د سکواش د هغې لوبغاړې کيسه چې نه اوري او نه خبرې کولی شي

د ویډیو تشریح، د سکواش د هغې لوبغاړې کيسه چې نه اوري او نه خبرې کولی شي

له څو لسيزو راهيسې سکواش لوبه د پاکستان پښتنو ترمنځ خورا مشهوره ده. د جهانګير او جانشير په څېر مشهور نړيوال ستوري هم په کې تېر شوي دي.

خو نجونې په کې ډېرې کمې ځلېدلې دي. ۱۵ کلنه ثنا بهادر چې نه غږېدی او نه هم اورېدی شي، وايي دې لوبه کې يې د ځلېدو هوډ پياوړی دی او دا ستونزه يې پر وړاندې کوم خنډ نه جوړوي.

پنځه سره مډالونه یې ګټلي، او نورو برياوو ته هم سترګې پر لار ده.

دې يې د خپل پلار په مرسته بي بي سي سره خبرې کړې دي.