د 'اولمپيک ماشومه' او ميندواري چې نړۍ يې حيرانه کړه

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, نيشات لدا،
- دنده, بي بي سي افريقا سپورټ
"ما مې د ماشومې په اړه فکر کاوه، دا چې (پر ګېډه) ماشومه مې هم د اولمپيک لوبغاړې شي."
دا يوه داسې اضافي هڅونه وه، چې مصرۍ تورې وهونکې ندی حافظ، کله چې د ۲۰۲۴ کال پاريس اولمپيک لوبو کې برخه اخيسته، ورته اړتيا لرله.
يوازې څو ګوتې په شمار کسان پر دې پوهېدل، چې دا د اووه مياشتنۍ ميندوارۍ پر مهال سيالي کوي. تر هغې چې دې په خپله، د وروستيو ۱۶ لوبغاړو له پړاوه له وتو وروسته دا خبر پر ټولنيزو رسنيو شريک کړ.
همدې خبرې يې بيا د نړۍ لروبر د خبرونو سرټکي جوړ کړل.
توپاني غبرګون يو داسې څه وو، چې مېرمن حافظ پخوا هېڅکله نه وو ليدلي.
ندی حافظ د بي بي سي سپورټ افريقا برخې ته ويلي "دا خبره مې يوازې د ټولنيزو رسنيو پر خپلې شخصي پاڼې خپروله، په وياړ مې ويل داسې حال کې چې ميندواره وم، نړۍ کې د سر ۱۶ لوبغاړو کې راغلم".
"اټکل مې نه کاوه، چې په دومره پراخه کچه دې خپور شي. نه پوهېدم، څه روان دي."
دا ۲۷ کلنه مېرمن وايي پيغام ته یې ډېر غبرګونونه مثبت وو.
"کله چې دا پوسټ په پراخه خپور شو او دا چې ټولو ته يو الهام وم، زما لپاره يوه لويه خبره وه."
ندی حافظ چې کلينيکې پتالوجېسټه يا د وينې او د بدن مايعاتو کتونکې ده، وايي ډاکټرانو اجازه ورکړې وه، چې اولمپيک لوبو کې د تورې وهلو سيالي وکړي او غوښتل یې نړۍ ته وښيي چې د ښځې بدن څه کولی شي.
دا وايي "دا راته په ريښتيا يو مهم پيغام و، دا چې د يوې مصرۍ او عربې مېرمنې په توګه ټولو ښځو ته ووايم چې خپل بدن مو حيرانولی شي".
"ځينې وختونه بايد خپل مخ کې يوه بېلګه وګورې، چې وپوهېږې، يو کار کولی شې".
"ځکه ښايي يوه ميندواره ښځه، د یو څه له کولو ډارېږي او اوس به خپل ځان ته وايي: هلته يوه ښځه ده، چې اولمپيک کې يې د ميندوارۍ پر مهال سيالي کوله، نو زه هم هر څه کولی شم."

د عکس سرچینه، Getty Images
خو د دغه راز روښانولو سره چې ګران پالې کې يې د تورې وهلو ګوښې ښځينه سيالۍ کې داسې مهال ګډون کاوه، چې پر ګېډه یې ماشوم و، هر څوک په کې د ندی حافظ دومره ملاتړی نه و.
يوه ورځ وروسته، دې پر انسټګرام يو بل پوسټ وکړ، پر دې ټينګار لپاره، چې دا لومړۍ ښځه نه ده اولمپيک کې راڅرګندېږي او دا چې دې غوښتل د مصري ښځو "پر ځواک، زغم او ټینګار رڼا واچوي".
پياوړتيا بيا هغه وخت رامخکې شوه، چې خبره پر انټرنېټ له منفي تبصرو سره د چلن شوه.
دې راغبرګوله "ځينې خلک نه غواړي بريالۍ دې وګوري".
"دا اسانه ده، چې يوه خبره وليکي او بيا وتښتې. راسره مخامخېږې نه."
"غواړم روښانه کړم، چې زه يوه ډاکټره يم او دا (د ميندوارۍ پر وخت سيالي) يو داسې څه دي چې زمان طبي مسئلو پر ضد نه دي."
"ځينو خلکو ويل، بايد ځای مې يو بل چا ته ورکړی وی. خو دا يو غوراوی ځکه نه و، چې ما دغو سياليو ته لار موندلې وه."
"مور مې راته ويل، که يو څه لولې، مه خپه کېږه – خو څه مې چې کړي پرې وياړم. يو څه مې لاسته راوړي او دا کار ډېر ننګوونکی و."
دا چې تورې وهل، يو ډول جګړه ييز سپورټ دی چې تورې په کې کارېږي، همدې کار به منفي تبصرې پارولې وي؟
"زما لپاره، تورې وهلو لوبه هسې نه ده لکه چې ښکاري. د لمس دا احساس لري. ډاکټر مې ډاډ راکړ، چې ناخوندي نه ده."
د پاريس ارمان پوره کولو لپاره ورته د ډاکټرانو لارهواری

د عکس سرچینه، Getty Images
ندی حافظ قاهره کې اوسېږي او کله یې چې د طب زدکړې کولې، د تورې وهلو سيالۍ سره یې خپله لېوالتيا هم روانه ساتلې وه. بيا د مصر تورې وهلو اتله شوه او ۲۰۱۶ کال کې د ريو او ورپسې د توکيو ۲۰۲۰ کال اولمپيک لوبو ته لاړه.
نو د پاريس ۲۰۲۴ کال اولپيک لوو ته لار موندنې سره چې کله پوه شوه میندواره ده، ترې پر وتلو يې غور کړی و؟
دا وايي "هو، هرو مرو. د يوه نړيوال جام (فعاليت) يوه اونۍ مخکې پوه شوم چې میندواره یم او ويل مې، هوکې، خطر پر غاړه نه اخلم، ځکه دا مې لومړۍ ميندواري وه".
"نه پوهېدم، څه ډول احساس به کوم."
"خپل مېړه ته (چې د زړه يو جراح دی) په انتظار وم، چې راته ووايي بس کړه او ارام وکړه. خو ده راته ويل: ډاکټر ته به ورشو، هر څه يې چې راته وويل، هماغه به کوو."
"او ډاکټر بيا ويل: ته کومه ناروغي نه لرې. يوازې ميندواره یې. که سمه وې او هر څه عادي او نارمل وي، هر څه چې غواړې کولی یې شې."
همدې ډاډګېرنې سره، ندی حافظ د روزنې بيا پيلولو لپاره د چمتووالي احساس وکړ.
دې ته په کتو، چې که دا خبره راووځي، نو پر هېواد به يې څومره پام راغونډ وي، څومره یې چې کولی شوی، خبره یې غلې وساتله.
دې ويل "اړه نه وم هر چا ته ووايم، ځکه دا د اولمپيک لوبو لارو چارو خلاف کار نه و".
"يوازې هغو خلکو ته مې وويل، چې بايد خبر شوي وی. تر ټولو مهمه خبره دا وه، چې د کوم قانون او يا روغتيايي حالت خلاف کار ونه شي."
"زه پوهېدم چې وبه توانېږم، نو ګام پر ګام مخکې لاړم تر هغه چې اولمپيک لوبو ته ورسېدم."
د مصر اولمپيک ملي کمېټې د بي بي سي سپورټ افريقا څانګې ته ويلي، داسې لارې چارې نه شته چې ميندوارې ښځې له روزنې او يا سيلانۍ منعه کوي.
خو يوه چارواکي ويل "بايد يو خوندي چاپېريال وي او بايد ډاډمنه کړو چې کوم خطر نه شته".
پاريس کې په خپلې "اولمپيک ماشومې" هڅېدلې

د عکس سرچینه، Getty Images
ندی حافظ چې اوس د څلور مياشتو ماشومې زينه مور ده، پر هغه رول سوچ کولی شي، چې لور يې پاريس کې د دې لاسته راوړنې کې لوبولی دی.
دې ويل "له رواني روزونکي سره مې کار وکړ. غوښتل مې ماشوم لپاره يو بېل څه وکړم."
"هڅه مې کوله داسې فکر ونه کړم، چې د نه ګټلو پلمه لرم. بېل ډول مې سوچ کاوه. میندواره یم او ګټم به يې او ومې ګټله."
ندی حافظ پاريس اولمپيک کې د نړۍ اومې شمېرې لوبغاړې اليزابېت تارتاکووسکي ته ۱۵-۱۳ ماتې ورکړه.
دې زياته کړه "دا د يوې مصرۍ اولمپيک لوبغاړې لپاره يوه تر ټولو غوره پایله ده."
"له خوښۍ مې ژړل. دا مې ماشومې لپاره يو داسې څه دي چې پرې ووياړي."
دې بيا د وروستيو ۱۶ لوبغاړو پړاو کې د جنوبي کوريا جيون هايونګ پر وړاندې ۱۵-۷ وبايلله.
هېڅ سياله يې هم نه پوهېده، چې ندی حافظ دې ميندواره وي.
"عادلانه نه ده، چې يو څوک وپوهېږي. ښايي له دې ووېرېږي چې لمس يا داسې څه وکړي. نو د خبرولو اړتیا نه شته".
دا چې رول ماډل وګڼل شوم، "زړه مې په ولولو شو"
ندی حافظ چې د نوې مور کېدنې تر څنګ د ماسټرۍ زدکړې کوي، د دې تکل لري چې سپورټ کې د ښځو حقونو لپاره خپل دريځ وکاروي.
دې لا نه ده پتېيلې، چې غواړي د ۲۰۲۸ کال لاس انجلس اولمپيک لوبو کې سيالي وکړی او که څنګه.
اوس لپاره يې لا هم ذهن کې هغه لاسته راوړنې دي چې پاريس اولمپيک لوبو کې یې لرلې.
"ځوانو نجونو راته ويل، موږ ته دې ډېر الهام راکړی. غواړو د طب زدکړې وکړو او سپورټ هم روان وساتو."
"او همدې خبرې تر ټولو خوشاله کړې يم."
"هر کله چې له چا یو پيغام ترلاسه کوم، چې راته وايي زه یوه رول ماډله يم، زړه مې په ولولو راولي – ځکه همدا يو داسې څه دي چې ټول ژوند ورته کار کوم."
"لا هم ځوانه یم. د لا ډېر کار تکل مې دی او دا چې د مور په توګه يوه بېلګه اوسم."
"هیله مې ده، لور مې هم يوه ورځ د اولمپيک لوبغاړې وي. دا ماشومه اولمپينه ده او ښايي بيا يوه غټه اولمپينه هم وي."











