چې افغانانو ته له واورې ښوېدنې او نېزونو د ځان ساتلو په برخه کې پوهاوی ورکوو او نور کار هم باید پکې وشي"

ښاغلی صدیقي ایوریسټ غره ته د ختلو یوه موخه هم د افغانستان غرونو او ګرځندوی صنعت ته د نړیوالو پام وراړول بولي او وايي،"زما غرونو ته ختل خوښېږي، که هغه ډينالي و او که بل. خو ایوریسټ ته زما د ختلو هدف دا و افغانستان ته د نړۍ پام راواړوم او ملاتړ یې خپل کړو. که ما بسپنه ترلاسه کړای شوه نو غواړم د افغانستان له بېلابېلو سیمو د سکي لس لوبډلې ولرو چې هر کال سیالۍ سره وکړي. دا زما لوی او مهم هدفونه دي."