ايران وايي "د جګړې پراخولو په لټه کې نه دی خو اسرائيلو ته به ځواب ورکړل شي"

د ايران ولسمشر مسعود پزشکيان د روسيې د ملي امنيت شورا له مشر سرګي شويګو سره چې تهران ته په سفر تللی کتلي دي. دا ليدنه په داسې حال کې شوې چې په سيمه کې د اسرائيلو، ايران او حزب الله ډلې تر منځ د کړکېچ د زياتېدو په اړه اندېښنې لا هم مخ په زياتېدو دي.

په همدې مهال د ايران د بهرنیو چارو وزير علي باقري کني هم د هېوادونو له سفيرانو او استازو سره په ليدنه کې يو ځل بيا اسرائيل په تهران کې د حماس د سياسي مشر اسماعيل هنيه په وژنه تورن کړي او "د ايران د پرېکنده او حتمي ځواب" يادونه يې کړې ده.

ولسمشر پزشکيان له ښاغلي شويګو سره د خبرو پر مهال په تهران کې د اسماعيل هنيه وژنه د ټولو نړيوالو قوانينو او مقرراتو خلاف سرغړونه بللې.

نوموړي ويلي، ايران په هېڅ صورت په سيمه کې د جګړې او کړکېچ پراخولو په لټه کې نه دی خو په وينا يې "اسرائیل به د خپلو جنايتونو او ګستاخۍ ځواب ترلاسه کړي."

ايران د اسماعيل هنيه د وژنې پړه چې تېره اوونۍ په تهران کې ووژل شو، پر اسرائيلو اچوي خو اسرائيلو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

سرګي شويګو وروستی ځل تېر کال چې هغه مهال د دفاع وزير و ايران ته په رسمي سفر تللی و.

ايران وايي، د روسيې دغه لوړ پوړي چارواکي ته يې بلنه ورکړې چې پر سيمه ييزو او نړيوالو مسئلو او دوه اړخيزو اړیکو خبرې وکړي.

دوې اوونۍ وړاندې روسيې ويلي وو چې له ايران سره د "هر اړخيزو همکاريو تړون" د لاسلیک لپاره چمتو دی. تمه ده چې د برېکس هېوادونو په سرمشريزه کې چې د اکټوبر میاشت په روسيه کې جوړېږي، د ايران په استازيتوب مسعود پزشکيان دغه تړون لاسليک کړي.

په منځني ختيځ کې د جګړې د پراخېدو د مخنیوي لپاره د ډيپلوماتیکو هلو ځلو په لړ کې تېره ورځ د اردن د بهرنيو چارو وزير ايمن صفدي تهران ته په يوه ناڅاپي سفر تللی و او د ايران له ولسمشر مسعود پزشکيان سره يې کتلی وو.

په دې کتنه کې ښاغلي پزشکيان د حماس د سياسي دفتر مشر اسماعيل هنيه وژنه يوه لويه تېروتنه بللې وه او ويلي يې وو چې د "اسرائيلو دا ګستاخي به بې ځواب پاتې نشي."

ښاغلي صفدي ټينګار کړی چې د سيمه ييز تاوتریخوالي د زياتېدو مخه بايد ونيول شي.

د ايران د بهرنيو چارو وزير باقري کني د دوشنبې په ورځ (۵ اګست) په تهران کې د مېشتو سفيرانو، ديپلوماتانو او د بهرنيو او نړيوالو ادارو له رئیسانو سره په کتنه کې د اسماعيل هنيه وژنه يو "ناوړه او يرغلګرانه عمل" بللی.

نوموړي ويلي، "دا څرګنده ده چې دا ډول سرغړونې په هېڅ صورت بې ځوابه نشي پاتې کېدلی او ايران د خپلو ګټو، ځمکنۍ بشپړتيا او خپلواکۍ د دفاع لپاره د ځواب ورکولو واک او حق لري او زموږ ځواب به حتمي او پرېکنده وي."

د ايران د بهرنيو چارو وزير د ملګرو ملتونو د امنيت پر شورا هم نيوکه وکړه او زياته يې کړه چې دغه شورا نه ده توانېدلې چې د "اسرائیلو د کړنو پر ضد" يوه ساده بيانیه ورکړي.

په تهران کې د حماس د سياسي دفتر مشر اسماعيل هنيه له وژل کېدو وروسته چې ایران يې د غچ اخيستو ګواښ کړی په سيمه کې د جګړې د پراخېدو په اړه اندېښنې مخ په زياتېدو دي.