محکمې د ټرمپ له خوا د افغانانو د خوندي وضعیت د پای ته رسولو هڅه ودروله، دا پرېکړه یې 'نه جبرانېدونکی زیان' وباله

د عکس سرچینه، Reuters
د دوشنبې په ورځ یوې امریکایي استېناف محکمې د محکمې د اسنادو له مخې دا مهال د ټرمپ ادارې ته اجازه نهده ورکړې چې د زرګونو افغانانو لنډمهالی خوندي وضعیت ختم کړي.
د دوشنبې ورځ د څلورمې حوزې د استېناف محکمې پرېکړه د CASA په نوم د کډوالۍ ملاتړي سازمان د غوښتنې له مخې د افغانانو د لنډمهاله خوندي وضعیت د پای ته رسېدو پر ضد موقتي بندیز لګوي. دا بندیز تر جولای ۲۱ پورې نافذ دی.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، یاد سازمان د کورنیو چارو وزارت پر ضد دعوه کړې، ځکه چې اپرېل میاشت کې یې د افغانانو او کامیروني وګړو لپاره د لنډمهاله خوندي وضعیت پای ته رسېدو اعلان کړی و.
د کورنیو چارو وزارت له خوا سمدلاسه کوم غبرګون نه و ښودل شوی، خو اپرېل کې یې ویلي وو چې په افغانستان او کامیرون کې نور د خوندي وضعیت اړتیا نه لیدل کېږي.
لنډمهاله خوندي وضعیت هغو کسانو ته له شړلو د خوندي پاتې کېدو حق او د لنډمهاله کار جواز ورکوي چې هېوادونه یې له طبعي افتونو، وسلهوالو شخړو یا نورو ځانګړو حالاتو سره مخ وي.
دا وضعیت د کورنیو چارو وزیر له خوا تمدیدېدای شي. د ټرمپ د لومړي واکمنۍ پر مهال (۲۰۱۷–۲۰۲۱) هغه هڅه کړې وه چې د دې وضعیت ډېری اسناد پای ته ورسوي، خو فدرالي محکمو دا هڅه شنډه کړه.
د کډوالو ملاتړو د حکومت پر ضد دعوه وکړه. د حقونو یوه مدافعه یوه ډله وایي دا پرېکړه هغه افغانان له خطر سره مخ کوي چې له امریکا سره یې افغانستان کې د متحده ایالتونو د ماموریت پرمهال همکاري کړې ده.
د دوشنبې په ورځ CASA بېړنۍ بندیز غوښتنه وکړه، ځکه چې د افغانانو لپاره خوندي وضعیت د ختمېدو په حال کې و او د محکمې اسنادو له مخې د کامروني وګړو لپاره دا نېټه د اګست ۴ ټاکل شوې ده.

د عکس سرچینه، Getty Images
یاد سازمان ویلي، دا پرېکړه "بېاصله او توپیري" ده او اغېزمنو کسانو ته به "نه جبرانېدونکی زیان" ورسوي، ځکه نو غوښتنه یې وکړه چې تر استېناف دعوې پورې دا بندیز پاتې شي.
ادارې ته وخت ورکړل شوی چې د چهارشنبې تر شپې تر خپل ځواب وړاندې کړي.
د افغانEvac بنسټګر شاون ونډایور ویلي دا بندیز وروستۍ پرېکړه نه ده، خو قانوني دعوې ته وخت ورکوي. افغانEvac د پخوانیو عسکرو او مدني ټولنو ګډه ټلواله ده چې له حکومت سره د بیا مېشتېدو چارې همغږي کوي.
شاون ونډایور په یو ایمیل کې ویلي: "افغانEvac په کلکه د دې قانوني دعوا تر شا ولاړ دی او له کورنیو چارو وزاتر او د ټرمپ له ادارې غواړي چې سملاسي خپله پرېکړه بېرته واخلي او لنډمهاله خوندي وضعیت وغځوي."
امریکا له ۲۰۲۱ کال د طالبانو له واکمنېدو وروسته له افغانستانه له ۸۲ زرو زیات افغانان وایستل، چې له دې ډلې له ۷۰ زرو ډېر د لنډمهاله "پېرول" (یعنې د دوو کلونو قانوني داخلې) له لارې امریکا ته ننوتل.
د بشري حقونو فعالانو ویلي ډېری هغه افغانان چې د جګړې پر مهال یې له امریکا سره مرسته کړې، که بېرته خپل هېواد ته واستول شي، د طالبانو له خوا به له خطر سره مخ وي.
د حقونو ډلې وایي، په ځانګړې توګه ښځې په خطر کې دي، ځکه چې طالبان له واک ته رسېدو راهیسې د ښځو پر حقوقو محدودیتونه لګولي دي.











