حقاني وایي امریکا اوس زموږ دښمنه نه ده؛ د بشري حقونو څار پر طالبانو د فشار ګډه تګلاره غواړي

سراج الدین حقاني

د عکس سرچینه، Rta

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت چارسمبالی سراج الدین حقاني وايي "اوس امریکا ته د دښمن په سترګه نه ګوري."

ښاغلي حقاني دغه څرګندونې ‌ له سي این این تلویزیون سره په تازه مرکه کې کړې دي.

واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې، دا لومړی ځل دی چې سراج الدین حقاني له یوې غربي رسنۍ سره مرکه کوي. پر ښاغلي حقاني لا هم د امریکايي استخباراتو لس میلیونه ډالر جایزه شته.

ښاغلی حقاني په خپلو خبرو کې ټینګار کوي چې غواړي نړیوالې ټولنې سره د نړیوالو اصولو او قوانینو پر بنسټ ولاړې ښې اړیکې ولري.

د طالبانو د حکومت یاد وزیر وايي "حکومت کې یې هېڅوک د نجونو د زدکړو مخالف نه دي."

خو طالبانو له څه باندې ۲۴۰ ورځو راهیسې له شپږم ټولګي پورته نجونې له ښوونځیو را ګرځولې دي او دا پرېکړه یې په پراخه کچه په کور دننه او بهر غندل شوې ده.

سراج الدین حقاني ویلي، د نجونو له شپږم ټولګې پورته ښوونځیو پر میکانیزم کار روان دی چې له بشپړېدو سره به یې ژر دغه ښوونځي‌ پرانیستل شي.‌

د بشري حقونو د څار سازمان غبرګون

هیدر بار

د عکس سرچینه، .

په همدې حال کې، د بشري حقونو د څار سازمان کې د ښځو حقونو د څانګې مرستیاله هیدر بار وایي‌ له سرغړونو د راګرځولو په هدف پر طالبانو د فشار لپاره اړینه ده چې یو موټی ستراتېژیکه کړنلار غوره شي.‌

هغې پر خپل ټویټر لیکلي‌ ځینې هېوادونه پر طالبانو د فشار راوړلو لپاره زمینه لري،‌ خو دا فکر نه کوي چې دغه زمینه دې هغسې کارول شوې وي،‌ چې کارول کېدای شوه.

د بشري حقونو د څار سازمان دا چارواکې زیاتوي چې خلک په لویه کچه د طالبانو فرمانونه ځکه په اتومات ډول مني‌ او پر ځان پلي‌ کوي چې د دې په وینا طالبان د خلکو د ترهولو وېروونکی تاریخ لري.‌

طالبانو تر اوسه د اغلې بار دغو توندو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

هیدر بار له سي‌ این این تلویزون سره د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د چارسمبالي‌ سراج الدین حقاني‌ وروستۍ مرکې ته په غبرګون کې لیکلي‌ چې "طالبانو تر دې دمه خپلې دومره ژمنې ماتې کړې چې (په ځانګړي‌‌ ډول د نجونو د زدکړو) برخه کې یې ډاډ ورکول هم معنا نه لري."

هغې زیاته کړې " زه غواړم له افغان میرمنو سره د عکس العمل برخه وګورم."