د سوېلي کوریا په ځنګلي اورلګېدنو کې د وژل شویو شمېر ۲۶ تنو ته لوړ شوی

د ویډیو تشریح، د جنوبي کوریا په ځنګلي اور کې یو بودايي تاریخي معبد هم سوځېدلی
    • Author, ریچل لي، هیونجونګ کیم او هوسو لي
    • دنده, بي بي سي نيوز
    • رپوټ له:, سیول

د سوېلي کوریا په سوېل ختیځ کې څو ځنګلیز اورونه لا هم دوام لري، چې لږ تر لږه ۲۶ کسان یې وژلي دي.

چارواکي وایي، د ډېری قربانیانو عمرونه د ۶۰ او ۷۰ کلونو ترمنځ دي او تر ۲۶ کسان ټپیان دي، چې د ۱۲ یې روغتیايي وضعیت ډېر خراب دی. دې خونړیو اورونو تر ۲۳ زرو ډېر خلک خپلو کورونو ‌پرېښودو ته اړ کړي دي.

د کوریا لنډ مهالي ولسمشرهان ډکسو دا وضعیت "بې‌ساری" بللی او ویلي یې دي چې دا اورونه د هېواد په تاریخ کې تر ټولو ډېره ناوړه دي.

د دې اورونو له امله د اویسونګ ښار ۱۳۰۰ کلن ګونسا معبد ویجاړ شوی، خو چارواکو د دې تاریخي ځای ډېری کلتوري اثار خوندي ځای ته لېږدولي دي.

چارواکي وایي، اورونه د جمعې ماسپښین د سانچیونګ په سیمه کې پیل شول او وروسته د اویسونګ سیمې ته خپاره شول.

د یونهاپ خبري اژانس د راپور له مخې، دا اورونه د سختو وچو بادونو له امله د انډونګ، چیونګسونګ، یونګ‌ یانګ او یونګ ‌دوک ولسوالیو ته غځېدلې دي.

د ملي ځنګلي علومو انسټیټیوټ د ځنګلي اورونو کارپوه لي بیونګدوو، رویټرز ته ویلي چې د اویسونګ اورونه "په حیرانوونکې کچه چټک او پراخ" دي.

چارواکي وایي، د چهارشنبې ماسپښین د اویسونګ د غرونو پر سر د اور وژنې یوه چورلکه نسکوره شوه او د پېښې د لامل پلټنه روانه ده.

زرګونه اور وژونکي او شاوخوا ۵۰۰۰ پوځي پرسونل د اورونو د کنټرول لپاره ځای پر ځای شوي او په کوریا کې د مېشتو امریکایي ځواکونو چورلکې هم پکې مرسته کوي.

"لکه قیامت داسې و"

د سې شنبې په ورځ، د سوېلي کوریا د اور وژنې ملي ادارې د اورلګېدنې د خطر تر ټولو لوړ حالت اعلان کړ، چې سږ کال دا ډول خبرداری لومړی ځل ورکول کېږي.

په سوېلي کوریا کې ځنګلیز اورونه نسبتاً کم لګېږي او د مړینو پېښې هم پکې کمې وي. دا اورونه د دغه هېواد په تاریخ کې تر ټولو مرګوني بلل شوي دي.

تر اوسه نژدې ۳۶ زره هکټاره (۴۲ زره جرېبه) ځنګل سوځېدلی، چې دا د سوځېدلې ځمکې د اندازې له مخې د سوېلي کوریا په تاریخ کې درېیم لوی ځنګليز اور بلل شوی.

نخچه
د عکس تشریح، په سوېلي کوریا کې ځنګلیز اورونه نسبتاً کم پېښېږي او د هغوی له امله د مړینو پېښې کمې دي.

د اویسونګ ښار اورونو د ۶۱۸ میلادي کال جوړ شوی ګونسا معبد وسوځاوه.

د اویسونګ ښار کې سخت اورونه لا هم روان دي، چې د ګونسا معبد یې، چې په ۶۱۸ میلادي کال کې جوړ شوی و او د ولایت له سترو معبدونو څخه بلل کېده، په بشپړ ډول وسوځاوه.

د ځنګلونو ادارې تایید کړې چې د جوسون سلطنت (۱۳۹۲-۱۹۱۰) پورې اړوند د بودایانو یو ملي تاریخي یادګار هم له منځه تللی دی.

یو ۶۸ کلن بودایي راهب وویل، کله چې یې د ګونسا معبد د ویجاړېدو خبر واورېد، سخت خواشینی شو.

"موږ به د معبد د فعالیتونو د بېرته راستنولو لپاره تر خپله وسه هڅې وکړو."

راهب جونګاو د AFP خبري آژانس ته وویل: "دا یو ډېر دردوونکی احساس و، ما له ځان سره ویل چې ولې باید داسې څه وشي؟".

په انډونګ کې، د لي سېونګجو په نوم د یوې لارۍ چلوونکي وویل، چې کله یې د غره لمن کې اورونه لېدل، داسې ښکارېده "لکه د دوزخ لمبې".

۳۹ کلن لي سېونګجو اې ‌اېف ‌پي ته وویل "دا لکه قیامت داسې و".

په انډونګ کې، یو شمېر کډوال چې په یوه لومړني ښوونځي کې ځای پر ځای شوي وو، د باد او اور د چټکې خپرېدنې له کبله ژر د ښوونځي پرېښودو ته اړ شول.

۷۹ کلن کوان سو‌هان اې ‌اېف ‌پي ته وویل باد ډېر قوي و. اور له غره راغی او زما پر کور راولوېد."

له ۲۳۰۰۰ څخه زیات خلک ایستل شوي دي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، له ۲۳۰۰۰ څخه زیات خلک ایستل شوي دي.

د سوېلي کوریا موقتي ولسمشر هان ډکسو وویل، ټول موجود پرسونل او تجهیزات یې د اور وژنې لپاره ځای پر ځای کړي، خو قوي بادونه لا هم د مرستندویو هڅو خنډ ګرځي.

"موږ په بې ‌صبرۍ باران ته سترګې په لار یوو، هیله لرو چې نن یا سبا اور وژنې ته مرسته وکړي".

"د ځنګلي اورونو دا کچه له هر هغه څه سره توپیر لري چې مخکې مو تجربه کړي."

د کوریا د هوا پېژندنې ادارې د چهارشنبې لپاره باران وړاندوینه نه وه کړی او پر پنجشنبه یې یوازې د لږ باران (۵-۱۰ ملي‌ متره) اټکل کړی و.

د معمول برخلاف د سوېلي کوریا هوا ډېره وچه شوې ده او د باران اندازه هم کمه شوې. سږ کال تر اوسه ۲۴۴ ځنګليز اورونه ثبت شوي، چې د تېر کال د همدې مودې پرتله ۲،۴ برابره ډېر دي.

حکومت ژمنه کړې چې د غیرقانوني سوځولو (چې د ځنګلي اورونو یو اساسي لامل دی) د مخنیوي قوانین به پیاوړي کړي او د فردي بې ‌پروایۍ پر ضد به جدي ګامونه واخلي.