د افغانستان د بشري حقونو کمیسون مخکېنۍ مشره: "په ژوندوني په ګور کړو خویندو سره ودرېږئ"

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, نورګل شفق
- دنده, بي بي سي
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسون مخکېنۍ مشره وايي، په دغه هېواد کې تر بلې هرې موضوع مهم د ښځو بنسټيز حقونه دي چې اوس ترې بې برخې کړای شوې دي.
شهرازد اکبر ویلي، همدا مسله باید لومړیتوب ولري.
که څه هم اغلې اکبر دا نه ده په ډاګه کړې چې موخه یې د نن ورځې د کرېکټ موضوع ته د خلکو د اوښتي پام ده او که څنګه، خو پر خپله ټوېټر پاڼه یې پر افغانانو غږ کړی چې "وروڼه" دې له خپلو "خویندو" سره د دې "بې عدالتۍ" پر وړاندې د حق غوښتنې لپاره ودرېږي.
شهرزاد اکبر لیکلي، هغه ورځ چې نن پر افغان مېرمنو راغلې، که پر افغان نارینه و راغلې وای نو "خوېندې" به ورسره ولاړې وې.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
اغلې اکبر لیکلي، "زما وطنوالو ګلونو وروڼو! که د افغانستان وضعیت داسې وای چې تاسې د نارینه و په توګه له خپلو بنسټيزو حقونو محروم وای، لکه له لوبغالو، سفر او یا له موټر کارولو نه نو د یوه انسان یا هېوادوالې په توګه به مې هره ورځ ستاسې د حق غوښتنې لپاره غږ پورته کاوه او د دې بې عدالتۍ پر وړاندې به درېدلم".
همدا راز یې په پرله پسې دویم ټوېټ کې لیکلي، "که د وطن سړکونه په سرو زرو پوښل شوي وای او یا افغانستان مریخ ته سپوږمکۍ لېږلی بیا به هم زما لپاره لومړیتوب د دې بې عدالتۍ پر وړاندې مبارزه وه. ځکه چې په کوم هېواد کې چې په دې کچه ظلم وشي، نه ابادېږي او نه هم د چا وطن کېږي. اوس تاسې وګورئ چې په ژوندوني په ګور شویو خویندو سره د کېدونکې بې عدالتۍ په برخه کې تر کومه بریده ولاړ پاتې یئ؟"
د کرېکټ او فوټبال موضوع د افغان مېرمنو له "حق غوښتنې" سره غوټه شوې

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسون دغه مخکېنۍ مشره داسې مهال دا څرګندونې کوي چې اسټرالیا له افغان کرېکټ لوبډلې سره د یو ورځنيو لوبو لړۍ لغوه کړه. دا په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت مخ ته د چهارشنبې په ورځ له شوي ځانمرګي برید وروسته نن تر ډېره د افغانانو او په بهر کې د لوبو د مینه والو تر منځ د ورځې توده موضوع وه.
اسټرالیا ویلي، دا پرېکړه یې د طالبانو له لوري په افغانستان کې د نورو بندیزونو تر څنګ د سپورټ په برخه کې پر ښځو د لګولو شویو محدودیتونو له کبله کړې ده.
خو افغان لوبغاړو او کرېکټ بورډ دا پرېکړه غندلې او ویلي یې دي چې "کرېکټ دې له سیاسته لرې وساتل شي".
ځينو بیا، په ځانګړي ډول د ښځو حقونو فعالانو او هغه چې د طالبانو حکومت او یا پر افغان مېرمنو او نجونو د دوی له لوري د لګول شویو محدودیتونو خلاف دي، د اسټرالیا کرېکټ د دې پرېکړې هرکلی کړی دی.
د یادولو ده چې د راشد خان په ګډون د افغانستان د کرېکټ لوبډلې ځینو ستورو د دغو بندیزونو او محدودیتونو پر ضد لا له واړندې غږ پورته کړی دی خو د اسټرالیا د دې پرېکړې هرکلی کوونکي بیا وايي، دا به د طالبانو پر حکومت فشار ډېر کړي چې په دې برخه کې خپلې کړې پرېکړې بدلې کړي.
خو د طالبانو حکومت د ښځو پر کار، زدکړو او د عام ژوند په برخه کې لګول شوي محدودیتونه لنډمهاله بولي او وايي چې "مناسب" چاپېریال ورته برابروي او د "اسلامي شریعت" له مخې به ټول حقونه ورکول کېږي.
دا لومړی ځل نه دی چې د لوبو موضوع په افغانستان کې د طالبانو له لوري پر ښځو لګول شویو محدودیتونو سره غوټه کېږي. وړمه ورځ (جنوري ۱۱مه) د کرېکټ نړیوالې شورا هم په افغانستان کې له ښځو او نجونو سره د روان وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې.
هلته بیا د افغانستان د ښځینه فوټبال لوبډلې مخکېنۍ کپتانې خالدې پوپل ویلي، د فوټبال نړیوال فدراسیون یا فیفا پر ضد د سپورټ نړیوالې محکمې ته عریضه کوي.
د اغلې پوپل په خبره، فیفا د دې لوبډلې په برخه کې بې پروايي کوي او غږ یې نه اوري.
د دې غږ د نوبل جایزې پښتنې ګټونکې ملالې یوسفزۍ هم بدرګه کړ او له فیفا یې وغوښتل چې د افغانستان د ښځينه فوټبال لوبډله په رسميت وپېژني او نړۍ ته پیغام ورسوي چې ښځې باید کار وکړي، ټولګیو ته لاړې شي او د فوټبال لوبغالي کې ولوبېږي. هغه حقونه چې د طالبانو حکومت ترې اخیستي دي.











