د ټېنس تونسۍ لوبغاړې انس جابر د تاریخ جوړولو هڅه کوي

تونس

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، انس جابر تونسۍ لوبغاړې

کال وړاندې د ټېنس تونسۍ لوبغاړې انس جابر د خپل ټیلېفون پر ښیښه په ویمبلډن کې د ښځو ټېنس د اتلولیو جام انځور لګولی و.

هغې د سیالۍ له بایللو وروسته د ارمان دغه انځور ژر لیرې کړ.

خو دا دی یوه بله موکه په لاس ورغلې، چې پر شنبه له خپلې سیالې مارکتا وندروسوا سره په پای لوبه کې لوبېږي.

د تونس دا اوڅاره لوبغاړې غواړي په دریمه لویه سیالۍ خپل ځای خوندي کړي.

ځکه چې هغه د ټینس د (ګرانډ سلیم) اتلې نوم ګټلو لپاره لومړنۍ افریقایي یا عربه ښځه ده. هغې وویل "زه هیله لرم چې نه یوازې د تونس بلکې د افریقا لپاره تاریخ جوړ کړم."

جابر د تېر کال په څېر، شپږمې شمېر د خپلې خوښې پایلوبې ته ځي او د نړۍ د ۴۲ مې شمېرې غوره لوبغاړې ۲۸ کلنې وانډروسووا سره په سیالۍ کې مخ کېږي.

د جابر هوډ دا دی چې د ټېنس په نړۍ کې یو کمساری ګام واخلي، که بریالۍ شي، د ټېنس د ښځینه لوبغاړو غوره جایزه "وینز روزواټر ډېش" په ترلاسه کولو سره به د لومړۍ درجې ښځینه لوبغاړو په لیکه کې ودرېږي.

"وینز روزواټر ډېش" په برتانیا کې د خوړو یو سمبولیک لوښی دی چې له ډېرو کلونو راهسې په ویمبلډن کې د ښځینه اتلو لوبغاړو لپاره د جایز په توګه یاد دی.

د جابر سیاله ۲۴ کلنه وندروسووا په لندن کې په ګرځندوی وه چې جابر د لوبو پر وخت ټپي شوه او سیالي یې الینا ریباکینا ته وبایلله. دغو ټپونو هغه شپږ مېاشتې له سیالیو کینوله.

وانډروسووا وویل: "زه دلته په راتګ منندوی یم، دا بیخي لیونۍ شېبې دي."

لندن

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ریباکینا

چک د کال ۲۰۱۹ فرنچ اوپن کې د ۱۹ کلن لوبغاړې په توګه دوهم ځای مقام ګټلی و، هغه لکه د جابر مایوسه وه کله چې یې تر دغه بري وړاندې د امریکا په اوپن فاینل کې سیالۍ وبایللې.

دا چا په (ګرانډ سلیم) لپاره سیالیو کې تجربه لري، وايي جابر له تېر کاله "زدکړه" کړې.

جابر هڅه کوي د یوې وچې په استازولۍ لومړنۍ مېرمنه شي چې دا بریا ترلاسه کړي.

هغه د آل انګلینډ کلب کې د غچ اخیستنې لپاره وهڅېده او د دغه هڅېدنې اغېز یې په نیمه پایلوبه کې پر ریباکینا وکاروه.

ریباکینا قزاقستانۍ لوبغاړې او له ګرانډ سلیم ګټونکو څلورو اتلو لوبغاړو یوه ده چې په امریکا او استرالیا کې یې هم سیالۍ ګټلي. دغه لوبغاړې ته جابر په یوه سخته سیالۍ کې ماتې ورکړه.

ریباکینا وايي" کله چې پایلوبو ته ورسېږئ، مهمه نه ده چې ته له یوې اتلې سره مخ یې یا نه."

جابر وویل: "زما په اند پایلوبه پایلوبه ده. څوک چې د احساساتو مخه نیسي، هغه څوک چې په لوبغالي کې ډېر چمتو وي هغه به لوبه وګټي."

یوې لوی پایلوبې ته د انس جابر وتل، په لوبو کې د هغې له ځنډېدو او ګڼو کړانو سره مله خبره ده. هغه تېر وار په زنګانه کې ټپي شوه او د څه مودې لپاره له لوبو کورناستې وه.

جابر چې د (خوښۍ وزیره) په نوم ورته غږ کېده، د تېر کال له کړاونو یې مثبت لوري ته ګام اخستی او له هیلو سره راپورته شوې.

هغه وايي "ټپي کېدو ورته دا ور زدکړل چې څه ډول زغم ولري او څه چې درسره پېښ شوي باید ویې منې. که نه نو له وسه مې پورته وه."

"زما مطلب دا دی، که تاسو ماته ووایاست چې تاسو ژوبل یاست او تاسو به د ویمبلډن پایلوبو ته لاړ شئ، زه به یې ومنم." جابر چې لوبې او هڅې یې تل ستایل کېږي وايي، تمه لري دریم وار به هم د خوښۍ دا موکه ور په برخه شي، هغې وویل: " نه یوازې د ویمبلډن له پای لوبو د متحده ایالتونو له اوپن فاینله مې هم ډ‌ېر څه زده کړي ، او د لا ځلیدا لپاره به زه خپله بشپړه هڅه وکړم."

"ښايي سږکال دوه ځله هڅه وکړم او پایله یې ترلاسه کړي." ښایي د بد بختۍ څخه مخنیوي لپاره، سږکال هغې په ډاګه کړه چې د هغې د تیلیفون په لاک سکرین کې څه دي چې دا ځل یې هڅوي، خبریالانو ته یې وویل، "تاسو به د فاینل وروسته پوه شئ."

جابر سږ کال د دې لپاره چې بخت یې سپېره نشي، د خپل ټلیفون پر ښېښه د خوښې انځور خلکو ته ښکاره کوي، هغې خبر خبریالانو ته وویل "له پایلوبې وروسته به وپوهېږئ."

د ویمبلډن ټېنس سیالۍ چې د برتانیا په لوبیز ډګر کې لوی تاریخي ارزښت لري له معنوي اړخ ورها خوا لوبغاړو ته د پام وړ نغدي جایزې هم ورکوي.

د سیالۍ اتل ته دوه میلیونه ۳۵۰ زره پونډه جایزه ورکول کېږي او په درجه بندۍ کې ۲۰۰۰ امتیازه ورکول کېږي.

د دویم مقام ګټونکي ته یو میلیون او ۱۷۵ زره پونډه نغدي جایزه او ۱۳۰۰ امتیازه په درجه بندۍ کې ورکول کېږي.