سراج الدین حقاني د هبت الله اخوندزاده "په مقابل کې": د طالبانو په حکومت کې د اختلافونو او واک پر سر د ناندریو نښې

د عکس سرچینه، EPA
- Author, ضیا شهریار
- دنده, بي بي سي
روانه اونۍ د کابل لوېدیځ کې له یوې مدرسې د طالبانو فراغت مراسمو کې د طالبانو کابینې دوه مهم وزیران د یوه بل مقابل کې ودرېدل او د دې چارې ریښې په ژورو خپلمنځي اختلافونو کې لیدل کېږي.
د طالبانو حکومت د کورینو چارو وزیر سراج الدین حقاني چې د "حقاني شبکې مشر" په حیث هم بلل کېږي، د لوړو زدکړو وزیر ندا محمد ندیم له وینا سملاسي وروسته چې د طالبانو مشر هبت الله اخوند زاده له نژدې کسانو یو بلل کېږي، هغه په غیر مستقیم ډول په ''تنګ نظرۍ او ضعف'' تورن کړ.
سرچینو بي بي سي ته تائید کړې، چې ښاغلي حقاني په کندهار کې د طالبانو له مشر سره له ''یوې ناکامې غونډې'' څو ورځې وروسته د کابل په دې مراسمو کې ګډون کړی او وینا یې کړې ده.
ندا محمد ندیم د ښاغلي حقاني له خبرو مخکې په خپله وینا کې د طالبانو پر مخالفینو په خورا ستوغه لهجه نیوکې وکړې، هغوی یې ''د خدای او اسلامي نظام دښمنان، د کفارو غلامان، مرتدین او کافران'' وبلل او په وینا یې ''همدا ملایان او علمای کرام دي، چې کولای شي له دې کسانو سره مبارزه وکړي.''
بل لور سراج الدین حقاني په داسې حال کې چې د لوړو زدکړو وزیر لا هم د غونډې په تالار کې ناست و، په خپله وینا کې وویل: ''موږ ته نه ښايي، چې د خلکو په هکله توندې خبرې وکړو، فاسد یې وبولو او رد یې کړو، بلکې برعکس، د یوه اسلامي نظام په حیث مسوولیت لرو چې مفسد کسان هم د اصلاح لارې ته راوبولو. خو که خدای مه کړه، خلک فساد او کفر ته نژدې کېږي، لامل به یې زموږ تنګ نظري او ضعف وي.''
ندا محمد ندیم چې کندهار کې زېږېدلی که څه هم د طالبانو له نفوذ لرونکو څېرو نه شمېرل کېږي، او په تېر کې یې کوم مهم نظامي رول هم نه درلود، خو داسې چارواکی بلل کېږي، چې د ښځو پر زدکړو د بندیز په هکله د طالبانو مشر فرمان په پلي کولو کې مهم رول لري او په کابل کې د هبت الله اخوندزاده له استازو یو بلل کېږي.
بل لور سراج الدین حقاني بیا د ۲۰۲۲ کال په مارچ کې لومړی ځل په عام محضر کې له څرګندېدو وروسته له هغو طالب مشرانو یو دی، چې ډېرې عمومي ویناوې یې کړې دي.
د نوموړي لهجې د وخت له تېرېدو سره په تدریجي ډول د نقد او نیوکو بڼه غوره کړې، چې ډېری وخت یې هدف د طالبانو مشرتابه او هغه کسان بلل کېږي، چې د ''کندهار کړۍ'' په نامه هم یادېږي.
د ښاغلي حقاني د یکشنبې ورځې وینا ته هم په رسنیو کې پراخ غبرګونونه څرګند شوي. نوموړي په دې وینا کې خبرداری ورکړ، چې وضعیت داسې پړاو ته رسېدلی، چې د طالبانو نظام د خلکو پوښتنو ته ځواب نه لري او پر خپلو ځینو ملګرو یې د ''انحصار او اسلام بدنامولو'' تورونه ولګول.
سراج الدین حقاني وویل: ''دا ناسم تصور باید و نه لرو، چې که واکمن یو نو خلک باید زموږ هره خبره ومني، که نه ځمکه او اسمان به یو شي. د دین په استازولۍ باید انحصاري چلن و نه کړو، او باید یوازې ځان د دین استازی و نه بولو. افغانانو څو لسیزې د دین ساتنې لپاره قربانۍ ورکړې دي.''
د ښځو زدکړو ممنوعیت او واک مرکزیت پر سر اختلاف

د عکس سرچینه، Getty Images
په طبي مرکزونو کې د ښځو پر زدکړو له بندیزونو لګولو وروسته په کندهار کې د طالبانو حکومت کابینې غونډه شوې، چې د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده هم پکې ګډون درلود او رپوټونو کې ویل شوي، همدا تازه محدودیتونه د دې ناستې له ناندریزو موضوعاتو یوه وه، چې په هکله یې بحثونه شوي دي.
ځینو سرچینو بي بي سي ته ویلي، سراج الدین حقانې چې دوې ورځې یې په کندهار کې تېرې کړې، د طالبانو له مشر سره یې په لیدنه کې په همدې هکله خبرې کړې، چې د دواړو لوریو لپاره ''د ډاډ وړ نه وي.''
ګڼ شمېر سرچینې وايي، د طالبانو ځینې مشران، چې د ''کابل مېشتو رهبرانو'' په نامه مشهور دي، د طالبانو له مشر سره په لیدنو کې نه شي کولای مخامخ نیوکې وکړي، ځکه د هبت الله اخوندزاده له ''دیني استدلال'' سره مخامخېږي، ځکه نو کابل ته له ستنېدو وروسته په عمومي غونډو او ویناوو کې تلویحاً خپلې نیوکې او ناخوښي څرګندوي.
ځینې سرچینې بیا وايي، چې ښاغلي حقاني ته د نژدې کسانو او د طالبانو مشر له لوري د ګومارل شویو کسانو تر منځ ''بې باوري'' ان په کابل کې هم برالا ده.
د طالبانو مشر په ډېری برخو کې پراخ واک او صلاحیتونه په خپل لاس کې لري، په ټول افغانستان کې پر مهمو څوکیو د کسانو ګومارلو واک له ده سره دی، او تر خپله ولکه لاندې یې د امنیتي ځواکونو ساتلو لپاره جدي اقدامات کړي دي. په همدې ترڅ کې یې نژدې یوه میاشت مخکې له کورنیو چارو – دفاع وزیرانو او د طالبانو استخباراتو له مرکزه د نظامي تجهیزاتو وېش او ترې د کار اخیستنې واک واخیست.
یو شمېر سرچینو چې نه غواړي نومونه یې یاد شي، له بي بي سي سره خبرو کې وویل، د کابل مېشتو طالب مشرانو او په کندهار کې د طالبانو مشر تر منځ د ښځو زدکړو، په ټلویزیونونو او حکومتي ادارو کې د (ذي روح) یا ژوندیو موجوداتو تصویرونو موضوعاتو او د هبت الله اخوندزاده لخوا پر قدرت د تدریجي تمرکز له کبله د ''نظر اختلاف'' شته.
دغه سرچینې وايي، د ښاغلي حقاني تر څنګ د دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد، د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي، د لومړي وزیر مرستیال عبدالغني برادر او د طالبانو په حکومت کې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال عباس ستانکزی ''اندېښمن'' دي، چې د طالبانو د مشر ''سخت توند چلن'' به د طالبانو د نظام ''کمزوري یا ان ړنګېدو'' لامل شي.
خو دوی او د طالبانو نور ناخوښ غړي چې د ناظرانو په خبره ''لږ نه دي'' د طالبانو پر مشر له برالا او مخامخ نیوکو وېره لري او نه غواړي ''د امیر له اطاعته په سرغړونې'' تورن شي، چې کېدای شي د دوی لپاره ''خطرناکې'' پایلې درلودلای شي.
دغه پایلې د دوی منزوي کېدو، کندهار ته احضار، له دندې ګوښه کېدل او ان د بغاوت (له نظام سره دښمني) تور هم کېدای شي.
په مهمو مشرانو کې یوازینی کس چې د طالبانو پر مشر نیوکې کوي

د عکس سرچینه، Getty Images
د طالبانو چارو شنونکی انتوني جستوزي وايي، د (طالبانو امیر) په هکله د سراج الدین حقاني نیوکې نوې خبره نه ده، خو ''هغه څه چې په ۲۰۲۴ کال کې بدل شوي دا دي، چې د ډېری نورو منتقدینو پر امیر له برالا نیوکو ډډه کړې.''
د ښاغلي جستوزي په خبره ''پر هبت الله اخوندزاده د طالبانو لوړپوړو چارواکو د ۲۰۲۳ کال په لومړیو کې ډېرې نیوکې کولې، دا هغه مهال و، چې د طالبانو زیات فعال مشران له نورو ناراضي مشرانو سره یو ځای شول، چې هڅه وکړي او د طالبانو مشر له خپل مقامه لېرې کړي. امیر چې هغه مهال ډېر منزوي و، له دې هڅو خبر شو او اقدامات یې وکړل. ده د هلمندي نظامي قوماندانانو په څېر ځینې مهم لوبغاړي خپل ځانته جذب کړل او دغه راز یې د طالبانو په رهبري شورا کې د توطئه ګرو مخنیوي له لارې دغه اقدام ناکام کړ. امیر خپلو همکارانو ته خبرداری ورکړ، چې د ده پر کړنو له علني نیوکو ډډه وکړي. د ملا یعقوب په څېر ډېری کسانو د نوموړي هغه خبرداری منلی او له هغه وخته راهیسې یې په دې هکله له علني بحثونو ډډه کړې ده.''
خو د ښاغلي جستوزي په خبره ''سراج الدین حقاني اصلي استثنا دی، چې لږ تر لږه په اونۍ کې یې یو ځل په ضمني ډول پر امیر نیوکه کړې. سراج الدین حقاني چې د طالبانو پرتله یې ایډیالوژیکي مخینه اخوان المسلمین ته نژدې ده، استدلال کوي، چې باید هغه کسان د دولت په چارو وګومارل شي، چې پوهنتونونو کې یې زدکړې کړې دي.''
ښاغلی جستوزي وايي، ''د سراج الدین او امیر تر منځ د اختلاف ځینې نور موارد هم شته، چې دی یې له علني کولو ډډه کوي، ځکه هغه ناندریز دي. په دې کې د داعش خراسان ډلې پر ضد له هراړخیز کمپاین سره د هغه مخالفت، له پاکستان سره د اړیکو ښه کولو ته د هغه تمایل او دغه راز د القاعده اړوند جهادي ډلو د کړنو او خوځښتنو زیاتې ازادۍ ملاتړ هم په دې کې شامل دي.''

د عکس سرچینه، EPA
که څه هم سراج الدین حقاني له لوېدیځو قدرتونو سره د نژدې اړیکو درلودلو تمایل په هکله برالا څه نه دي ویلي، خو له لوېدیځو چارواکو سره یې پرلپسې لیدنو کې خپل تمایلات څرګند کړي دي. نوموړی دغه راز د فارس خلیج هېوادونو او په ځانګړې توګه په متحدو عربي اماراتو کې له ملاتړه برخمن دی.
ښاغلی جستوزي وايي، ''د امیر حلقه باوري ده، چې دی د امریکا له دیپلوماتانو او استخباراتي مامورینو سره اړیکي نیسي یا لیدنې کوي. د طالبانو سرچینې که له امیر سره همغږي دي او یا د ملا برادر په څېر د هبت الله غیر علني منتقدین دي، وايي چې سراج الدین حقاني د امیر له تمایل سره سم له ایران سره د ښو اړیکو ساتنې سره هم مخالف دی. خو له دې سره داسې نه ښکاري، چې سراج الدین به له چین سره د اړیکو پیاوړي کولو مخالف وي او دا هغه سیاست دی، چې ښکاري طالبان یې په هکله یوه خوله دي.''
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ایف بي ای اداره لا هم هم ښاغلي حقاني تعقیبوي او د ده نیولو کې د همکارۍ بدل کې د ۱۰ میلیونه ډالرو ورکړې ژمنه هم پر ځای پاتې ده.
په دا وروستیو کې نیویارک ټایمز ورځپاڼې د سراج الدین حقاني په هکله یوه لیکنه کې پوښتنه وکړه، چې ''ایا د افغانستان یاغي مشر چې تر ټولو ډېر تعقیب یې کېږي، اوس د بدلون لپاره تر ټولو د ښې هیلې بڼه غوره کړې ده؟''
له تېرو درې کلونو راهیسې دا لومړی ځل و، چې سراج الدین حقاني یوه امریکايي خبریال ته اجازه ورکړه، چې له ده سره وخت تېر کړي، نه یوازې د ورځني ژوند چارې یې وګوري، بلکې د تېرو څلورو لسیزو تجربې هم ورسره شریکې کړي.
په دې لیکنه کې یو د پاموړ ټکی دا و، چې د طالبانو مشر او سراج الدین حقاني تر منځ د ډېرېدونکي واټن په هکله د زیاتو مواردو یادونه شوې، خو د ده او یا پلویانو له لوري یې د ردولو هېڅ نښې نښانې و نه لیدل شوې.
د حقاني مرکزونه او د نفوذ او مشروعیت ننګونې

د عکس سرچینه، Getty Images
د سراج الدین حقاني اصلي مرکزونه د افغانستان سویل ختیځ کې خوست، پکتیا، پکتیکا او ان لوګر ولایتونه دي، چې ډېری اوسېدونکي یې غلزي او کرلاڼي پښتانه دي. که څه هم ښاغلی حقاني د کرلاڼي پښتنو د ځدراڼ قبیلې اړوند دی، خو له همدې امله ښايي ځینې لوېدیځوال شنونکی دی د ''واک او قدرت په تاریخي سیالۍ کې'' د دراني پښتنو په مقابل کې د غلزیو پښتنو استازی بولي.
د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده بیا د دراني پښتنو د نورزي ښاخ اړوند دی، چې مرکزیت په کندهار، هلمند او فراه ولایتونو کې دی.
خو ځینې نور شنونکي بیا دا شننه ''له واقعیته لېرې او د تاریخي استعماري ادبیاتو پر بنسټ ولاړه'' بولي.
بل مهم ټکی دا دی، چې ښاغلي حقاني له مذهبي مشروعیته برخمن دی، چې په طالبانو کې ځانګړی اهمیت لري او د طالبانو د مذهبي اهمیت ننګول د ده لپاره اسانه چاره نه ده. خو د ده پلار جلال الدین حقاني د خپلو پلویانو په منځ له ځانګړي مذهبي اهمیته برخمن و.
انتوني جستوزي وايي، ''په داسې حال کې چې څرګنده ده، امیر (د طالبانو مشر) د افغانستان په سویل کې نفوذ لري، سخته ده، چې د سراج الدین حقاني د ملاتړ کچه معلومه شي. ان په سویل ختیځو ولایتونو کې چې د ده مرکزیت بلل کېږي، ډېر داسې کسان شته چې په عمومي نظرونو کې له ده سره موافق دي، خو شخصا پر ده باور نه کوي. د ده تېر چې په کابل کې یې د طالبانو د ترور جګړه رهبري کوله هم دروند دی. داسې ښکاري چې د ښځو په برخه کې اکثریت طالبان د امیر له سیاست سره مخالف دي، خو که څه هم دی ډېره هڅه کوي، د خپل ملاتړ ساحه پراخه کړي، د دې مانا دا نه ده، چې دوی به د سراج الدین پیروي کوي. په دا وروستیو کې نوموړي د ګلبدین حکمتیار د ملاتړي رول خپل کړی، له هغو معلوماتو وروسته چې د افغانستان په ختیځ او د کابل په شاوخوا کې د حزب اسلامي ګڼ شمېر غړي د طالبانو ملا تیر حیثیت لري، وروسته طالبانو هغه له هغه کوره وایست، چې په دفاع وزارت کې پکې اوسېد.''
سراج الدین حقاني چې تېرو دوو لسیزو کې په ځانګړې توګه په کابل کې د خورا خونړیو بریدونو تر شا یې لاس لیدل کېده، اوس د یو شمېر لوېدیځوالو شنونکو په اند په افغانستان کې په ټپه د ولاړ وضعیت بدلون لپاره د یوې (هیلې) بڼه غوره کړې ده.











