سعودي عرب په حج کې پر سرغړوونکو جریمه او سزا وضع کړې

د سعودي د کورنیو چارو وزارت د حج له مقرراتو او لارښوونو په سرغړوونکو د جریمې پلي کولو کمپاین پیل کړی چې د جون له دویمې د همدې میاشتې تر ۲۰ نېټې دوام کوي.

سرغړوونکي د مکې په ښار، مرکزي سیمه، سپېڅليو ځایونو، په الرصیفه کې د الحرمین اورګاډي سټېشن، د امنیت کنټرول مرکزونو، د ترتیبولو مرکزونو او د لنډمهاله امنیتي کنټرول مرکزونو کې د حج له اجازې پرته نیول کېږي.

د سعودي د کورنیو چارو وزارت پر ټولو اتباعو او بهرنیانو غږ کړی چې د حج احکام او لارښوونې مراعات وکړي، چې په دې سره د خدای میلمانه د خپلو مناسکو په ترسره کولو کې له امنیت، خوندیتوب، راحت او ډاډ څخه برخمن شي.

دغه کمپاین ته د "له اجازې پرته حج نشته" نوم ورکړل شوی.

سرغړوونکو حاجیانو او هغه کسان چې حاجیان له اجازې پرته مکې لېږدوي سزا ټاکل شوې ده.

۲۵۰۰ ډالره جریمه

له نظم او لارښوونو سرغړوونکي او بې‌اجازې ورغلي حاجیان نیول کېږي او تر ۲۵۰۰ ډالرو ډېر جریمه کېږي.

سعودي ته سږ کال څه باندې ۱،۳ میلیون مسلمانان د حج لپاره رسېدلي.‌ په پام کې ده چې د حج فریضه د ذي الحجې میاشتې پر اتمه نېټه (د جون له ۱۴مې سره سمه) د (ترویې په ورځ)‌ پیل شي.

د سعودي د کورنیو چارو وزارت همدا راز پرېکړه کړې چې د هر ډول زیارت وېزې په درلودلو سره مکې ته د ننوتو یا پاتې کېدو اجازه نه ورکوي، دا موده د ذوالقعده د میاشتې له نیمایي چې د ۲۰۲۴ کال د جون له ۲۳ نېټې سره سمون لري، یعنې د مناسکو له اداء کولو وروسته پورې غځېږي.

وزارت ټینګار کړی چې د زیارت هر ډول او په هر نامه وېزه "د حج د مراسمو د ترسره کولو لپاره جواز نه ګڼل کېږي."

که څه هم هر کال میلیونونه مسلمانان د حج هیله لري، خو په یوه کال کې له نژدې دوو میلیون حاجیانو زیات کسان سعودي ته نه پرېښودل کېږي، ځکه چې د ۲۰۲۲ کال د شمېرو له مخې، مسجد الحرام د دغه شمېر خلکو ځایولو ته بسنه نه کوي.

۱۳۰۰۰ ډالره جریمه

هغه کسان چې سرغړوونکي حاجیان لېږدوي د ۱۳۰۰۰ یا ډېرو ډالرو جریمې پر ورکولو سربېره تر شپږو میاشتو په قضايي حکم بندیدلی او د لېږد وسیله یې ضبط کېدلی شي.

د سزا تر عملي کېدو وروسته سرغړوونکي او لېږدوونکي له هېواده شړل کېږي او د سیستم د مشخصو وختونو پر بنسټ سعودي ته له ننوتلو منع کېږي.

سعودي عربستان اعلان وکړ چې تر اوسه یې د حج فریضې ادا کولو لپاره نا ثبت شوي تر ۳۰۰ زرو ډېر کسان نیولي دي.

پر خواله رسنیو ځینې وېډیوګانې لاس په لاس شوې چې ځینې سرغړوونکي او د جعلي اجازې لرونکي کسان پکې نیول شوي دي.