د بېړیو مرموز حرکتونه او پوځي تمرینونه: چین څنګه د امریکا د 'ټاپوګانو زنځیر' ماتولو هڅه کوي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, بي بي سي مانیټورنګ
په سینګاپور کې د 'شانګری-لا ډیالوګ' کلنۍ غونډه د اسیا-پسیفیک په سیمه کې د امریکا او چین د امنیتي لیدلوریو په اړه د معلوماتو مهمه سرچینه ګڼل کېږي.
خو سږ کال، چین نه خپل دفاع وزیر او نه هم لوړ پوړی پلاوی دغې غونډې ته واستاوه او ان د چین به کوربهتوب کېدونکې یوه غونډه هم لغوه شوه.
په غونډه کې له خورا جنجالي څرګندونو یوه دا وه چې د متحده ایالاتو د دفاع وزیر پیټ هیګسیت خبرداری ور کړی و چې چین هڅه کوي په تایوان 'برید' وکړي او "په زور سره د جنوبي چین سمندر او 'لومړي ټاپوګانو زنځیر' کې د ځواک توازن بدل کړي."
د چین د بهرنیو چارو وزارت سملاسي دا تور رد کړ.
چین په دوامداره توګه په شاوخوا اوبو کې خپل سمندري شتون زیاتوي. تېره میاشت یې په ټولو سمندري لارو کې د شمېر له مخې، بې سارې جنګي الوتکې او کښتۍ ځای پر ځای کړې دي. دا اقدام په سیمه کې د امریکا تر کنټرول لاندې ټاپوګانو 'لومړي ټاپوګانو زنځير' ته مستقیم ګواښ ګڼل کېږي.
په سمندرونو کې د چین د سمندري ځواک دوامداره وده، تر تسمان سمندره د چینایي جنګي کښتیو وروستي فعالیتونه او د ارام سمندر په ټاپوګانو کې د شته هېوادونو پر وړاندې د بېجینګ وروستي ډیپلوماټیک اقدامات، ښايي د ټاپوګانو پر دوهم زنځير هم د امریکا متحده ایالتونو انحصار کمزوری کړي.
دې لیکنه کې موږ هڅه کوو، معلومه کړو چې د چین نظامي پراختیا او ډیپلوماټیکې هڅې څنګه د امریکا د سمندري نفوذ د لومړي او دوهم زنځير د ماتولو لپاره تر سره کېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images
په ټاپوګانو کې لومړی او دوهم زنځير څه دی؟
د ټاپوګانو لومړی او دوهم زنځير په حقیقت کې د امریکا د "ټاپو زنځیر" ستراتیژۍ یوه برخه ده، چې موخه یې د چین کنټرولول او تر دې ټاپوګانو ور اخوا د بېجینګ د ځواک کارولو محدودول دي.
دا سمندري خنډونه چې له ګڼو ټاپوګانو جوړ شوي، ارام سمندر ته د چین لاسرسی محدودوي. دغلته د امریکا نظامي اډې موقعیت لري.
لومړی زنځیر د جاپان له مرکزي ټاپوګانو څخه پیلېږي او د ختیځ چین سمندر په ختیځ کې د ریوکیو ټاپوګانو ته رسېږي چې د ختیځې اسیا لپاره د متحده ایالتونو ډېری ځواکونه په کې مېشت دي.
دا زنځير د تایوان له لارې تېرېږي، د باشي کانال له لارې د فیلیپین له لوېدیځ سمندرغاړي اوړي او د ویتنام په ساحل کې پای ته رسېږي.
دوهم ټاپو زنځیر د لومړي زنځیر ختیځ ته په مرکزي-لوېدیځ ارام سمندر کې موقعیت لري. دا له جاپانه، چې په یوکوسوکا کې یې د امریکا پوځي اډه ده، پیلېږي بیا د جاپان له بونین ټاپوګانو، شمالي ماریانا ټاپوګانو او د ارام سمندر له کوچني هېواد پالو تېرېږي او په پای کې د اندونیزیا په لوېدیځ نیوګیني کې پای ته رسېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images
پر لومړي ټاپو زنځير فشار زیاتېږي
د تایواني رسنیو د راپورونو له مخې، د چین د خلکو د ازادۍ پوځ په دې وروستیو کې په څلورو سمندرونو کې په لویه کچه ځواکونه ځای پر ځای کړي چې په کې ژیړ یا شمالي سمندر، ختیځ او سویلي چین سمندرونه او د تایوان تنګی شامل دي. دوی دوه الوتکوړونکې بېړۍ هم لرلې چې د سویلي چین سمندر کې یې شانډونګ او د تایوان سویل ختیځ کې یې لیاونینګ ملتیا کوله.
د چین دې کار ته په تایواني رسنیو کې پر 'لومړي ټاپو زنځير' د فشار زیاتولو په سترګه کتل کېږي.
د تایوان د ملي امنیت یوه چارواکي ویلي، د مې په ۱۱مه، ۱۸مه او ۲۷مه نېټه د تایوان بیړني زون ته د چین له ۷۰ څخه ډېرو بېلابېل ډوله الوتکو چې له پوځي بېړیو یې سره همغږي لرله، الوتنې کړې دي.
د چین پوځ د مې په ۲۰مه چې د تایوان د ولسمشر ویلیملای د لوړې د مراسمو کلیزه وه، د فوجیان ولایت په ساحل کې تمرین هم وکړ.
د چین د پوځ د ختیځې سیمې قوماندې یوه بیړۍ د مې په ۱۶مه نېټه د ختیځ چین سمندر کې له میاکو تنګی څخه له تېرېدو وروسته لوېدیځ ارام سمندر ته ننوتله.
د چین الوتکوړونکې بېړۍ لیاونینګ هم د مې په ۲۵مه او ۲۶مه نېټه د ختیځ چین په سمندرګي کې د الوتکو د الوت او ناستې لومړني تمرینونه وکړل.
د تایوان د رسنیو په وینا، په ژېړ سمندرګي کې هغه مهال د چین او سویلي کوریا ترمنځ د ترینګلتیا راپورونه ورکړل شول چې چین لانجهمن سووان ټاپو ته نږدې رغنيزې چارې پیل کړې.
د تایواني رسنیو د معلوماتو له مخې، دغه ابادي به د چینايي چورلکو په الوت او ناسته کې مرسته وکړي او تر څنګ یې چین د پوځي موخو لپاره تر اوبو لاندې د رادار او سونار (د څپو ارزوونکي) سیسټمونه هم نصب کړي دي.
بیجینګ له ۲۰۲۰ کال راهیسې د لومړي ځل لپاره په ووډي ټاپو (یونګشینګ) کې په یوه پوځي اډه کې دوه اوږد واټن ویشتونکي ایچ-۶ بمباري الوتکې هم ځای پر ځای کړې دي.
د هانګ کانګ ورځپاڼې مینګ پاو په وینا، دا اقدام به د چین پوځ ته اجازه ورکړي چې د ټاپوګانو زنځير ته د پخوا پرتله شاوخوا نیم ساعت مخکې ځواکونه واستوي، چې په دې توګه به د دوی د پوځي غبرګون وخت کم شي.
د چین مشهور مبصر هو شیجین وايي، د جنوبي چین سمندرګي کې د پوځي ځواک توازن په چټکۍ سره د چین په ګټه بدلېږي او په سیمه کې د امریکا د "پوځي برلاسۍ ښودلو" دوره پای ته رسېدلې ده. د لی رونګ ماو په نوم یو چینایي بلاګر په څلورو سمندرونو کې د چینايي ځواکونو وروستۍ ځای پر ځای کول "لویه ستراتیژیکه لاسته راوړنه" ګڼلې چې د امریکا د پوځ د ټاپوګانو لومړي زنځير باندې یې لوړ فشار راوړی دی.
د چینا ټایمز کالم لیکونکي شي جینپینګ د جون په ۳مه ولیکل چې د ځواک توازن کې بدلون "په تېرو ۱۰۰ کلونو کې په لوېدیځ ارام سمندر کې تر ټولو لوی بدلون دی." هغه د سنګاپور د پخواني مشر ليکوانیو هغې وړاندوینې ته اشاره کړې وه چې ویلي یې وو چین به لومړی متحده ایالات د خپلو ۱۲ میله ساحلي اوبو او بیا به یې د ۲۰۰ میله ځانګړي اقتصادي زون څخه وباسي. ښاغلي شي په دې باور و چې د ټاپوګانو لومړي زنځیر کې شته "څلور سمندرونه" نور د امریکا "داخلي جهيلونه" نه دي، بلکې د چین "دفاعي خندق" ګرځېدلي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د پوځي ځواک د توازن تله د چین پر لور کږېږي
په لومړي ځل پر لومړۍ کرښه دوه چینايي الوتکوړونکې بېړۍ داسې مهال ځای پر ځای شوې چې امریکا هم هممهال سویلي چین سمندر او لوېدیځ ارام سمندر ته دوه الوتکوړونکې بېړۍ (نیمیټز او جورج واشنګټن) ولېږلې.
لي رونګ ماو، د پوځي څارونکو په حواله لیکلي چې "دوه چینایي الوتکوړونکي هڅه کوي چې د سویلي چین سمندر او ختیځ چین سمندر کې مهم ستراتیژیک موقعیتونه کنټرول کړي چې دې سره به د جاپان او فیلیپین ترمنځ د متحده ایالتونو د پیاوړتیا او احتمالي نظامي همغږۍ لاره بنده کړي."
یو غیر رسمي چینایي پوځي بلاګ لیکونکي ویلي چې د څلورو الوتکوړونکو بېړیو ترمنځ دا ټکر ظاهرا "سیالي" ده، خو په حقیقت کې امریکا په "نسبتاً کمزوري دریځ" کې ده، ځکه چې نیمیټز تقاعد ته نږدې ده او جورج واشنګټن له ورکشاپ څخه راوړل شوې چې د اسیا - ارام سمندر سیمه کې د امریکایي بېړیو د شتون تشه پرې ډکه کړي.
هغه پوښتلي چې ایا امریکا کولی شي په یوه وخت کې له درېیو چینایي الوتکوړونکو بېړیو سره مخامخ شي؟ ځکه چې فوجیان نومې الوتکوړونکې بېړۍ هم خپله اتمه سمندري ازموینه بشپړه کړې او ډېر ژر به یې ماموریت پیل کړي.
لي رونګ ماو باوري دی د امریکا هغه پرېکړه چې له مخې به یې په ۲۰۲۵ کال کې د ریوکیو ټاپوګانو له اوکیناوا څخه ګوام او هاوايي ته ۹۰۰۰ سرتېري وباسي او همدارنګه له سویلي کوریا څخه ګوام ته د ۴۵۰۰ نورو سرتېرو د لېږدولو پلان، یو ډول "ستراتیژیک شاتګ" دی چې پایله کې به یې چین د ټاپوګانو پر دویم زنځير خپل پام ور ټول کړي، ځکه چې دا ځواکونه اوس د چین د هایپرسونیک ډيایف-۱۷ توغندیو په ساحه کې دي.
په هرصورت، د جاپان د دفاع وزارت د جون په ۸ مه اعلان وکړ چې د لیاونینګ بیړۍ د لومړي ځل لپاره د ختیځ جاپان د مینامیتوري ټاپو ځانګړي اقتصادي زون ته ننوتلې چې د 'دوهم ټاپو زنځير' په ختیځ کې موقعیت لري.
دا اقدام د چین د ملتپالو رسنیو له خوا له "دوهم ټاپو زنځیر څخه د بریالي عبور هدف ترلاسه کول" ګڼل شوي دي.
جاپان یوه ورځ وروسته راپور ورکړ چې د شانډونګ بیړۍ هم د میاکو ټاپو څخه شاوخوا ۵۵۰ کیلومتره جنوب ختیځ ته په اوبو کې وه، چې جنګي جیټ الوتکې او چورلکې پکې کښته او پورته کېدې.
د ویلو ده چې ورته مهال د چینایي شپږم نسل جنګي جیټ الوتکو (چنګدو جی ۳۶ او شین یانګ جی ۵۰ ) نوي عکسونه په چینایي خواله رسنیو کې خپاره شوي دي. د شنونکو د اټکل له مخې، دغه الوتکې تر ۳۰۰۰ کیلومترو پورې عملیاتي 'رینج' لري او په چینایي الوتکوړونکو بېړیو کې ځای پر ځای کېدای شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د ارام سمندر په ټاپوګانو کې د جین زیاتېدونکی نفوذ
د تایوان د پوځي شنونکي هوانګ چینګتینګ په وینا، د فبروري په میاشت کې، د چین سمندري ځواکونو د سیډني ختیځ کې د تاسمان سمندرګي کې خپل لومړني پوځي تمرینونه وکړل. دې پرمختګ په سیمه کې د چین د فعالیتونو په اړه جدي اندېښنې راپورته کړې دي.
د تاسمان سمندرګي کې د چین د پوځي ځواک بې سارې نندارې په اسټرالیا او نیوزیلینډ دواړو کې اندېښنې را ولاړې کړې، په ځانګړي توګه په داسې وخت کې چې د اسټرالیا لومړی وزیر انتوني البانیز هڅه کوي د ډاروین بندر کنټرول له چین څخه بېرته ترلاسه کړي. دا بندر اوس مهال چینايي شرکت لینډبریج ته د ۹۹ کلونو لپاره په اجاره ورکول شوی، خو دا بندر په سیمه کې د متحده ایالاتو د نظامي شتون لپاره په ستراتیژیک ډول مهم دی.
د چین او د ارام سمندر په ټاپوګانو کې د شته هېوادونو ترمنځ زیاتېدونکو اړیکو هم په اسټرالیا، نیوزیلینډ او متحده ایالاتو کې هم اندیښنې راپورته کړې دي.
نیوزیلینډ د روان کال په فبرورۍ کې د کوک ټاپوګانو او چین ترمنځ د همکارۍ پر تړون نیوکه وکړه.

د عکس سرچینه، Getty Images
تایوان ته په ارام سمندر کې یوازې درې متحدان ور پاتې دي چې مارشال ټاپوګان، پالو او تووالو دي. د دې هېوادونو له ډلې دوه یې د امریکا متحده ایالتونو سره دفاعي تړونونه لري، چې د "ازادې ملګرتیا تړونونو" په نامه پېژندل کېږي. دغه تړونونه متحده ایالتونو ته د دوی سمندر، ځمکې او هوا ته د لاسرسي لار هواروي.
د مې میاشتې په وروستیو کې، چین د فوجیان ولایت په ژیامین کې د ارام سمندر ټاپوګانو کې د شته هېوادونو او د چین د بهرنیو چارو وزیرانو د درېیمې غونډې کوربه توب وکړ. په غونډه کې، بیجینګ د اقلیم له بدلانه سره د مبارزې لپاره د دوه میلیون ډالرو مالي مرستې ژمنه وکړه او همدارنګه یې د سوداګرۍ، سمندري چارو او قانون پلي کولو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
که څه هم په غونډه کې د پوځي همکارۍ په اړه کومه موافقه ونه شوه، خو د چین-پیسفیک اړیکو کارپوه پروفیسور یو لي وايي، "احتمالا به په سیمه کې د چین سخت او نرم ځواک پیاوړی شي" ځکه چې بیجینګ د نړۍ یوې سیمې ته زېربنا او سوداګریز ملاتړ چمتو کوي چې د بېخي لږ پرمختګ شاهده ده.











