د ښځو نړیواله ورځ: "ډوډۍ د هر چا حق دی"

د عکس سرچینه، World Food Programme
په داسې حال کې چې انس جابر د لا ورزشي بریالیتوبونو په اړه هڅه کوي، د دغې تونسۍ ستورې په ذهن کې له ټېنس لوبې ور ها خوا هم ډېر څه ګرځي چې ویې کړي.
د ټېنس ګرانډ اتلولیو کې ځلېدونکې دا لوبغاړې په ۲۰۲۴ کال کې د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو اېف پي) د سفیرې په توګه وټاکله، په ښکاره دې چارې ورته موقع برابره کړې چې لا ډېر ځان وځلوي او په ځانګړي ډول د ښځو پياوړتیا په برخه کې خپلې هڅې ګړندی کړي.
اغلې جابر د ښځو د پيوستون نړیوالې ورځې په مناسبت چې د مارچ په اتمه لمانځل کېږي د بيبيسي افریقا څانګې سره خبرو کې وویل، "ما غوښتل چې له خپلو وړتیاوو په استفادې د ښځو داسې استازولي وکړم چې په نړۍ کې د بدلون سبب شي."
که څه هم د خوړو خوندیتابه ته کار د هغې د مسولیت برخه ده خو دا ۳۰ کلنه افریقایۍ ستورې لوبغاړې وايي چې په ښځو تمرکز هم مهم دی.
د هغې په ټکو، "خلک فکر کوي چې (ډبلیو اېف پي) یوازې د خوړو کار کوي، اصلا زه د دې تر څنګ د ښځو کومک او روزنه هم کوم."
اغلې جابر زیاته کړه، "کله چې د ښځو ملاتړ وشي، دوی دا موقع مومي چې کار وکړي او ټولې کورنۍ ته نفقه برابره کړي."
د خوړو نړیوال پروګرام سره د سفیرې په توګه د کار له پیله وروسته د هغې لومړی کار په قاهره کې له ځينو پروژو لېدل وو، نوموړې د دغې پروژې پر مهال وليدل چې ښځې څنګه د خپلو لاسي صنایعو له لارې د خپل ژوند د پرمختګ هڅې کوي.
نوموړې وايي دلته یې ولېدل چې ښځې څومره غټ زړه او فکرونه لري، "ما له یوې ښځې سره ډوډۍ چمتو کوله، وروسته چې ډوډۍ تیاره شوه هغه دومره مهربانه وه چې ټوله یې ماته راکوله، ما ورته وویل چې نه دا تاسې کېږدئ چې کار مو وشي او ویې پلورئ."
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام دا استازې وايي، "ما داسې ښځې ولېدې چې خپله یې څه نه لرل خو ډېرې سخي وې او دا موږ ته وايي چې هر څوک باید سخي زړه ولري."
د جابر لپاره بله مهمه برخه زدکړې دي او وايي، "ما یوه ښځه ولېده چې په ډېر ستر عمر کې ښوونځي ته تله. ورته ومې وویل چې ډېره درباندې ویاړم چې له خپلې ماشومې سره ښوونځي ته ځي."
هغه زیاتوي دې ښځې پخوا کله درس نه و ویلی او "دا د ښځو د سخت کار او هڅو یوه بله ښه بېلګه ده."
" ډوډۍ خوړل د هر چا حق دی"

د عکس سرچینه، Getty Images
د خوړو نړیوال پروګرام اداره چې د ملګرو ملتونو تر چتر لاندې کار کوي په ۱۹۶۱م کال کې جوړه شوې او د بشري مرستو تر ټولو ستره اداره بلل کېږي.
د دغې ادارې د اټکل له مخې په نړۍ کې ۳۴۳ میلیونه وګړي وږي دي او نږدې دوه میلیونه له قحطۍ سره مخ دي.
د خوړو نړیوال پروګرام موخه دا ده چې لوږه له منځه یوسي او په دې لار کې منډې ترړې د جابر لپاره د خوښې کار دی خو نوموړې د خوړو نا انډولتوب زړه بوږونکې بولي.
د لوبو دا ستورې وايي، "موږ په ۲۰۲۵م کال کې یوو او له بده مرغه لا هم نړۍ کې لوږه خپره ده، خو که موږ یو موټی او پر یوه بل مهربانه وی داسې لوږه باید چې نه وی."
" زما په اند دا د هر چا حق دی چې د ورځې لږ تر لږه یو ځلې ډوډۍ وخوري."
انس جابر له هغه مهال راهېسې چې په ۲۰۲۲م کال کې یې د ګرانډ سلم ټېنس لوبو پایلوبې ته لار ومونده په پرلپسې ډول مشهوره شوې. نوموړې لومړنۍ افریقایۍ او عربۍ ده چې د ګرانډ سلم پایلوبې ته رسېدلې خو د وېبملډن او د امریکا دغو سیالیو پایلوبې یې سیالو لوبغاړو ته وبایللې.
نوموړې له دې مخکې د یوې مسلمانې په حیث په رمضان میاشت کې د روژې نېولو په اړه هم غږېدلې او دا یې هم ویلي چې په ځينو ټولنو کې ښځینه لوبغاړې جوړېدل څومره ننګونکې چاره ده.
په داسې حال کې چې په ټوله نړۍ کې مسلمانان د روژې میاشت لمانځي نوموړې په خلکو غږ کړی چې هغه ناچاره خلک له یاده ونه باسي چې د روژه ماتي لپاره څه نه لري.
د هغې په ټکو "یو زیات شمېر خلک پوره کال بلکې کلونه کلونه وږي او روژه وي او د نړۍ دا لوری ډېر خواشینی او نا هیلې کوونکی دی."
مورتوب او ټېنس

د عکس سرچینه، Getty Images
اغلې جابر یوه له مشهورو او د نورو ښځینه لوبغاړو ډېره ملاتړي لوبغاړې بلل کېږي.
دا تونسۍ لوبغاړې وايي چې د 'ټېنس په برخه کې د ګڼو نجونو او ښځو ملاتړ کوي' خو ټينګار کوي چې د ټولو لوبو برخه کې ډېر کار ته اړتیا ده.
هغه هیله لري چې لا ډېر مالي ملاتړي دې برخې ته را ودانګي او په ټکو یې "دا ځکه که کومه ښځينه لوبغاړې ميندواره شي نو پیسې نه شي ګټلی، دا ډېره مهمه ده چې دې برخې ته پام وشي او زه یقین لرم چې یوه ورځ به دا پرمختګ ووینم."
اغلې جابر وايي هغه بلېنډا بېنېک ته له دې کبله چې د ماشوم له زیږولو وروسته یې تېره فبرورۍ میاشت کې د ابوظبۍ لوبو اتلولي وګټله ډېره خوښه ده.
نوموړې د ځينو نورو لوبغاړو ژوند ته په اشارې ویلي هیله لري چې "یوه ورځ زه هم خپل ماشوم ولرم او نړۍ ته دا وښایم چې دا کار نا شونی نه دی چې ماشوم وزېږوې او بیا خپلې مسلکي لوبو ته وګرځې."
رواني روغتیا ته پام څومره اړین دی؟

د عکس سرچینه، Getty Images
اغلې جابر هیله لري چې د ۲۰۲۴م کال له ټپونو چې هغه یې ډېره وځوروله بېرته ژر په خپلو مسلکي لوبو کې لکه د تېر وځلېږي.
پخوا د نړۍ په دویم مقام ولاړه دا لوبغاړې ۳۲ نمبر ته غورځېدلې خو د قطر په وروستیو لوبو کې چې تېره فبرورۍ میاشت وې نوموړې نیمه پایلوبې ته ورسېده. هغې د اولمپیک اتلې ژېنګ قېنوین ته په ماتې ورکولو خپله وړتیا بیا وښوده.
انس جابر وايي د ټپ پر مهال چې له لوبو لېرې وه رواني روغتیا ساتل ورته ډېر اړین او مهم و، "زه فکر کوم چې د ټېنس یوې لوبغاړې لپاره رواني روغتیا ډېره مهمه ده."
نوموړې زیاتوي "زه تل خلک هڅوم چې د خپلې رواني روغتیا پام وساتي، ځکه دا هغه څه دي چې موږ ته د ژوند هیلې راکوي."
د ښځو د پیوستون نړیوالې ورځې پيغام
د ټېنس دا مشهوره لوبغاړې انس جابر چې د لوبو تر څنګ، بشري مرستو ته کار کوي او د یوې متوازنې کورنۍ جوړولو فکر لري هغوی ته هم ځانګړی پیغام لري چې د ښځو نړیواله ورځ لمانځي کومه چې هر کال د مارچ په اتمه ګرده نړۍ کې له بېلابېلو مراسمو او پيغامونو سره جوړېږي.
نوموړې وايي، "زه د نړۍ په هر ځای کې ښځو ته درناوی لرم، او داسې احساسوم چې ښځې تر ټولو سخت او هوښیار مخلوق دی."
اغلې جابر همداراز وايي، "زه غواړم هرې ښځې ته ووایم چې په خپلو هیلو باور ولري او د تر لاسه کولو لپاره یې هر هغه څه وکړي چې تر وسې یې پوره وي، ان دا که له واده او مورتوب وروسته هم وي، ځکه هر څه شوني دي."
ښځو ته د پیغام په ډول هغه وايي "خپل ځان ته وخت ورکړئ ځکه تاسې یې مستحقې یی او په دې هیله چې موږ نړۍ کې ډېرې بریالۍ او ځلېدلې ښځې ووینو."











