اروپا کې د ګرمۍ څپې، ایټالیا کې دوه کسان مړه شوي

یوه ښځه په مادرید کې د جون د تودوخې څپې په جریان کې ځان ته پکه وهي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، یوه ښځه په مادرید کې د جون د تودوخې څپې په جریان کې ځان ته پکه وهي

په داسې حال کې چې په اروپا کې د سختې ګرمۍ څپه دوام لري، په ایټالیا کې دوه کسان مړه شوي دي.

په بولونیا ښار کې یو ۴۷ کلن کس د ودانیزې پروژې پر مهال ناروغ شو او مړ شو او بل ۷۰ کلن سړی د تورین لوېدیځ ته په یوه سیاحتي سیمه کې د ناڅاپي سېلاب له امله ډوب شوی دی.

د اروپا په نورو برخو، په لوېدیځ ترکیه کې د ځنګلي اورونو له امله لسګونه زره کسان ایستل شوي، او په پاریس کې د ایفل څلي سر د ګرمۍ له امله تړل شوی دی.

په اسپانیا او پرتګال کې جون میاشت تر ټولو ډېره توده ثبت شوي؛ د اسپانیا په سوېل لوېدیځ کې د "ال ګرنادو" په سیمه کې تودوخه ۴۶ درجې ته رسېدلې، یوه ورځ وروسته له هغه چې د پرتګال په "مورا" ښار کې هم نوی ریکارډ ثبت شو.

اسپانیا

د اسپانیا د هوا پېژندنې ادارې "ایمیټ" ویلي چې د ایبریا ټاپووزمې په ګڼو سیمو کې تودوخه له ۴۳ درجې لوړه شوې، خو تمه ده چې له پنجشنبې راهیسې به هوا یو څه سړه شي.

د دوشنبې شپې او د سه شنبې سهار ترمنځ د شپې تودوخې په سیویل کې ۲۸ درجې او په بارسلونا کې ۲۷ درجې ثبت شوې.

ترکیه

د ترکیې د ازمیر ښار ته نژدې اوسېدونکي د ځنګلونو د اورلګېدنې له امله له سیمې ایستل شوي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ترکیې د ازمیر ښار ته نژدې اوسېدونکي د ځنګلونو د اورلګېدنې له امله له سیمې ایستل شوي دي.

په ترکیه کې ژغورونکو له ۵۰ زرو ډېر کسان ایستلي، چې زیاتره د لوېدیځ "ازمیر" ولایت اوسېدونکي دي، هلته اوروژونکو د وروستیو ورځو په اوږدو کې د سلګونو ځنګلي اورونو د مړه کولو هڅې کړي دي.

اورونه د بلیجک، هاتای، سکاریا او منیسه ولایتونو ته هم غځېدلي دي.

د ترکیې د ځنګلونو وزیر ابراهیم یومکلي ویلي چې یوازې په تېرو درېیو ورځو کې بېړني ټیمونه په ټول هېواد کې د ۲۶۳ ځنګلي اورونو ته چټک غبرګون ښودلی دی.

فرانسه

په فرانسې کې، په ډېرو ښارونو کې د دوشنبې په ورځ د جون میاشتې تر ټولو ګرمه شپه او ورځ ثبت شوه، خو هوا پېژندونکو ویلي د ګرمۍ څپه به د سه شنبې په ورځ خپل اوج ته ورسېږي.

د اقلیم وزیرې اګنیس پانیېر-روناچر دا وضعیت "بې‌ساری" وباله.

پنځو کلونو کې په لومړي ځل د پاریس سیمې سره یوځای ۱۵ نورو فرانسوي سیمو کې سور خبرداری فعال شو. د پوهنې وزارت ویلي په ۱۳۵۰ عامه ښوونځیو کې به د سه شنبې په ورځ یا جزوي یا بشپړ ډول د زد‌کړو چارې بندې وي.

په موریا، پرتګال کې چې د لیسبون شاوخوا ۶۰ میل ختیځ ته پروت دی، د یکشنبې په ورځ د ۴۶.۶ درجې تودوخه ثبت شوه. د پرتګال هوا پېژندونکو هڅه کوله چې دا معلومه کړي ایا دا د جون میاشتې نوی ریکارډ دی که نه.

چارواکو وویل د ایفل برج سر به د جولای په لومړۍ او دویمه نېټه ټوله ورځ تړلی وي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، چارواکو وویل د ایفل برج سر به د جولای په لومړۍ او دویمه نېټه ټوله ورځ تړلی وي

ایټالیا

د ځایي راپورونو له مخې، په ایټالیا کې ، د توسکاني سیمه کې د روغتونونو ته د داخلېدو کچه ۲۰٪ زیاته شوې.

د په ۲۷ ښارونو کې ۲۱ ته تر ټولو د لوړې ګرمۍ خبرداری ورکړل شوی، او ۱۳ سیمو ته - چې په کې لومباردي او ایمیلیا هم دي، سپارښتنه شوې چې د ورځې تر ټولو ګرمو وختونو په جریان کې له کورونو بهر ونه وځي.

په لومباردي کې د ودانیو، سړکونو او فارمونو په کارځایونو کې د تودوخې په ورځو کې له ۱۲:۳۰ تر ۱۶:۰۰ پورې بهر کار کول تر سپټمبر پورې بند شوي دي.

یونان

په یونان کې تودوخه څو ورځې پرله‌پسې د ۴۰ درجې ته نژدې شوې، او ځنګلي اورونو په اتن ښار ته نژدې څو ساحلي ښارګوټو کې کورونه وران کړي او خلک یې اړ کړي چې کډه شي.

یونان

د عکس سرچینه، Getty Images

بریتانیا

د بریتانیا په ځینو برخو کې د دوشنبې ورځ د جون نژدې تر ټولو ګرمه ورځ ثبت شوه.

د ورځې تر ټولو لوړه تودوخه په لندن کې د هیټرو هوایي ډګر کې ۳۳.۱ درجې ثبت شوه. په ورته وخت کې، په ویمبلډن کې د ټینس سیالیو تر ټولو ګرمه لومړۍ ورځ ۳۲.۹ درجې وه.

جرمني

په جرمني کې، د هېواد هوا پېژندنې ادارې خبرداری ورکړ چې د سه شنبې او چهارشنبې په ورځو کې تودوخه ممکن نژدې ۳۸ درجې ته ورسېږي - چې دا به یو بل احتمالي ریکارډ وي.

د ګرمۍ څپه د راین سیند کچه کمه کړې - چې یو مهم سمندري لاره ده - او د کښتیو د بار وړلو ظرفیت محدود کړی، چې له کبله یې د بار وړلو لګښتونه لوړ شوي دي.

د بالکان شاوخوا سیمو هېوادونه هم له سختې ګرمۍ سره مخ دي، که څه هم تودوخه اوس لږ سړه شوې ده. په مونټینیګرو کې ځنګلي اورونه هم راپور شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشر وولکر ترک په دوشنبې وویل چې دا ګرمه څپه د اقلیم د تطبیق اړتیا څرګندوي - له هغو کړنو او انرژۍ سرچینو لیرې کېدل چې د اقلیم د بدلون اصلي لاملونه دي، لکه د فوسیل سونتوکي.

ګرمي

د عکس سرچینه، Getty Images

هغه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته وویل: "لوړېدونکې تودوخې، پورته کېدونکي سمندرونه، سېلابونه، وچکالي، او ځنګلي اورونه زموږ د ژوند، روغتیا، پاک، سالم او پایښت لرونکي چاپېریال حقونه او نور ډېر څه ګواښي."

د ملګرو ملتونو د اقلیم د بدلون د بین‌الحکومتي بورډ په وینا، د انساني فعالیتونو له کبله ګرمې څپې اوس ډېرې عامې شوې دي.

ویل شوي چې د کرنې لوړې تودوخې به په راتلونکې کې ډېرې پېښېږي او لا به پسې شدیدې شي، ځکه چې د ځمکې کره په ګرمېدو ده.

ریچارډ الن، چې د بریتانیا د ریډینګ پوهنتون د اقلیم ساینس استاد دی، وايي، د شین‌کوریزو ګازونو د کچې لوړېدل د کرې له اضافي تودوخې د خلاصون پروسه سخته کړې ده.

هغه وویل: "ګرم، وږی اقلیم د خاورو وچولو لپاره ډېره مؤثره ده، چې له امله یې ګرمې څپې لا پسې زور اخلي او معتدله ګرمي اوس پر شدیدې ګرمۍ بدلېږي."