سوېلي کوریا کې یوه الوتکه د ناستې پر مهال له دېوال سره جنګېدلې؛ ۱۷۹ کسان پکې وژل شوي

د ویډیو تشریح، د سوېلي کوریا د الوتکې له ټکرې مخکې او وروسته شېبې

د سوېلي کوریا د جنوب په موان هوايي‌ ډګر کې یوه الوتکه د ناستې پر مهال له ځغاستلیکې وتلې او له دیوال سره جنګېدلې ده.

چارواکو تر اوسه په دې پېښه کې د ۱۷۹ کسانو وژل کېده تایید کړي دي.‌

د جېجو هوايي شرکت په دې ۷۳۷-۸۰۰ ډوله بوینګ الوتکه کې چې د تایلنډ له بنکاک الوتې وه، ۱۸۱ کسانو سفر کاوه.

د امنیتي کمرو په وسیله اخیستل شویو تصویرونو کې ښکاري چې دا الوتکه له ځغاستلیکې تر وتلو وروسته یوه دېوال سره جنګېږي او اور اخلي.

د سوېلي کوریا چارواکو ویلي ممکن الوتکه له یوه مرغه سره د ټکر او د خرابې هوا له امله رامنځته شوې وي.

د موان د اور وژنې د ادارې مشر لي جيونګ هيون په یوه خبري کنفرانس کې وویل: "د پېښې لامل له مرغانو سره ټکر او د خرابې هوا له امله دی. خو د پېښې دقیق لامل به د ګډې څېړنې تر بشپړېدو وروسته اعلان شي."

له دې پېښې تر اوسه یوازې د دوو کسانو د ژوندي وتلو خبر ورکړ شوی، چې ویل کېږي دواړه د الوتنې د عملې غړي دي.

جنوبي کوريا

د عکس سرچینه، Getty Images

الوتکه

د عکس سرچینه، Reuters

د قربانیانو له ډلې، ۷۱ نارینه او ۷۱ ښځینه مړي پېژندل شوي دي، خو د ځینو نورو مړو جنسیت نه دی معلوم شوی. په ورته وخت کې، د الوتکې د عملې دوه کسان ژوندي ژغورل شوي او روغتون ته لېږدول شوي.

د راپورونو په وینا ، ۱۷۳ سپرلۍ د جنوبي کوریا او دوه یې تایلینډيان وو.

تر اوسه د ژغورنې هڅو لپاره ۱۵۶۲ کسان ګمارل شوي، چې له دې ډلې ۴۹۰ د اور وژنې ادارې کارکوونکي او ۴۵۵ پولیس افسران دي.

د هوايي ډګر یوه چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د بېړنیو حالاتو اداره هڅه کوي د الوتکې له وروستۍ برخې مساپر وژغوري.

الوتکه

د عکس سرچینه، Reuters

الوتکه

د عکس سرچینه، Reuters

الوتکه

د عکس سرچینه، Reuters

د سوېلي کوریا د اور وژنې ادارې په یوه بیان کې ویلي د اور وژنې ګڼ ماشينونه د پېښې ځای ته استول شوي دي.

موان هوايي ډګر د پلازمینې سیول جنوب په شاوخوا ۲۸۸ کیلومترۍ کې پروت دی.

د جنوبي کوریا د هوايي چلند صنعت د الوتنې د خوندیتوب په برخه کې خورا ښه ریکارډ لري.

دا د "جېجو" هوایي شرکت په تاریخ کې لومړۍ مرګونې پېښه ده. دغه شرکت په ۲۰۰۵ کال کې جوړ شوی او د سوېلي کوریا له سترو ټیټ لګښتي هوایي شرکتونو ګڼل کېږي.