تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
امیر خان متقي پاکستان د سولې مذاکراتو کې په خنډ جوړولو تورن کړ
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي پاکستان په خبرو اترو کې په خنډ جوړولو تورن کړی او ټینګار کوي چې دغه هېواد حق نه لري طالبانو ته دا لارښوونه وکړي چې له نورو هېوادونو سره اړیکې څنګه تنظیم کړي.
ښاغلي متقي دا څرګندونې په کابل کې د هېواد له ځینو سیاسي شنونکو سره په یوه ناسته کې کړې دي چې تر ډېره یې خبرې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر ترینګلتیا، مذاکراتو، د پاکستاني لوري پر غوښتنو، نشهيي توکو او د سیمې او نړۍ سره د طالبانو حکومت د سیاسي او اقتصادي اړیکو پر مسلو ورټولې وې.
ښاغلي متقي وویل، پاکستان کې د پرېکړې او قوماندې مرجع یوه نه ده "هلته د قوماندې او تصمیمګیرۍ مرجع یوه نه ده، تاسو به پرون د اسحق ډار صاحب دا خبره اورېدلې وي چې ما په فلانۍ موضوع کې د پوځ له مشر نه هم اجازه واخیسته او له صدر اعظم نه مې هم اجازه واخیسته، دا څه معنا لري چې ایا دې هېواد کې څومره مشران دي؟".
ښاغلي متقي وویل، افغانستان د پاکستان پر وړاندې له زغمه کار اخیستی، خو پاکستان څو ځله د افغانستان حریم نقض کړی، سوداګریزې لارې یې تړلې دي او افغان کډوال په یوه او بله پلمه ځوروي.
"پاکستان یو ځل پر موږ د پاکستاني طالبانو تور لګوي، په هغه موضوع کې چې لږ مخته ولاړ شو، بیا وايي د بلوڅانو غورځنګ دی، بیا چې لږ مخته ولاړ شو، وايي په دې کې د هندوستان لاس دی. له هندوستان سره زموږ اړیکي سیاسي دي، اقتصادي اړیکي دي، زموږ سیاست ازاد دی، خپلواک دی، حق لرو چې له هرچا سره اړیکي ولرو، ته هم په ډیلي کې سفارت لرې. ته هم ورسره راشه درشه لرې، ته هم تجارت ورسره لرې، نو چې زه یې لرم بیا نو ولې؟".
ښاغلي متقي ټینګار وکړ چې له هندوستان او هر بل هېواد سره د افغانستان اړیکي د هېچا پرضد نه دي، بلکې دا د متوازن سیاست معنا ده چې افغانستان به نور د منفي سیاستونو ډګر نه وي. نور به د منفي رقابتونو ډګر نه وي.
متقي وویل "په بلوچستان کې له پاکستان سره د بلوڅانو مشکل ۷۵ کاله مخکې پیل شوی، ایا دا مشکل د پاکستان له جوړېدو سره سم نه دی پیل شوی؟ له ټيټيپي سره یې د مشکلاتو شل کاله اوړي، د پاکستان هېڅ داسې سیاسي مشر به نه وي چې کلونه کلونه یې په هېواد کې زنداني شوی نه وي او اوس هم بندیخانې ترې ډکې دي، دوی باید د دغو مشکلاتو پر حل غور ورکړي".
ښاغلي متقي وویل، د ډیورنډ فرضي کرښې دواړو غاړو ته ولسونه پراته دي چې ترمنځ یې دا غرنۍ، تاریخي او کلتوري سیمې په زور نه کنټرولېږي. "دې غاړې [افغانستان لوري] ته هم همدغه قومونه پراته دي".
د طالبانو دغه چارواکي ویلي، په خبرو کې د طالبانو سیاست دا و چې په عیني واقعیتونو خبرې وشي، پاکستان د تېر جمهوریت پرمهال "پر کرښه اغزن تار تېر کړ، بیا دې پر ټول سیمخاردار امنیتي کامرې ولګوې، شا ته دې پوستې ورته جوړې کړ، بیا دې د هغه شاته د ګزمو لپاره سړکونه جوړ کړل او هاخوا ترې بېسونه (اډې) پرتې دي، نو ولې د خپل ځان دفاع پخپله نه کوې چې هم دې پوځ ډېر دی او هم دې استخبارات اکمال شوي او اکمالات لرې. نو هغه کار چې له ما یې غواړې ته یې پخپله وکړه".
کوکنار
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د ډیورنډ کرښې هاخوا کې د کوکنارو د پراخې کرنې مخنه ونیسي.
دی وايي افغانستان کې د کوکنارو مسله دغه هېواد او نړۍ ته لوی سرخوږی و چې اوس پرې بندیز لګول شوی، کښت یې له منځه ولاړ، پر قاچاق او سوداګرۍ یې بندیز ولګول شو، "خو نن پورې غاړه په زرګونو هکټاره ځمکه کوکنار کرل کېږي او بیا هم سیمې ته هماغه خطر متوجه دی او بیا به د افغانستان پولې د قاچاق په ډول کارول کېږي او بدنامي به یې افغانستان ته اوړي.
دا غږ موږ پر نړیوالو هم کوو چې د مخده موادو د دومره پراخ کښت چې رسنۍ هم ورباندې شاهدانې دي او د هغه هېواد سیاستوالو هم دا خبره کړې ده، دې ته باید خاصه توجه وشي چې دغه بوټی او دغه مضر کښت بیا وده ونه کړي او بیا ډېر نه شي".
پاکستان لا تر اوسه د ښاغلي متقي دغو څرګندونو ته ځواب نه دی ویلی.
نه" ده او نه هم د دوی مسؤلیت دی او نه له دوی دا تمه کېدای شي چې په پاکستان کې امنیت تضمین کړي.
د سولې خبرې ولې ناکامې شوې؟
د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سولې د نوي پړااو خبرې د سوېلي اسیا د دې ګاونډیو ترمنځ د تاوتریخوالي د ختمولو لپاره کومه لویه لاسته راوړنه نه ده لرلې، که څه هم دواړو لورو هوکړه کړې چې خپل نازک اوربند ته به دوام ورکړي.
تېره اونۍ په سعودي عربستان کې شوې خبرې د قطر، ترکیې او سعودي عربستان په کوربتوب د هغو غونډو تازه پړاو و چې موخه یې په اکتوبر کې د خونړیو سرحدي نښتو وروسته د کړکېچ کمول دي.
په دوحه کې منل شوی اوربند تر ډېره پاتې شوی، خو د اوږدمهاله تړون د رامنځته کېدو لپاره تېره میاشتې په استانبول کې د تعقیبي خبرو هڅې کومه سوله ییزه هوکړه رامنځته نه کړه.
درې افغان او دوه پاکستاني چارواکو رويټرز ته وویل چې وروستۍ خبرې د سعودي په وړاندیز ترسره شوې وې او پکې د پاکستان د پوځ، استخباراتو او د بهرنیو چارو وزارت استازي شامل وو.
دواړو لورو په دې هوکړه وکړه چې اوربند به وساتي.
د شخړې اصلي ټکی دا دی چې اسلاماباد وایي په افغانستان مېشت وسله وال په پاکستان کې وروستي بریدونه کړي، چې پکې د افغان اتباعو ځانمرګي بریدونه هم شامل دي. کابل دا تور ردوي او وایي چې د پاکستان د امنیت د خرابتیا مسؤلیت خپل د پاکستان پر غاړه دی نه د افغانستان یې مسؤل نه شي ګڼل کېدای.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د چارشنبې په ورځ وینا کې د خبرو د ځای په اړه تبصره ونه کړه او نه یې دا تأیید کړه چې خبرې په سعودي کې شوې وې که نه.
هغه وویل: "زموږ دریځ د پاکستان په اړه دا دی چې موږ لا هم د تفاهم او خبرو له لارې د ستونزو حل غواړو" او زیاته یې کړه: "موږ د پاکستان له چارواکو غواړو چې د خپلې بنسټیزې ستونزې حل ته پام وکړي او د اسلامي امارت د رغوونکو ګامونو قدر وکړي".
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت او پوځ لا تر اوسه دې څرګندونو ته ځواب نه دی ویلی.
د اکتوبر نښتو کې لسګونه کسان ووژل شول، چې دا له ۲۰۲۱ وروسته کله چې طالبان په افغانستان کې بیا واک ته رسېدلی، تر ټولو سخت هغه سرحدي تاوتریخوالی و.
اسلاماباد وایي غواړي کابل دې ته اړ کړي چې په لیکلي ډول ژمنه وکړي د پاکستان ضد ډلو پر وړاندې به اقدام کوي. طالبان وایي دا غوښتنه "منطقي