ولې کاپ ۳۰ غونډه ترسره کېږي؟

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
- Author, مارک پيونټېنګ
- دنده, د بيبيسي د اقلیمي چارو خبریال
د برازيل په بېلېم کې هېوادونه د اقلیم بدلون پر وړاندې د مبارزې په کلنۍ غونډه کې راټول شوي دي.
کاپ ۳۰ سرمشریزه په پاریس کې د اقلیمي بدلون په اړه هغې هوکړې نه لس کاله وروسته جوړېږي چې پر بنسټ یې د نړۍ د تودوخې درجه باید تر یو اعشاریه پنځه (۱.۵) درجې محدوده وساتل شي.
خو د ملګرو ملتونو مشر وايي، له ۱.۵ درجو د تودوخې زياتوالی "حتمی" دي او یو شمېر مشران په دغو خبرو کې ګډون نه کوي.
کاپ ۳۰ څه ده او معنا یې څه ده؟

د عکس سرچینه، Getty Images
کاپ ۳۰ د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون ۳۰مه کلنۍ غونډه ده چې حکومتونه پکې د اقلیمي بدلون د محدودولو او ورته د چمتوالي په اړه بحثونه او خبرې سره کوي.
کاپ یا د انګریزۍ (سياوپي) د (د کانفرنس اف د پارټيز) لنډیز یا مخفف دی او د "اړخونو ترمنځ غونډې" په معنا ده. له "پارټیز" یا اړخونو نه هدف تر ۲۰۰ ډېر هغه هېوادونه دي چې په ۱۹۹۲ کې یې د ملګرو ملتونو د اقلیم تړون لاسلیک کړی دی.
کاپ ۳۰ سرمشریزه کله ده؟
کاپ ۳۰ غونډه په رسمي ډول د ۲۰۲۵ کال د نومبر له ۱۰ (دوشنبې ورځې) تر جمعې (د نومبر ۲۱) نېټې پورې دوام کوي.
د نړۍ مشران به د پنجشنبې په ورځ د نومبر پر شپږمه او د جمعې په ورځ د نومبر پر اوومه د سرمشریزې له پرانیستې او پیل دمخه سره راټول شي.
دغه غونډه یا کنفرانس ډېر کله د وروستۍ شېبې بحثونو له کبله تر ټاکلې مودې غځېږي هم چې ټول اړخونو داسې یوې هوکړې ته سره ورسېږي چې ټولو ته د منلو وي.
کاپ ۳۰ غونډه چیرې کېږي؟
دا غونډه لومړی ځل د برازیل په 'بیلیم' کې ترسره شوه.
د راتلونکې غونډې کوربهتوب په روانه غونډه کې د کوربه هېواد په وړاندیز د ګډونوالو له لوري ټاکل کېږي او بېرته نوبت پرې راګرځي؛ داسې لکه د فوټبال نړیوال جام او یا د اولمپیک لوبې نوبت په نوبت د هېوادونو په کوربهتوب ترسره کېږي.
خو د دې غونډې لپاره د 'بیلیم' انتخابولو هلته د خراب ټرانسپورټي نظام او د ارزانه یا د مناسبو هوټلونو د نشتوالي له کبله له ځانه سره سختې لوژیستیکي ننګونې درلودې.
د ځینو ګډونوالو هېوادونو له وسه وتلې خبره وه چې په دې سرمشریزه کې ګډون وکړي او دې دا اندېښنې راپورته کړې چې بېوزله هېوادونو ته پکې ګډون لګښتي او ګران تمامېږي. هلته د همدې سرمشریزې لپاره د سړک جوړولو په موخه د امازون باراني ځنګل یوې برخې پاکولو هم جنجالونه راوخوټکول.
برازیل هم د کاپ ۳۰ په درشل کې د تېلو او ګازو د نوو جوازونو وېش ته دوام ورکړی. تېل او ګاز، د ډبرو سکاره او فوسیلي سونتوکي هغه څه دي چې د نړۍ د تودوخې اصلي لامل دي.
څوک په کاپ ۳۰ غونډه کې ګډون کوي او څوک نه؟

د عکس سرچینه، Getty Images
تمه ده چې د نړۍ له ګوټ ګوټه د بېلابېلو هېوادونو استازي په دې سرمشریزه کې برخه واخلي خو د نړۍ داسې ګڼ مشران شته چې په دې غونډه کې خپل ګډون کول یې لا نه دي تایید کړي.
معلومه نه ده چې امریکا به کوم لوری ونیسي.
د ۲۰۲۵ کال په جنورۍ کې د خپلې لوړې له مراسمو لږ وروسته د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ژمنه وکړه چې د پاریس له تړونه به ووځي. هغه تړون چې له اقلیمي بدلون سره د مبارزې لپاره د نړیوالې ژمنې ملاتړ کوي.
ښاغلي ټرمپ په ۲۰۱۷ کې د خپلې لومړنۍ واکمنۍ پرمهال هم ورته کار وکړ خو چې په ۲۰۲۱ کې جوبایډن واک ته ورسېد نو په خپله لومړۍ کاري ورځ یې سمدلاسه هغه پرېکړه په څټ واخیسته.
په دې غونډه کې به د سیاستوالو او ډېپلوماتانو تر څنګ خبریالان او د اقليم او چاپېریال فعالان یا کمپاینران هم برخه واخلي.
په تېرو غونډو کې پر هغه لوی شمېر ګډونوالو نیوکې وشوې چې د ډبرو سکرو، تېلو او ګازو صنعتونه لري. فعالانو استدلال کاوه چې د دوی د پراخ نفوذ له کبله لا هم فوسیلي سونتوکي په دوامداره توګه کارول کېږي.
کاپ ۳۰ سرمشریزه ولې مهمه ده؟
کاپ ۳۰ په یوه داسې مهمه شېبه کې ترسره کېږي چې نړیوال اقلیمي اهداف د پام وړ فشار لاندې دي.
په ۲۰۱۵ کې په پاریس کې نږدې ۲۰۰ هېوادونو هوکړه وکړه چې هڅه به کوي چې د ۱۸۰۰ کلونو تر وروستیو به د نړۍ د تودوخې درجه تر ۱.۵ سانتي ګراده محدودوي او تر ۲ سانتي ګراده به یې "ډېره ښکته" ساتي.
داسې ډېر قوي ساینسي شواهد شته چې له سختې تودوخې رانیولې د سمندر د سطحې تر لوړوالي پورې به، د اقلیم د بدلون اغېزو له کبله دا درجه تر ۱.۵ سانتي ګراده څه چې ان تر ۲ سانتي ګراده به هم ډېره اوښتې وي.
خو په داسې حال کې چې د نوېدونکې انرژۍ کارول- په ځانګړې توګه له لمریزې انرژۍ کار اخیستنه - په چټکۍ سره د ودې په حال کې ده خو هېوادونه د ۱.۵ درجې سانتي ګراد هدف ته د ځان رسولو په برخه کې په دوامداره توګه شا ته پاتې دي.

د پاریس تړون له مخې، د نړۍ هېوادونو باید تر کاپ ۳۰ سرمشریزې دمخه خپل پلانونه په جزیاتو سره وړاندې کړي چې څنګه د ځمکې د تودخې ډېروونکو ګازونو کچه راکمولی شي.
خو تر اوسه یوازې درېیمه برخه هېوادونو دا کار کړی دی.
دې ته په پام چې هدف ته د رسېدو مزل لا هم څومره لرې دی او د ګازونو تولید څومره په لوړه کچه دی، د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرېش اندېښنه څرګنده کړې چې د سانتي ګراد ۱.۵ درجې هدف ته رسېدل حتمي دي.
ښاغلي ګوتېرېش هیله څرګنده کړې چې د روانې پېړۍ تر پایه لا هم هېوادونه وتوانېږي چې د نړۍ د تودوخې کچه ۱.۵ درجې ته راټيټه کړای شي.
دې موخې ته د رسېدو لپاره اړتیا ده چې ګډونوال د پاریس تړون ته خپله ژمنتیا ډېره کړي.
په کاپ ۳۰ کې به پر څه بحث کېږي؟
برازیل هیله لري چې د کاپ په تېرو سرمشریزو کې د شوو ژمنو د پرځای کولو لپاره ګامونه پورته شي.
پر دې سربېره چې هېوادونه باید د کاربن ګاز د تولید کمولو لپاره له نوو پلانونو سره راشي، پر ډېرو نورو برخو هم بحثونه کېدای شي.
فوسیلي سونتوکي
په ۲۰۲۳ کال کې په کاپ ۲۸ سرمشریزه کې ګډونوالو هېوادونو لومړی ځل "د انرژۍ له سیسټمونو د فوسیلي سونتوکو د لرې کولو" پر اړتیا هوکړه وکړه.
خو د ډېرو د تمې خلاف، د ۲۰۲۴ کال په کاپ ۲۹ غونډه کې د ګډونوالو له لوري پر خپل کړي دغه لوظ ډېر ټينګار و نه شو.
پیسې
په کاپ ۲۹ کې شتمنو هېوادونو ژمنه وکړه چې تر ۲۰۳۵ کاله به مخ پرودې هېوادونو ته د کال لږترلږه ۳۰۰ میلیارد ډالره ورکوي چې د اقلیمي بدلون له کبله پیدا کېدونکو ستونزو سره په مبارزې کې مرسته ورسره وشي. خو بېوزله هېوادونه وايي چې دا کچه پیسې د دوی تر اړتیا ډېرې زیاتې کمې دي.
په دې تړون کې همداراز د عامه او خصوصي سرچینو پرمټ د دغه مقدار پیسو کچه ۱.۳ تریلیون ډالرو ته د لوړولو هیله هم شامله وه خو په دې اړه ډېر جزیات نه شته چې دا هدف به ترلاسه شي او که نه.
نوېدونکې انرژي
په کاپ ۲۸ کې هېوادونو هوکړه کړې وه چې تر ۲۰۳۰ کاله به د نوېدونکې انرژۍ لکه بادي او لمریزې برېښنا نړیوال ظرفیت درې برابره ډېروي.
خو په داسې حال کې چې وړاندوینه کېږي چې له نوېدونکې انرژۍ کار اخیستنه په چټکۍ سره د ودې په حال کې ده خو د انرژۍ نړیواله اداره وايي چې نړۍ لا هم هغه هدف ته د رسېدو پر لار نه ده روانه.
طبیعت
یو نوی پرمختګ ښايي د ګرمسېره ځنګلونو د له منځه تلو د مخنیوي په موخه "د تل لپاره د ګرمسېره ځنګلونو د خوندیتوب" وجهي صندوق رامنځته کېدل وي.

د عکس سرچینه، Reuters
کاپ ۳۰ به کوم بدلون رامنځته کړي؟
سږکال یو لوی ګام ننګونکی ښکاري؛ په ځانګړي ډول د ټرمپ ادارې د اغیز له امله.
سږکال یوه لویه ننګونه په مخه کې پرته ښکاري او هغه په ځانګړي دول د ډونلډ ټرمپ ادارې د اغېز له کبله ده.
په تېره سپتمبر میاشت کې ملګرو ملتونو ته په یوه وینا کې د امریکا ولسمشر د اقلیم بدلون "په نړۍ کې تر ټولو لویه درغلي" وبلله او د تودوخې د لوړېدوپه برخه کې یې ساینسي شواهد غلط وبلل.
هغه همداراز هوډ وکړ چې د تېلو او ګازو لپاره به کېندنې ډېروي او هغه زرغونه نوښتونه به بېرته راګرځوي چې تر ده مخکې واکدارانو ترسره کړي دي.
په ۲۰۲۵ کال کې د چاپېریال او اقلیم اړوند نورو خبرو اترو کې یوې اجماع ته رسېدل سخت او ستونزمن وو. د بېلګې په توګه، په تېره اګست میاشت کې د لومړي نړیوال پلاستیک تړون ته د رسېدو هڅې؛ چې دویم ځل هم له ناکامۍ سره مخ شوې.
همداراز په اکتوبر کې د متحده ایالاتو او ځینو نورو هېوادونو د فشار له امله په نړیواله کچه د بار وړلو بهیر د راکمولو تاریخي معامله وځنډول شوه.
ځینې څارونکو لکه د چاپېریال ساتنې برخې فعالې ګریټا ټنبرګ د کاپ پر تېرو سرمشریزو تور پورې کړی چې هېوادونو او سوداګریو ته اجازه ورکوي چې د اقلیم په برخه کې خپلې هلېځلې په زغرده بیان کړي خو په حقیقت کې هغه بدلونونه نه راولي چې ورته اړتیا ده.
د ملګرو ملتونو په وینا، سره له دې چې د پاریس په کاپ ۲۱ غونډه کې د ۱.۵ سانتي ګراد د تودوخې د حد د پلي کولو په برخه کې ستونزې وې خو دې "نږدې نړیوال اقلیمي عمل" ته ژمنتیا ته لار هواره کړې ده.
که څه هم نړۍ لا هم د پاریس په غونډه کې ټاکل شوو موخو ته د رسېدو په برخه کې چټک عمل نه دی کړی خو دې د اټکل شوې تودوخې کچې په راټيټولو کې مرسته کړې ده.











