'د بد او بدتر تر منځ غوراوی': د رژیم ضد ځوان ایرانیان د شخړې پر سر وېشل شوي

ایران

د عکس سرچینه، EPA

تېره جمعه، اسرائیلو پر ایران پراخ هوايي بریدونه پیل کړل. تهران یې په غبرګون کې پر دوی د توغندیو ګوازونه وکړل.

پر همغه ورځ په ویډیو پیغام کې،د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د ایران خلکو ته وویل، اسرائیل د ایران د اټومي پروګرام له شنډولو سره سره غواړې تاسو ته د آزادۍ اخیستلو لاره هم هواره کړي.

د ایراني حکومت د اپوزېسیون ځینې غړي د نتنیاهو د دغې غوښتنې هرکلی کوي خو نور بیا د شک په سترګه ورته ګوري.

که څه هم په ایران کې د اپوزېسیون رسمي ډلې نه شته، ځکه ایراني چارواکو له اوږدې مودې د خپلو سیاسي مخالفتونو مخه نیولې ده. د بېلګې په ډول په 1980 لسیزې کې د ډله ییزو اعدامونو او بندیانو څپه یادولی شو.

نو له همهاله د اپوزېسیون ډېری ډلې له بهره فعالیت کوي. د دوی له ډلې د دوو خورا منظمو سیاسي ګروپونو یادونه کولای شو: لکه د ایران د وروستي شاه د زوی رضا پهلوي د پاچاهۍ پلویان او د جلا وطن مجاهدین خلق سازمان.

خبریالانو لپاره د ایران دننه له خلکو سره اړېکې نیول په ورځ تر بلې ستونزمنېږي، ځکه چارواکو انټرنیټ او ټولنیزو رسنیو ته لاسرسی محدود کړی دی.

په هرصورت، موږ له ځینو هغو ځوانو ایرانیانو سره خبرې وکړې، چې د رژیم مخالفت کوي او په تېر او وروستیو کې یې د ایراني حکومت پر ضد لاریونونه کړي دي.

خو د دوی نومونه مو د هغوی د خوندیتوب لپاره بدل کړي، ځکه ایراني چارواکې ډېری وخت خپل مخالفین ځپي یا یې بندیانوي.

۲۶ کلنې تارا بي بي سي ته وویل، کله چې اسرائیلو له بریدونو مخکې خلکو ته د وتلو خبرداری ورکړ، نو چارواکو انټرنیټ ته لاسرسی بند کړ، تر څو خلک خبر نه شي او د مړو شمېر لوړ شي."

د هغې په وینا، پوستې او د څار وسایل هم د پخوا پرتله ډېر شوي دي. نوموړې چارواکې په "قصدي ډول" د ترافیکي ګڼې او ګوڼې په رامنځته کولو تورن کړل چې خلک په نښه شويو سیمو کې پاتې کېدو ته وهڅوي."

"د وطن پالنې، یووالي او د دوښمن پر وړاندې د درېدو په اړه خبرې کول بې معنی دي. دوښمن له لسیزو موږ ورو ـ ورو وژني. دښمن اسلامي جمهوریت دی!."

د اسرائیلو پوځ د ټېلیګرام او ایکس له لارې د وتلو خبرداري ورکوي، خو د خواله رسینو یادې شبکې په ایران کې کار نه کوي. دا بندیز او انټرنیټ ته محدود لاسرسی په دې مانا دي، چې د ایرانیانو لپاره د خبرداریو لیدل ګران شي.

۲۷ کلنه سیما موږ ته وايي، دا نوره له چا نه ډارېږي.

"هیله لرم، اسرائیل ژر تر ژره دا کار بشپړ کړي. ستړې شوې یم. که څه هم، زه د اسرائیلو یا روان حالت مینه واله نه یم، خو هیله لرم چې دوی به هغه څه بشپړ کړي چې یې پیل کړي دي.

امیدواره یم، چې دوی به موږ او نړۍ له اسلامي انقلاب ساتي ځواک، ایت الله علي خامنه‌يي او په ټوله کې د ایت الله ګانو له ګواښه خلاص کړي."

د ایران ستر مشر، خامنه‌يي نه یوازې د وسله والو ځواکونو مشر دی، بلکې د ځواکمن (سپاه پاسداران انقلاب اسلامي) مشري هم پر غاړه لري، چې د اسلامي نظام د دفاع او د ایران د بالیستیک توغندیو د څارنې دنده مخته وړي. د اسرائیلو په وروستیو بریدونو کې د اسلامي انقلاب د ساتونکي ځواک د قوماندان حسین سلامي په ګډون ډېری لوړ پوړي شخصیتونه ووژل شول.

د اسرائیلو د بریدونو ملاتړ

ځینې خلک، چې موږ ورسره خبرې وکړې، د اسرائیلو د بریدونو خورا کلک ملاتړ کوي.

۲۳ کلن امیر وايي، سل سلنه د اسرائیلو د بریدونو ملاتړ کوي. کله چې مې وپوښت، ولې؟ ځواب یې دا و: "باور لرم، بل څوک له رژیم سره د مقابلې لپاره چمتو نه و.)

"نه ملګري ملتونه، نه اروپا، نه حتا موږ چمتو وو. په یاد مو دي؟ موږ هم هڅه وکړه، خو دوی موږ په کوڅو کې ووژلو. خوشحاله یم، بالاخره هغه خلک چې زموږ ژوند یې تبا کړی و اوس خپله په وېره کې دي او دوی د دا ډول حالت ډېرمستحق دي."

امیر د مهسا امیني له مړینې وروسته په ایران کې پراخو لاریونونو ته اشاره کوي. ۲۲ کلنه امیني په ۲۰۲۲ کال کې د پولیسو په بندخونه کې مړه شوه. نوموړې د بشپړ حجاب نه مراعتولو په تور پولیسو نیولې وه.

په ناروې کې مېشت د ایران د بشري حقونو ډلې راپور ورکړ، چې د ناکراریو پرمهال د دولتي امنیتي ځواکونو له خوا ۵۳۷ لاریون کوونکي ووژل شول. خو د حکومت رسمي دریځ دا دی چې "امنیتي ځواکونو له قوانینو سره سم عمل کړی دی" او په لاریونونو کې یې د رامنځته شویو مرګونو پړه په خپله د لاریون کوونکو یا بهرنیو پر غاړه ور واچوله .

د لاریونونو شعار "ښځه، ژوند، ازادي" د جمعې په ورځ نتنیاهو په انګلیسي او فارسي ژبو ولوست او له ایرانیانو یې وغوښتل " مقاومت وکړي او هڅه وکړي، چې نور مو غږ واوري."

ایران په رسمي ډول د اسرائیلو لومړي وزیرغوښتنو ته ځواب نه دی ویلی، مګر ځینو سخت دريځو او رسنیزو شخصیتونو دا څرګندونې مسخره کړې. خو ایراني چارواکو د اسرائیلو او امریکایي چارواکو له لورې د جګړې په اړه د پروپاګندې خبرداری بیا، بیا ورکوي.

د نتنیاهو پر نیت شک

په هرصورت، د اسلامي جمهوریت ځینې مخالفین هم د نتنیاهو پر نیت شکمن دي.

۲۵ کلن نوید، چې په لاریون کې د ګډون له امله نیول شوی و، اوس د خپل هېواد ویجاړېدو ته اندښمن دی:

"ما په (۲۰۲۲) کې لاریونونو کې برخه اخیستې وه، ځکه ما هغه وخت د رژیم د بدلون هیله درلوده. خو اوس باوري نه یم، چې په روانه شخړه کې به د ایران له ویجاړېدو پرته څنګه ممکنه وي، چې رژیم دې نسکور شي.

نوموړی، زیاتوي: "اسرائیل په روانه جګړه کې عام خلک وژني، چې دا چاره په خپله خلک د اسلامي جمهوریت پلوۍ ته مجبوروي.

۲۶ کلن داریا به بیا په دې باور دی: " فکر کوم، دا چې ایرانیان د جګړې خلاف لاریون نه کوي، دا په خپله د نتانیاهو له خوا د رژیم د نسکورېدو غوښتنې ته منفي ځواب دی."

"حتا که اسرائیل زما کور هم بمبار کړي، بیا به هم د جګړې ملاتړ و نه کړم. نتنیاهو د ایراني ملتپالو د شعارونو تر شا پټ دی او داسې ښکاروي چې هغه له ایرانیانو سره د آزادۍ په ترلاسه کولو کې مرسته کوي، په داسې حال کې چې هغه د استوګنې سیمې په نښه کوي. خو د رامنځته شویو ویجاړیو بیارغونه به کلونه ونیسي.

۲۲ کلنې ارزو وايي، هغه نه پوهېده چې څنګه فکر وکړي: " له رژیم کرکه لرم او له هغه څه هم نفرت کوم چې زموږ سره یې کړي دي. خو کله چې د بمونو غورځول ګورم، نو د خپلې انا او د تره د زوی په اړه فکر کوم. زه د دې شاهده یم، چې نتانیاهو په غزه کې څه وکړل - ایا تاسو واقعا فکر کوئ چې هغه د ایرانیانو پروا لري؟ دا هر څه زموږ په ګټه نه دي، بلکې دا اسرائیلي سیاست دی."

هغه زیاتوي: "احساس کوم چې باید د دوو بدیو ترمنځ غوراوی وکړم، خو دا سخت کار دی. یوازې غواړم خپل خلک خوندي کړم. غواړم پرته له وېرې ساه واخلم."

۲۷ کلنه مینا وویل: "د دې رژیم بدلېدو ته لېواله یم – خو په دې ډول نه. د ډېرو بمبارۍ له لارې نه او نه هم د ډېرو مرګونو په پایله کې."

"اسرائیل زموږ ژغورونکی نه دی. کله چې بې ګناه خلک وژل کېږي، دا د ازادۍ پر لورې مزل نه دی، بلکې دا د بې عدالتۍ بل پړاو دی. نه غواړم یوه ترهګري په بلې بدله کړم. زه د دې رژیم پر ضد یم او د دې جګړې پر ضد هم یم، خو موږ د دغې ستونزې د حل لپاره د یوې بلې غورې لارې مستحق یو."