تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
امریکا او کاناډا ته د یوه لوی توپان د راتلو وېره
هوا پېژندونکو اټکل کړی چې ، له اتلانتیک سمندره یو لوی توپان د کاناډا او امریکا په لور راروان دی.
ویل کېږي، د "لي" په نوم دغه توپان به په راتلونکو څو ورځو کې د یادو دوو هېوادونو ختیځ سواحلو ته ورسېږي.
دا توپان د چارشنبې پر ورځ شمال لور ته اوښتی و او تمه کېږي، چې د خپل حرکت په بهیر کې به نور هم پراخ شي.
اټکل دی، چې د لي پوپان به د جمعې تر ورځې د نیوانګلنډ تر اوبو ورسېږي او هغه مهال به په یوه لوی توپان بدل شي.
د کاناډا ساحلي سیمو اوسېدونکو ته د چمتووالي خبرداری ورکول شوی دی.
د هوا پېژندنې کارپوهان وايي، د دې توپان د پراخوالي له امله به یې اغېزې ښايي د توپان له مرکز ان ځينو لېرې پرتو سیمو کې هم ولیدل شي.
امریکا کې د توپان ملي مرکز په وینا، لي اوس مهال په ساعت کې د ۱۷۵ کیلو متره چټکو بادونو سره مل دی.
یاد مرکز ویلي:"لي به د اوونۍ تر پایه په یوه لوی او خطرناک توپان اوښتی وي."
په برمودا کې هم د "استوايي" توپان د راتلو خبرداری ورکړل شوی دی.
لی چې د سپتمبر په لومړۍ اوونۍ کې پیل شوی، اټکل دی، هغه ایالتونه ډېر اغېزمن کړي چې تېره یوه میاشت کې له منځنۍ کچې ډېر بارانونه پکې شوي دي.
د ماساچوست والي مورا هیلي د سه شنبې په شپه وروسته له هغې بېړنی حالت اعلان کړ، چې سېلابونو د ایالت په ځینو برخو کې سړکونه او ځمکې ویجاړې کړې او ودانۍ یې زیانمنې کړې.
کارپوهانو خبرداری ورکړی، چې دا توپان ښايي ډېرې ونې لاندې کړي.
دوی دا هم ویلي، چې د لي د پراخوالي له امله تر اوسه په دې نه دي توانېدلي، مالومه کړي، چې په کومه سیمه کې به ختم شي، خو دوی ویلي، ښايي د راتلونکې یکشنبې یا دوشنبې په ورځ د مِین و نواسکوشیا ایالت تر منځ کوم ځای کې پای ته ورسېږي.
د استوايي توپانونو په زیاتېدو کې د اقلیمي بدلون اغېز لا هم نه دی مالوم، خو د سمندر د سطحې تودوخې لوړوالی یې یو له هغو عواملو یاد شوی چې دا ډول توپانونه لا نورسختوي.