د امریکا کالیفورنیا کې ژمنی توپان؛ ۴۰ میلیونه خلکو ته خبرداری ورکول شوی

د امریکا هوا پېژندنې ملي ادارې د کالیفورنیا شاوخوا ۴۰ میلیونه اوسېدونکو ته خبرداری ورکړی چې ښايي "کورونه او ژوند" یې له جدي خطر سره مخ شي.

د امریکا په لوېدیځ کې د کالیفورنیا ایالت ته به په راتلونکو دوو ورځو کې یو ځل بیا د ژمي سړه څپه ورسېږي، چې اټکل دی خطرناک توپانونه به ورسره مله وي.

د درنې واورې ورښت او بارانونو، چې تېز بادونو به ورسره مله وي، په سمندرغاړو کې د سېلابونو راوتلو حالت، خطر خطرناک حد ته لوړ کړی دی. له همدې امله د جمعې په ورځ (د مارچ په ۱۰) د کالیفورنیا نژدې ۴۰ میلیون اوسېدونکو ته د احتمالي طبعي افتونو خبرداری ورکړل شوی دی.

د توپانونو نوی څپې په کالیفورنیا کې د هوا پېژندنې ټول ریکارډونه مات کړي، په ځینو سیمو کې یې تر دوه مترو ډېره واوره شوې او د دې ایالت ډېری وچ غرونه یې اوس پر واورو پوښتلي دي.

د کالیفورنیا والي ګیوین نیوزم بېړنی حالت اعلان کړی او ولسمشر جو بایډن هم د یوه فرمان په صادرولو سره، د کالیفورنیا حکومت ته د فدرالي بودجه کارولو اجازه ورکړې ده.

د امریکا د هوا پېژندنې ملي ادارې خبرداری ورکړی، چې په کالیفورنیا کې د جمعې له ورځې پیل شوي سخت بارانونه ښايي د شنبې او یا یکشنبې تر ورځ دوام وکړي او په ډېرو سیمو کې به د سیلابونو جوړ کړي.

د دغې ادارې په اعلامیه کې راغلي: "ژوند او کورونه له جدي خطر سره مخ دي. هغه سیمې چې په عادي وختونو کې سېلاب پکې نه راځي، باید د اونۍ په اوږدو کې کې د سېلابونو او اوبو راوتلو په تمه اوسي."

د سختو بارانونو او سېلابونو د وړاندوینې ترڅنګ، د ځمکې او غرونو د ښویېدو او په سیندونو کې د خټو راوتلو په اړه هم اندېښنې زیاتې شوې دي.

د کالیفورنیا د مرکز په شمالي برخې د بیګ سور اوسېدونکو ته، د ارام سمندر په یوه ډبرینه او غرنۍ سیمه کې خبرداری ورکړل شوی چې لږ تر لږه د دوو اونیو لپاره خواړه او نور د اړتیا وړ توکي زېرمه کړي.

په ځینو سیمو کې د شاوخوا نیم متر ورښت اټکل شوی، چې کولای شي د سترو سېلابونو او د ځمکې ښوېدنې لامل شي.

د کالیفورنیا په ګاونډیو ایالتونو کې هم د سختو واورو د اوریدو خبر ورکړل شوی، چې له امله یې په نیواډا، ایډاهو او اوریګون کې له ۱۵ تر ۲۵ سانتي متره واورې اورښت اټکل شوی.