سعودي تونسۍ ډاکټره ولې په ۱۵ کلونو بند محکومه کړې؟

په سعودي عربستان کې د مېشتې تونسۍ ډاکټرې مهدیه المرزوقي نیول کېدو او په ۱۵ کلونو د بند سزا یې په ګرده عربي نړۍ کې غبرګونونه راپارولي دي.
فعالان واييو د سعودي محکمې ډاکټره المرزوقي واکمن نظام ته د زیان رسولو د هڅې په تور په ۱۵ کلونو بند محکومه کړې ده.
پر هغې تور دی چې ګنې د تونس پلازمېنه کې یې د لبنان حزب الله ډلې ملاتړ په یوه وېډیو کې ښودلی دی.
محکمې هغه تورنه کړې چې د خواله رسنیو له لارې یې د سعودي پر نظام برید کړی.
د هغې ورور نضال المرزوقي، ۵۱ کلنه خور یې له ۲۰۰۸ کال راهیسې سعودي کې اوسېږي، په ۲۰۲۰ کال سعودي چارواکو وروسته تر هغه نیولې چې پر ټویټر یې یوه وېدیو خپره کړه چې د حزب الله ملاتړ یې پکې اعلان کړی و.
نضال د تونس له ولسمشر قیس سعید او نورو چارواکو غوښتي چې غږ یې تر ټولې نړۍ ورسوي.
#مهدية_المرزوقي
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 1
د هغې د نیول کېدو تر خبر خپرېدو وروسته پر خواله رسنیو (#مهدية_المرزوقي) هشټګ ډېر لاس په لاس شو او د انساني حقونو فعالانو له هغې سره خپله همغږي او خواخوږي اعلان کړه.
رامیا الابراهیم لیکلي: "دغه تونسۍ ډاکټره مهدیة المرزوقي سعودي کې اوسېږي او تونس کې د حزب الله په ملاتړ د ټویټ له کبله په ۱۵ کلونو بند محکومه شوې ده... دا ډاکټره له ۲۰۲۰ راهیسې بندۍ ده او هېڅوک یې غږ نه اوري".
ټویټر کارنو د هغې له مسلې سره د همغږۍ غږ پورته کړی او پر سعودي چارواکو یې د فشار راوړلو غوښتنه هم کړې ده.
ځینو بیا د تونس پر چارواکو نیوکه کړې چې ولې د تونسۍ ډاکټرې د خلاصون لپاره نه لاس په کار کېږي.
د اروپا سعودي د انساني حقونو ډله
د اروپا د سعودي د انساني حقونو ډلې ویلي، د المرزوقي په حق کې د بند پرېکړه د هر هغه چا د غږ له منځه وړل دي چې غواړي خپل نظر څرګند کړي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 2
دغې ټولنې ویلي، د ټویټر کارنو نیول او ځپل د ټولنې د ترهولو د هڅې په معنا دي.
سرچینه وايي، المرزوقي له ۲۰۰۸ کال راهیسې سعودي کې کار کوي، او د جدې زندان ته استول شوې ده. هلته پوره ۱۰ میاشتې تحقیق ترې وشو او د ۲۰۲۱ کال اپریل میاشت کې ځانګړې جزايي محکمه ورته جوړه شوه.
دا چې هغه بهرنۍ ده نو د تونس کونسلګرۍ یې په مسله کې مداخلې ته پرې نه ښودل شوه یا دا چې د هغې له مسلې دفاع وکړي.
په مقابل کې بیا ځینو سعودي پلوو کسانو د سعودي دا ګام ستایلی او وايي هر هغه څوک باید مجازات شي چې سعودي عربستان ته زیان رسول غواړي.








