د امریکا او روسیې د زندانیانو تبادله کې هغه مېرمن خوشې شوې چې په خیرات ورکولو غداره بلل شوې وه

د بشري حقونو هغه روسي الاصله امریکایۍ فعاله د مسکو او واشنګټن تر منځ د بندیانو تبادلې لړ کې نژدې یو کال وروسته په روسیه کې له بنده خوشې شوه، چې له روسیې سره په (غدارۍ) تورنه شوې وه.

د امریکا د لاس انجلس اوسېدونکې بالرینا کیسنیا کاریلینا په ۲۰۲۴ کال کې د روسیې یکاترینبورګ ښار ته د سفر پر مهال ونیول شوه او له یوه کال ډېره موده یې د روسیې په زندان کې تېره کړه.

هغه په امریکا کې مېشت یوه خیریه بنسټ ته د بسپنې پر ټولولو (غداره) بلل شوې وه او محکمې په ۱۲ کاله بند محکومه کړې وه.

مېرمن کاریلینا یوازې ۵۱ امریکايي ډالره دغه خیریه بنسټ ته لېږلي وو.

دغه بنسټ چې مېرمن کاریلینا ورته پر بسپنه ټولولو پړه پېژندل شوې وه، په اوکرایین کې بشري مرستې کوي.

بل لور داسې رپوټونه دي چې امریکا د زندانیانو د تبادلې دې پړاو کې ارتور پیتروف نومې هغه سړی خوشې کړی چې د روسیې او جرمني تابیعت لري او روسیې ته د مایکرو الکټرونیک هغه کوچنیو برېښنايي وسیلو په لېږد کې یې لاس درلود چې د روسيې پوځ ترې په ټکنالوژیکه برخه کې ګټه پورته کوله. هغه په ۲۰۲۳ کال کې قبرس کې نیول شوی و.

د زندانیانو دغه تبادله په ابوظبي کې شوې. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي"مېرمن کاریلینا خپل هېواد ته پر لاره ده." هغه ویلي نوموړې د روسیې له لوري په تېروتنه نیول شوې وه.

هغه ویلي، ولسمشر ډونلډ ټرمپ د دغې امریکایۍ خوشې کېدل شوني کړل او دا چې ښاغلي ټرمپ ته له امریکا بهر د خپلو زنداني وګړو ازادول لومړیتوب لري.

والسټریټ ژورنال ورځپاڼې رپوټ ورکړی چې د زندانیانو دې موضوع حل ته د سي آی اې مشر جان راټکلیف هم ورغلی و.

په څه کم دوه میاشتو کې دا دویم وار دی چې د امریکا او روسیې ترمنځ د زندانیانو تبادله کېږي.

په فبرورۍ کې، د روسیې تبعه الکساندر وینیک چې د پیسو سپینولو په تور د امریکا په یوه زندان کې بندي و، د امریکایۍ ښوونکي مارک فوګل د خوشې کولو په بدل کې ازاد شو.