د کراچۍ هوايي ډګر ته څېرمه چاودنه کې دوه چينايان وژل شوي

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د جناح نړیوال هوايي ډګر ته څېرمه د چاودنې له امله دوه چینایان وژل شوي او د چینایانو او پاکستانیانو په ګډون ۱۱ نور تنه ټپیان دي.

په پاکستان کې د چین سفارت د پېښې پخلی کړی او وايي، د يوه چينايي تر څنګ ځايي وګړي هم ټپيان شوي دي.

سفارت زیاته کړي په چاودنه کې د چینايي انجینرانو یو کاروان په نښه شوی چې د پاکستان په سند ایالت کې يې د بریښنا پر يوه پروژه کار کاوه.

دغه چاودنه ځايي مهال د شپې يوولس بجې پر هغه سړک شوې چې د فيصل لويه لار له هوايي ډګر سره نښلوي. ويل کېږي چاودنه دومره زوروره وه چې غږ يې د ښار په بېلابېلو سیمو کې اورېدل شوی دی.

د چاودنې له کبله په سيمه کې ګڼو ګاډو هم اور اخيستی دی.

د سند ايالت د کورنيو چارو وزير ضيا الحسن لنجار وايي، دا يو "ترهګريز بريد" و چې د بهرنيو وګړو موټر په کې په نښه شوی دی. نوموړی وايي د پېښې په اړه نورې پلټنې روانې دي.

د پوليسو سرچينو بي بي سي ته ويلي، "يو موټر له هوايي ډګره پر وتونکې لار له هغه موټر سره ټکر شوی چې بهرني وګړي په کې سپاره وو."

غبرګونونه

دې برید ته پاکستان کې په کور د ننه بېلابېل غبرګونونه ښودل شوي. لومړي وزیر شهباز شریف دا برید په کلکو ټکو غندلی او ویلي یې چې دي چې پاکستان د خپلو چینايي ملګرو د ساتنې ټینګ هوډ لري "موږ به ده غوی د سلامتیا او سوکالۍ د ډاډمنتیا لپاره هر ډول هڅې روانې وساتو."

بله خوا، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه خبرپاڼه کې د دې برید د غندلو سربېره ویلي، "د ترهګرۍ دغه ناوړه عمل نه یوازې پر پاکستان بلکې د پاکستان او چین پر دوامداره دوستۍ هم برید دی".

په دې چاودنه کې لس پاکستاني وګړي هم ټپيان شوي دي. د پولیسو ډاکترې سميعه سيد له بي بي سي سره په خبرو کې د دو ټپيانو حالت نازک ښولی دی.

بلوڅ بېلتون پالې ډلې بلوچ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) رسنيو ته په استول شوې خبرپاڼه کې د چاودنې مسووليت منلی دی.

دا برید په داسې وخت کې شوی چې راتلونکې اونۍ په پاکستان کې د شانګهای همکارۍ ټولنې سیمه ییزه غونډه کېدونکې ده.

په دې وروستيو کې د پاکستان په بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه خيبرپښتونخوا او د بلوچستان ځينو سیمو کې وسله والو بريدونه او چاودنې زياتې شوي دي چې تر ډېره په کې پولیس او امنيتي ادارې په نښه کېږي.

پاکستان د دغو بريدونو او چاودنو پړه تر ډېره پر بلوڅ بېلتونپالو ډلو او پاکستاني طالبانو اچوي.

همدا د تېرې شنبې په ورځ د بلوچستان په قلات ولسوالۍ کې پر پاکستاني امنیتي ځواکونو چاودنه کې لږ تر لږه درې عسکر وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

د امنيتي ځواکونو تر څنګ بهرني وګړي هم په دغو بريدونو کې په نښه کېږي، د روان کال په مارچ مياشت په خيبرپښتونخوا کې د قراقرم پر لويه لاره پر چينايي انجينرانو ځانمرګی بريد وشو چې په ترڅ کې يې پنځه چينايي انجينران او پاکستانی موټر چلوونکی ووژل شول.

تېره مياشت بيا د بلوجستان ايالت په پنجګور ولسوالۍ کې له پنجاب سره تړون لرونکي اووه کسان ناپېژاندو وسله والو په ډزو ووژل. دغه کسان د پنجاب د ملتان سیمې اوسېدونکي وو چې د کار لپاره دلته ورغلي وو.